د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

محمود سعيد
10.10.2011

شاعره ماته دپښتو داسې اثر وليکه
چې سره يوشي پښتانه دلر او بر وليکه

دتورو شپو دتورتمونو خاتمه کله ده؟
چې روڼ سهارشي پړق برېښنا شي لکه لمر وليکه

دچانه خوف دچانه ډار له چانه مه ويرېږه
دحقیقت هره خبره لکه نر ولیکه

په لر او بر شمال جنوب افغانان چا وېشلي؟
قلم کړه پورته دافغان واحد ټبر وليکه

چې دډیورنډ اومکناټېن لا هم ملاتړې کوي
توره راواخله په سرو وینو یې اکبر ولیکه

چې دتاریخ زمری یې لاهم پېژندلی ندی
دې مغلګي ته دافغان په لاس خنجر ولیکه

دپامیر څوکه، هندوکش او میوند هېر نکړې ته
په سپین غر واوړه دا شعار په خړ خیبروليکه

ای جبارخیله دننګ جنګ کې پام چې شاته نشې
داسې شعرونه په سرو وینو دځيګر ولیکه


محمود سعيد
10.10.2011

د خپلي ژبي به ستاینه کړم په خپله ژبه
څکه تل وایمه چي خپله ژبه ګله ژبه

پښتو به وایو هم بې ستایو او پالنه بۍ کړو
دا هم پېغور نه ده چي زده کړو یوه بله ژبه

راځۍ چي وکړو نن په ټینګه داغه ژمنه سره
پښتو به نه پرېږدو هڅکله بې منزله ژبه

آربنه زه په زړه کي داغه يو ارمان لرمه
چي پښتو ژبه په نړۍ شي اتله ژبه


محمود سعيد
12.10.2011

چی په نړۍ وو واکمانان دا د هغو ژبه ده
څه سندریزه څومره ښکلې د پښتو ژبه ده
هم یی خبرې خوندورې هم یې خلک ښکلي
د مینه ناکو پاکو پاکو پښــــــــتنو ژبه ده


محمود سعيد
12.10.2011

كه منلــې مې سـينه بــاندې ګـولــۍ دي
دښمــنانو را ته کــړې هــــــم سلګۍ دي

يرغلګر مي دي مات كـړي قهـرمان يــــم
زه پښتون يـــم ننګيالی زوی د افغان يم

شهــادت او قـــــــــرباني می افتخار دی
خو پــيغور منلــی نشم دا شـعار دی

دا وطــن مې ده لـیلا زه يې جــــانان يم
زه پښتون يم ننګـيالی زوی د افــغان يم

ورمـــــــات کړی مې د هغو دي غــــــاښونه
چــــې راوړی یې زما خــــوا ته لاســــونه

غلـــــــــيمانو باندې تندر د آسمان يـــــــم
زه پښتون يم ننګيالــــــی زوی د افغان يم

هغه سترګې مې هر وخت دي ترینه کښلي
چې په نيغه يې زمـــــــا خوا ته کتلي

هــم به وايم هم به ليکم زلمی جان يم
زه پښتون يم ننګيالــی زوی د افغان يم


محمود سعيد
13.10.2011

پېژندلي هرچا ښه پښتانه
چی ټول له مخی دي خواږه پښتانه
ساده لباس اودغيرت نښه يې
دننګ شمله پټکي کاږه پښتانه
چا چې وطن په خپلو وينو ساته
هغه ژوندي دي نه دي مړه پښتانه
دا اوسنۍ بلا به هم ړنګه شي
خو چې راووځي له وره پښتانه
چې د غيرت په نامه اور خپروي
داسې هم شته دي څه ناڅه پښتانه
ځينې په مستو مزو خولې لګوي
ځينې پراته دي په کاله پښتانه
داسې نه ځمکه په دې بل مخ واوړي
خدای دې خراب نکړي ماغزه پښتانه
راځئ تاريخ باندې نظر واچوو
ها چې غيور ؤ هغه ؤ پښتانه
چې صرف پښتو وايي پښتون په څه شو
بايد چې اوسي پښتانه پښتانه
چې خپل جانان او دښمن ښه پېژني
مونږه منلي دي د غره پښتانه
څه د صنم د سترګو مړه راکاته
څنګه يي هېر کړمه باڼه پښتانه
رستمه! څنګه يي له ياده باسي
حبيب ساتلي دي په زړه پښتانه
‌‌‌‌‌‌
حبيب الله رستم


محمود سعيد
13.10.2011

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده


سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

کاروان
کابل خيرخانه مېنه


محمود سعيد
18.10.2011

رانـــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو * شــوه ګـــډه وډه مــــــورنـۍ پـــښتو *
د نورو ژبــــو ترقـي وګــورئ * تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو *
چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه * هـــم کابلۍ هــــــم پيښورۍ پــــښتو *
بچــــي دې شول په نورو ژبو مين * درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو *
که دا مـــو حال وي يو د بلـــه سـره * کلـه به پاتــې شــي ژوندۍ پښتو *
راځــئ په ګډه يي ســره جوړه کړو بيا * هيواده! خپـله ګلالۍ پـښـتو


محمود سعيد
18.10.2011

زه چی دا مست ګرځم فطرت مې پښتون
هروخت په وينو سور طبيعت مې پښتون
جانان که سپکې سپورې واېې خير دی
زما سرپه سترګو نزاکت مې پښتون
دنړي پيغلو زلمو کړلو ځان لوڅ بربنډ
زه لاوس هم ساده يم شرافت مې پښتون
شپونه دخپل رقيب سره سيالې کوه دلبره
اشنا غښتلې زه غښتلې رقابت می پښتون
ــــــــــــــــــــ
پښتانه خېلونه ټول د یو بدن دي
فرق یې نشته درانی دی که ځدراڼ
لر او بر خواره واره دي سره ورونه
د یو پلار بچو کې مه کوه غور چاڼ


محمود سعيد
18.10.2011

پښتانه په غم ښادی سره یو دی ـــــــــــــــ بی وحدته یی ژوندون ښکاری محال
زړونه یو پر بل مین دی پروا نشته ــــــــــــــ که په منځ کښي وی د خیبر غوند دیوال
(بینوا)


محمود سعيد
19.10.2011

پښتون ته

ځان دې په خپله د پردو پسې تړلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
توره تر لاسه شه پله خاوره خپل ايمان وګټه
که ته ريښتونی يې پښتون پښتونستان وګټه
بې غمه ناست يې غېرت چېرته درنه تللی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
په خپل وطن کې يې بې کور دومره نادان ولې يې
کمزوره نه يې له هيچانه نو بې ايمان ولې يې
مظلوم ولس دې تورو شپو کې غورځېدلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
دا خو منم چې خوله لرې خو غږېدلای نشې
پوهيږم سترګې خو دې شته څه پرې ليدلای نشې
داسې سړی مې په بتانو کې شمېرلی دی

پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
ننګ او غېرت چې پکې نه وي دا ځوانان څه په کار
چې غم دخلکو وطن نه خوري دا مشران څه په کار
داسې غافلو پښتنو مې زړۀ رېبلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
مخ دې يې تور شي چې پښتو او شجاعت نه لري
هغه نر نه دی چې مېړانه کلک همت نه لري
بې ننګ پښتون خو خوشحال خان بابا رټلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی
××××
روغ لېونيه هر سړی چې غلامي کړي د بل
مرګ به پرې ښه وي څوک چې دا شان بندګي کړي د بل
دغه بدبخته له پښتو ځينې وتلی دی
پښتونه خپل واک دې بايللی دی


محمود سعيد
23.10.2011

‎!عشق پښتون نظر پښتون پرهار پښتون

ننګ دی که غیرت دی په همدې کې دی
شان پښتون ټوپک پښتون دستار پښتون

تل به ئې په زړه کې احترام کوم
دود پښتون دستور پښتون رفتار پښتون

جنګ، جهاد مېړانه د پښتون مانا
پښت پښتون منصور پښتون هم دار پښتون

سر ښندل بایلل ئې دي په خټه کې
ننګ پښتون فرهنګ پښتون انګار پښتون

هرڅه ښکلي ښکلي په پښتو کې دي
خیال پښتون احساس پښتون قرار پښتون

نه خوښوم پرته له پښتون مینه
ته پښتون هغه پښتون ټول آر پښتون


محمود سعيد
23.10.2011

پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کا
بيا په دنيا کښې د پرېوتى پښتون نام پورته کا

ګوره قامونه ټول په بام د ترقۍ وختل
تۀ څۀ ته ګورې؟ ترقۍ په لورى ګام پورته کا

بيا په دنيا کښې د قامونو انجمن جوړېږى
دې انجمن کښې د ګمنامې پښتو نام پورته کا

بې له نظامه ترقى د قام ممکنه نۀ ده
قام منظم کا او معيار بيا د خپل قام پورته کا

پرېوتى قام له ترقى بويه د برق په رفتار
د هر سحر په مقابل کښې خپل ماښام پورته کا

د يو څو کسه ترقى تۀ ترقى مۀ ګڼه
که ترقى غواړې د قام نو خاص و عام پورته کا

فخر افغان نه مې پېغام د ترقۍ راوړے
په دواړو لاسو دا پېغام په احترام پورته کا

د جهالت الزام په تا باندې په ځاى لګېږى
د خپل تعليم انتظام وکړه دا الزام پورته کا

د خپلې ژبې ترقى چې درنه هېره نۀ شى
د انګرېزۍ په شان معيار د خپل کلام پورته کا

نر که دماغ دے ستا د قام، ښځه ئې زړۀ وګڼه
که ترقى دې وى مقصد د دوى مقام پورته کا

تۀ د خالد بابا اولاد ئې شجاعت وښايه
د مظلومانو په امداد کښې خپل صمصام پورته کا

په بنيادمو چې احسان دين د اسلام کړے دے
په ښۀ عمل سره تۀ هم دين د اسلام پورته کا


محمود سعيد
24.10.2011

شــوه ګـــډه وډه مــــــورنـۍ پـــښتو

د نورو ژبــــو ترقـي وګــورئ
...تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو

چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه
هـــم کابلۍ هــــــم پېښورۍ پــــښتو

بچــــي دې شول په نورو ژبو مين
درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو

که دا مـــو حال وي يو د بلـــه سـره
کلـه به پاتــې شــي ژوندۍ پښتو

راځــئ په ګډه ســره جوړه کړو بيا
هېواده ! خپـله ګلالۍ پـښـتو.امداد احمدزی


محمود سعيد
31.10.2011

پښتو
زما محبوبې په ما ګرانې زما ځان پښتو
زما د پلار نيكه شملې دين و ايمان پښتو

ستا د ادب د پلوشو د نندارو په مينه
كانټيننټل كې راغونډ شوي ډير پوهان پښتو

څوك دې هنر څوك دې تاريخ څوك دې ادب يادوي
څوك دى د پټو خزانو راسپړي كان پښتو

د پښتو پېغلې ستا پيكی څڼه اوربل جوړوي
كه ډاكټران دي كه پوهان كه شاعران پښتو

زه يم خوشال كه څوك تنقيد كړي كه نظر وركوي
خو چې د زړه په مينه كاندي ستا بيان پښتو

اى زما ژبې زما ژوند زما ملي ناموسه
ستا نه لوګي شم ستا نه جار ستانه قربان پښتو

دركوم زيرى زما ډيرې نازولې ليلا
اوس دې خوريږي پلوشې په ټول جهان پښتو

كه يې ناوونو ګړنګونو او ميرو كې لويه
يا لرې پاتې لــه دفتر او لـه دېوان پښتو

خو دغور غرونو سړبندونو كې اوس هم كړنګېږي
ستا د كروړ د حماسې عالي داستان پښتو

د ښكارندوى د شيخ متي دبيټ نيكه په سيمه
بيا راټوكېږي د ادب رنګين ګلان پښتو

تا وربخښلى دى ثبات چې هسكه غاړه دى لا
د بابا غر دى كه دى غر د سليمان پښتو

د ننګ سندرې دې لا ورځ په ورځ مستي راولي
هم په ميوند هم په خيبر هم په بولان پښتو

ستا پوهنتون كې يې هم توره هم ادب لوستى وو
ځكه منلى نړۍ والو خوشال خان پښتو

تا د نازو په خولــه روزنه د ميرويس كړې وه
شو ځلند ستورى د ميړانې د آسمان پښتو

ژور فكرونه لوړ خيالونه نازكۍ باريكۍ
موشګافي ده د حميد درومرجان پښتو

تاكې اخلاص مينه دوستي او پېرزوينه وينم
چې شوه ساده انشا رنګينه د رحمان پښتو

په لرغونتوب كې دې نشې د پېغلتوب پټې دي
چې لى په لى دې په لټون دي عاشقان پښتو

تاكې وفا ملي وحدت همت غيرت نغښتى دى
توره جرئت دې دى بې سارى لوى عنوان پښتو

ستا ښه راغلئ ستا هر كلئ امتيازي سلوك دى
په دې قائل دي د پردو ژبو پوهان پښتو

څو چې دا ځمكه دا آسمان وي دا نړۍ آباده
تا به پالي چې څو وي پاتې يو افغان پښتو

ستا مروت مېلمه دوستي په وطن سروركول
اوچت ساتي لــه هر چا ستا عزت اوشان پښتو

دا ستا ستاينه دوريانكوف، تبرا، په مينه وكړه
د جعفري او رام راهول ډېر ډېر احسان پښتو

زمونږ ارمه زمونږ ژونده په دنيا جنته
ستا په ژوندون كې زمونږ ژوند ښكاري روښان پښتو

د هر چا خپله خپله ژبه دوى ښاغلى دي پرى
مونږ ته هم ګرانه ده زمونږ ملى درمان پښتو

ستا د لوړتيا او پراختيا پسې ژبۍ ده زما
خو د ميږي په پله روان دى ستا كاروان پښتو

زما كوچۍ زما د غرونو غرڅنۍ ملوكې!
د مخ شغلې به دې عالم كاندي حيران پښتو

اوس دى ورو ورو د نوي ژوند نغمې خورېږي هره خوا
درته پسخېږي ښځه نر زاړه ځوانان پښتو

د پښتو پېغلې ستاولور كې موسرونه شه زار
ته مو ډېوه يې مونږه ستا يو پتنګان پښتو

ستا عاشقان ستا مينان ستا شاعران لكونه
خو زه لـه هر چانه اول ګڼم خپل ځان پښتو

ستا د ښكلا ستا د ادب د پلوشو په رڼا
كانټيننټل ته عالمونه راروان پښتو

زه خو په زغرده ډانګ پيلى درته وايمه دا
په پښتو ژبه كوم تاسره پيمان پښتو

چې د ژوندون تر آخرۍ سلګۍ به پالمه تا
تر دې شيبې مې هم دركړى امتحان پښتو

چې برابره شي سيالۍ سره د سيالو ژبو
د سېلاب زړه كې دى فقط دغه آرمان پښتو


محمود سعيد
02.11.2011

و جهان پکښی مېشته دی يو جهان مې ده پښتو
نيم ايمان مې له اسمانه نيم ايمان مې ده پښتو
خلګ ګرځي چې کعبې ته مخامخ سي رهنما
زما کعبه خو راسره وي نيم قران مې ده پښتو
هر څو که مې ورغواړي چې ياغي سم له عالمه
…زه پخوا لا ياغي سوی جګ اسمان مې ده ښتو
د غليم سترګی که سری دي زما د صبر امتحان
کنه غشي راسره دي او کمان مې ده پښتو
که چپه مېچنې ګرځي د نسيم يوه وينا
ترقي د پښتون غواړم لوی ارمان مې ده پښتو


محمود سعيد
10.11.2011

پښتون يم د پښتو په لاره

پښتون يم د پښتو په لاره تل مدام جنګېږم
هيڅ نه يمه نيمګړی
چې هر کله مريض شم په جنګونو کې روغېږم
تشخيص مې دځان کړی
له موره چې پيدا شو زما سر ته يې کېښوده توره
چې دا کار به کوې ته
دا دا مې راته وويل زما د سترګو توره
وطن به دې ساتې ته
چې بېرته پاتې نه شي په مېدان کې له تربوره
په مخ کې به ورځې ته
ابۍ مې راته وې په بې ننګۍ دې خپه کېږم
ما ننګ ته يې راوړی
چې غږ د سربازۍ واورمه وينه مې په جوش شي
پاڅم په خلاصه ټنډه
چې شرنګ د تورې واورم هر سرود مې فراموش شي
ورځم په منډه منډه
دښمن چې راته وګوري د وېرې نه بې هوش شي
بيا ژاړي لکه کونډه
که د دېو قدرته غټ وي پاس په څټ يې و سورېږم
په يو ګوزار مې وړی
په دروغو لاپې نه کوم ښکاره يم لکه لمر
دنيا کې لور په لور
دښمن باندې چې غږ کړمه الله اکبر
د ځانه اخلي اور
ولجو کې مې راوړی له غليمه ځنې سر
ښکاره دی زما زور
په منځ کې د ايشيا د قهرمان په نوم يادېږم
هر وخت مې بری وړی
يو ځل چې قيامت تېرشي خلک پاڅي له قبرونه
بيا يې څوک نه شي وژلی
زه تېريمه د شلو قيامتونو له جندرونه
له قبره يم وتلی
پوره حساب مې ورکړ رابهر شوم له تيارونه
ما خپل اجل خوړلی
صادق پخپل اقرار زه ملنګ جان صفا عږېږم
چې وايې وري وګړي


محمود سعيد
15.11.2011

ډیرمخکی دی خو پاتی یو قدم دی پښتانه
که یی پورته کړځانونوته مرحم دی پښتانه

په شان لکه دشمعی هروخت بل ته بلیدلی
خوځانله پاتی شوی په تورتم دی پښتا نه

نه کا ر وان نه قا فله او نه لښکر دی
داځکه د ښامارپه خله کی سم دی پښتانه

منم لکه دغرمحکم په خپل هدف ولاړدی
خو هرو خت ڼڼیدلی په ستم دی پښتانه

بلا ډ یرد ی یو قام ند ی لوی ملت د ی
خو یو ندی غرواله ځکه کم دی پښتانه


محمود سعيد
20.11.2011

زه که نه وایم پښتو
ته که نه وایی پښتو
مونږ که نه وایو پښتو
څوک به وایی پښتنو

ته که نه لیکی پښتو
زه که نه لیکم پښتو
مونږ که نه لیکو پښتو
څوک به لیکی پښتنو
موږ که غټ یو ، که صاحب د جمعیت یو
مقتدر یو با قدرت یو
موږ نه وایو موږ نه لیکو
مونږ به هیڅ شو مونږ غلط یو

خپل په ژبه نه ګنیږو
خپل په ژبه نه ګاهیږو
که هر څومره با نفوس یو
ژر ورک کیږو، ژر ورک کیږو


محمود سعيد
24.11.2011

راځئ د ارتقا په لاره سمه کړو پښتو
د نورو د رفتار سره همدمه کړو پښتو
فرهنګ د ورور وژنې او کینې له منځه یوسو
غمجنه له دې غمه چې بې غمه کړو پښتو
چې جوړیې خط او خال شي هم جمال شي هم کمال شي
په آب د معرفت سره پرتمه کړو پښتو
تثبیت د شخصیت او د هویت کیږي په ژبه
د ځان په تشخص کې مقدمه کړو پښتو
چې علم په کې نه وي، فضلیت به یې په څه وي
په علم به رڼا ته له تورتمه کړو پښتو
هنر چې په کې راشي نو اثر به په کې راشي
رسا او برابره په ریتمه کړو پښتو
دا سر او دا دماغ د پښتنو جوړول غواړي
په ښه کره دماغ به معظمه کړو پښتو
را ټول به طالبان دعلم او فن په دې ټغر وي
خوش فهمه او خوش بویه کړو ګل فمه کړو پښتو
را وسپړو د حال او د ماضۍ د کتاب پاڼې
را پورته له کتابه له قلمه کړو پښتو
د ژبې د پوهانو کمي نشته پښتنو کې
که ژبه سره وکړو او محکمه کړو پښتو
راځي به پتنګان ورته ټولیږي له هر خوا نه
چې بله کړو روښانه لکه شمعه کړو پښتو
پښتو سره پښتو له پښتنو غواړي سرتوره!
په دې دستور ډاډمنه خاطرجمعه کړو پښتو


محمود سعيد
28.11.2011

یـوه سـندره د پـښــتـو د پـاره

ســیــاســتونـــه کــه زمـــونـــږ تــجــارتــونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه
کــه مو پــه سر ســواره د ژونـد مصلحتــونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

پــه دی لــکــهــونـــو پـــــــښــــتــنــو کـــې ربــــــه
یـــوغـــمــخـــور هــم د پــښـــتــو پــاتــی نــه شـــو
پــه دومــره لــویـــه پـــښــتـونــخــوا کـــې بــخـــتـه
هــیـڅــوک د دی ژبــــې مــــیــــراثـــی نــــه شــــو
کـه مــو خــرڅ کـړی د خــوبــونــو تعبیرونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

لاس تــــه زمــــونــــږ اقــــتــــدارونــــــه راشـــــی
خــو چــې پــښــتــو تـــه شـــی اخـــتـیـار نــه لـــرو
زمـــونــــږ خــپــــولــــه مــــنــزلــــونـــــه راشـــی
بــیـا پــــه دی خــــپــلــه ژبـــــه کــار نـــــه لـــــرو
کــه راتــه زده د پـــردو ژبــو ســبــقــونــه نـــه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

پــــښــــتــو پـــــر دو غــــــلامــــه کــــــړی نـــه ده
غــــــلامــــه ده خــــــو د پــــــــښـــتــون د لاســـــه
دا ژبــــه بــــــل بــــــد نـــــامــــه کـــــــړی نــــه ده
کـه پــښــتـون وئــیـلـی په پردی ژبه بانګـونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

پــــښــتــو ســـکـــول نــه لــری اســــتــاد نــه لــری
پـــښـــتـون دعـــوئ کــــوی چــــې قــــام یــمــه زه
پـــه ژبــــه ګــــونــــګ دی هــــیــڅ اواز نــه لــری
نــه وائـــی دا چــــې ګـــــیــر پـــــه دام یــــــمــه زه
کـه پـخـپـل لاس پریکړی مونږ خپل وزرونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

مـــونـــږ د پـــښــتــون ســر کــې پــښــتـو اوکــــرو
د وئی پــری ســـیلاب د ســـمــند ر راپــــریــــږدی
کـــه چـــــیــــر تــه ډکــې نــیـــم دا نـــه اونــیــــسی
دوی پـــری لـــــوګــری د ډالــــر راپــــــریـــــږدی
کــه دا کــانــی نــه وی کــه دغــسـی کارونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

پــښــتــنـوســـتــاســو چــې نــامــه اخــــلــی څــوک
وايــئ زمــونــږ بـــه د اخـــــتــیــا ر څـــه کــــوئ؟
چـې تــاســو یــاد کــړی یــو تــپــوس تــری کـــوئ
چــې د پـــــښـــتــو ســــره بــــه لار څــــه کــــوئ؟
که بی جوابه مو د مرګ او ژوند ســوالــونـه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

چــې پــــه څــلــور پــنـځــــوس کــلــونــو کـې هــم
مــونـــــږه پــــښــــتــو د مــــــدرســی نـــه کــړلـــه
د اقـــتـــدار پـــــه ايــــــوانـــــــو کــــې هــــم
خـــپــلــه څــــیــره مــــو د پــــیــسی نــــه کــــړلــه
زمــونــږ پــه فــکــر که خـتــلی نور رنګونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

پــښـــتـو له نــوری دهــــوکــی نـــوری غــــوپــــی
پـــــــه بــــــی دردئ د ورکـــــــولـــــــو نـــــــه دی
داغـــــــولـــــو نـــکـــــی ډوبــــو نــکـــی چــــپـــی
بــاقـــــی پـــــه ویـــــښــه د شــــمــیــرلــونـــــه دی
کــه دا چــپــی کــه دا شــمــیــرل که سیندونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

کــــه د پــــــښــــــتــو د پــــاره کــــار نــــه کــــوی
چــې ســیــاســت ئــې څـــه دی کــار ئــې څــه دی
پــښــتــنـو بــس دی یــــو تــــپــوس تــری اوکـــړئ
چـــې پــښـتـو نــه غــواړی روزګــار ئـــې څــه دی
که خــیـال مــو وی پــکــې شـکــونه ګمانونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

څـــو چـــې وجـــــدان جــــرس او نـــه ټـــنـګــــوی
دشــــت تــه د ژونــــد لـــــیــــونـــی نـــه راؤځــــی
څو چــې ایــمــان زنــځـــیـــر له شـړنـګ ورنکړی
پـــــه کــومـــــه لار بــــه قـــــــافــــــلـــه راؤځــــی
زمونږ خـیالــونه که او پـره او پـره خیالــونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه

مــــونـــږ وګــــی تــــږی، وګــــی تـــږی ښــه یـــو
خــو ژبــه غــواړو چــې ســـیــالــی پــری اوکـــړو
مـــونــږ د هــــنـر د کــــور نــــران ځــلــمــی یــــو
چـې ژبــه شــتـه کــړو خــوشـحالــی پــری اوکــړو
مــونږ که بایـئـلـلـی د خـپل فـکــر هــنــرونه نه وی
اوس بــــه پـــــــښــــتــو هــــم د دفــــــتــر ژبـــه وه
سائل


محمود سعيد
28.11.2011

زما په دواړو اوږوناستــوپرښتـــــووليکئ
زما په سرکه څـه ليکئ نوپه پښتـــووليکئ

د پاکې مينې ګناه کاروچې منکرپرې نشئ
د رقيبـــــانوالزامـــــونه په تنـــــدو وليکئ

په ښايستـــــونو پسې ورکو لیـــــونوملګرو
زما په زړه کې دګل مينــه په اغـزووليکئ

زما په لاسوکې په پښوکې ديوتاګانودوخت
د زنده ګۍ نوم د اجــــل په زولنــــووليکئ

د ځنځيــــرونوخــــالقــــانود وحشت زامنو
ما په کتـارکـې دژوندون د لیـــــونووليکئ

ای شــــــاعــــرانو د قلـــــم په آزادۍ مينـو
حال دبلوچــــــوماشومــــانودسلګو وليکئ

د آزادۍ عـــالمبــــردارود نـــړۍ قامـــونو
اوس دنړۍ نقشه کې کورد پښتنــــووليکئ
سائل


محمود سعيد
28.11.2011

خــــوښ د پښتـــــــونخـــــــواه پــه ميکتـــــــون يمـه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه
خـــــاورې بــــه مــــې وايي چـــــې پښـــــــتون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

ته په ســـــورســــالو کې لکــه ګل نغښتې راغلې يې
زه پخپــــــلو وينــــو کې ګلګـــــون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

سود مې په بل نه شي خـپله يوبڅــــری خــــاوره هم
زه ګــــــوره په دې هکلــــه قـــارون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

مړبه يم خــــوهرد زړه پرهـــربه مې خنــــدا کـــوي
د وفــــــا تخـــــم يم ژونــــدون يمـــه زه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

زه ورکیــــدی نه شــــم د جــــانان د جبــــين لمريمه
څيـــــــره د ادراک د ســـــباوون يمــــــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

زه د بـــــل نه تمــــــه د ســــــزا او قضــــا نه کــوم
زه اثيرد خپـــــــل ننــــــګ د قــــانون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

مونږسنـــــدرې نه وايــــومحبـــوبې د پردوستـــرګو
زه د پښتـــــــــنوستــــــرګومجنــون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

سپک نظريې هم سترګې درندې شي چې راوګوري
زه خــــــدای زيــږولی هســې درون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

تـــــل پکــــې د ژونــــد د ازادۍ سنـــــــــدرې اړوم
زه شپیلۍ د خپـــــل فکــرد شپـــــون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

زه تاريـــــخ د خپــل ادراک او خپــــلې فلســـفې لرم
زه د خپلې خـــــاورې افــــــلاتون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

چاته دې څـــــوک نه وايي ما ټــــــوله دنيـــــا پیژني
زه خپله عنوان خپــــــله مضمــون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

منمــــه چې وخت له خپـــــلې پاڼې شــــــوکـــولی يم
زه د خپل وجـــــــود د تار تــــړون يمه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

دا چې دې همــــه دنيا خــــوړلی وخت پـه وخت يمه
ښــکلې يمه، خوږيمـــه ترســـکون يمــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

وختــــه که تا نــــن په خپلـــــه خاوره رېـــــژولی يم
زه به پــرې ســـبا ﻻ رازرغــــون يمـــــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

داسې پامتـــه دارهم د سپــــــرلي دمــــوسم نه يمــــه
ګل د خپـــل پرهر دځيــــګرخــــون يمــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

ما به دحــــالاتو پیــــــچ و خـــم نه کـــــړي ادل بدل
زه خپــــله اســــتازی د بدلـــون يمــــــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

بل خــــوا تللی نه يمه په خپــــل وطن کې ورک يمه
رابه شم د خپل ځــــان پــه لټــــون يمـــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه

ځه ته ښه لوبې په زړه د «ســائل» وکړه، خو وخته
زه پوی په مطلب د زړه چـاودون يمـــــه
پښــــــتون يمــــــــــــــــه


محمود سعيد
29.11.2011

ماپـه خپلـــــو سترګو پښـــــتنې مينــدې ليــدلې دي

زه يمــــــه پښــتون ماپښــتنې شيـــــدې رودلې دي

زه کتــــــلې نه شـــــم پښتـــنو ته دپـــردوپــه څېر

زه يمــه روزلې خپـــــلې مـور د پښـــــتنو په څیر

مــــا دبنـــــدګانـــو بنــــــدګې تـه بـــــد کتـــلې دي

ځکه مې يوازې د پاک خـــداى احـــکام منـلې دي

دا مشهــور متل دى چې اوبه په ډانګ بېلــيږي نه

دامنو چې قـام خـــودى يو جســـم سره شــليږي نه

بې له پـــرې کـــــولـــونه يې بله چاره کـــيږي نه

لاس پښه چې ګنده شـي نو دا جســم بيا رغيږي نه

د دوى له منځه وړل خوبس ترمـا پورې تړلى دي

دغـه ګنــــده غــــړى خــو زما دبـــدن غـــړى دى

وه ظالمــه هرڅـــه دې په زور او ظلم کــړي دي

تاته خير دښمــنه تاپه څـه بانــدې پرې کـــړى دى

تاپه کومو ســـترګو زموږ هغــه غړي وژلې دي؟

تانه کړم پوښتــنه څوک چې ســـتاپه لاره تللې دي

لاړووخت بدل شورڼې ورځې زموږتــورې شوې

دا زموږه بڼ بانـدې لمبې دا ور چې پــورې شوې

ستوغې سپکې سپورې راپسې خبرې نورې شوې

ډيرې پــاک لمنــې پښتنې پېغــلې سرتــورې شوې

پريږدو غـــــلامې او منـــډې ترړې اين وان پسې

ټول به يوجسد شو خـــوروان چې شو قــران پسې

خدايږو چې سرلـــــوړى دى منزل ته رسيدلې دى

څوک چې «نبې خېله» داســــلام په لاره تللې دې
مولوي خالص


محمود سعيد
30.11.2011

د هســـــکوغـــــرونو،ایلبندونــو، سردرو ژبه ده

دا د ګــــوربتـــــو،د عنــــقا او د زمــــرو ژبه ده

دې ســـره غبــــرګې وي نغمــــې د پسـرلیومدام

دا د ځـــړوبــــو،بلبــــلانـــــواوشپـــــــنو ژبـه ده

دې کې خبــــرې کـــول، دي دمرغــــلرو پیـــیل

ځکه له سُـــراو لَی نه ډکـــــه ،د نغمــــو ژبه ده

له دغـــــدغـــو نه ده خــــالی،خوله خـلوصه ډکه

د بزم او رزم ،د ســـــلا او د جـــرګــــوژبـــه ده

میدان یی وړی له همــــزولـــو نه په نــره دی تل

د زړورو ،تـــــوریالیـــــو میـــــړنــو ژبــــــه ده

د میلمنـــــو پالنــــــه یی کړې، تل دزړه په وینـو

د پُخــــلاینــــې،ګذشـــــتونـواو پیــــرزوژبـــه ده

بــــده یی مـــه ګڼۍ ،لــه بدو ســــره کار نه لـري

دا د ملکــــو،ښــــاپیریــــــو او دښــــــو ژبـــه ده

چې وي پخپله خوار،نوهغوته به خواره ښـکاري

دا د ښـــاغـــــلو افغـــــانانـــو،ددرنــــو ژبــــه ده

تل د ې ځلانده، تل ژوندۍاو تل دې ښاده واوسي

د ســـوو زړونو په احـــــوال د خبـــریدو ژبه ده

د روانۍ او بـــــډایۍ همـــــــتا یې نشـــته چیرته

لکــــــه دتاج غمــــی، منلې د پښــــــــــتو ژبه ده

۲۰۰۷/۲/۱۴
اسدالله زمری


محمود سعيد
03.12.2011

ټول بدن د غوښې خو د زړه غوښه خو غوښه ده

ژبې خو دي ډېرې خو پښتــــو مې ډېره خوښه ده

دې ته سورغرورهم ګونډه ماتی شي سجدې کوي

دا د پسرلي شـړۍ د لمـــــر پر اوږو خښـــــــه ده

وخت څـومره ساده دی چې ټپې مو په رسۍ تړي

چا پر شګـــــو ریګو د دریاب نیـــــــولې مخه ده

مـا ترې د زړګي جنت کابل جـــوغـــــدې راوړو

دا بره کـــوڅــــه خـــو راوتلـــې له دوزخـــــه ده

هوډ دې د قاتلې تندې مات شو چې حلال دې کړم

څنــګه ده جانانه اوس دې اور،اور سینه یخه ده؟

نن خو یې د څڼـــــو په پستـــو ګوتو کې ماته کړه
ستا«جـلان» دستا لمن کې پروت لکه شنه پخه ده

کندهارــ ۱۳۸۴


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more