د ژباړن يادښت

د نادرافشار پرضد د افغانانو پاڅونونه زموږ د هېوادني تاريخ يو داسې باب دى، چې لوستل يې هر هېوادميني او هېوادپال افغان ته د دې ډول استبدادونو په وړاندې ويښ شعور ورپه برخه كوي، ځكه په دې پاڅونونو كې موږ ته څرګندېږي چې سيمه ييز فيوډالان له ولسي خلكو سره په څه بڼه يو كېږي او بيا چې كله د نادري پوځ ګواښگـونه يا هم مادي امتيازونه ويني، نو له خوارو ولسي خلكو سره خيانت ته ملاوې تړي او په دې توګه د دوى دا كار د فيوډالي ښكېلاك او زبېښاك كركجنه بڼه په ښه ډول انځوروي.
په دې جګړو او كشالو كې د نادر ناپايه حرص او د هېوادونو د خپلونې اورنى څرك هم ترسترګو كېږي، چې غوښتل يې په خپلو استبدادونو او ظلمونو سره د سيمې ټول هېوادونه په خپلې واكمنۍ پورې اړوند كړي. هغه كموسو او بگېوسو كليوالو او سيمه ييزو خلكو ته د سرونو د منارو په ښوولو دا هيله لرله چې ټول خلك به يې په پوځ كې ورګډ شي او د ده غلامۍ او چوپړ ته به غاړه كښېږدي.
خو كله چې د پاڅونونو لړۍ پيلېږي دا اور دومره پراخېږي چې د ده د واكمنۍ تر لمنو هم غزېږي. په دې توګه: كله چې به نادر په يوه سيمه كې د پاڅون په غلي كولو او ځپلو بوخت شو، د بلې سيمې د بغاوت خبر به يې زړه او دماغ ولړزاوه. هغه د ژوند تر پايه له دې پاڅونونو خلاص نه شو. بلكې دا لړلى ارمان يې هم له ځان سره ګور ته يووړ، چې غوښتل يې د خپل حكومت بيرغونه د هر نيول شوي هېواد په پلازمېنه كې اوچت وساتي؛ په دې لنډ كتاب كې يې د ډېرو نادودو او د وياړلو افغانانو د مبارزو انځورګري شوې ده. ليكوال هم د ناپېيلتوب پر بنسټ دغه پېښې رااخيستي او هڅه يې كړې چې خلكو ته حقيقت په رښتينې بڼه وښيي.
د كتاب د اّر نوم بشپړه ژباړه (د اتلسمې ميلادي پېړۍ په دېرشمو او څلوېښتمو كلونو كې د نادر افشار د استبدادونو پرضد د افغانانو پاڅونونه) كېده، ځينو ملګرو له لنډون څخه په كار اخيستو ورته لاندېنى نوم (د افشاري استبدادونو پرضد د افغانانو پاڅونونه) غوره كړ، هيله ده بشپړ جاج وښندي او له موضوع څخه ډېر ليرې نه وي. په تلو - تلو كې له تاند شاعر او ليكوال ښاغلي عبدالجبار ترنـګ (تُرابي) څخه يوه دنيا مننه كوم چې د مسافرۍ پر ستونزمنو شرايطو سر بېره يـې د دې ژباړې په سمون (تصحيح) كې راسره بشپړه مرسته وكړه؛ همدا راز د صحاف نشراتي موْسسې له مشر، درانه دوست حمدالله صحاف څخه هم ډېره مننه كوم، چې ددې ژباړې چاپ لګښت ته يـې اوږه وركړه او د چاپ چارې يـې په مينه مينه ترسره كړې. دوى ته يوځل بيا كورودانى وايم.

په ادب

صــــالـــــح مـــــحـــمـــد صــــالـــــــح

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more