د ليكوال سريزه

د منځنيو پېړيو تر ټولو عمده ځانګړتيا دا ده، چي نه يوازې په اروپا او شمالي افريقا كې، بلكې په اسيا او په ځانګړې توګه د نژدې ختيز او منځني ختيځ هېوادونو كې د فيوډالي نظام رامنځته كېدنه او بشپړېدنه پر ځمكو فيوډالي انحصاري مالكيت او د كرګرو او عامو ځمكوالو د استثمار په وسيله له دې ځمكو څخه په ګټو اخيستنې پورې تړلې ده. فيوډالي نظام چې د ټولنپوهانو په اند د انساني ټولنې بشپړتيا ته يو ضروري پړاو دى او پيدايښت يـې پر خپل وار او وخت له نورو توليدي ځواكونو سره مرسته وكړه، دا يو نظام ګڼل كېـږي، چې اصلي پوړونه (طبقات) يـې دا دي: لوى ځمكوال او (رعيت) بزګران. چې په هغو كې بيا سياسي واك د لويو ځمكوالو په لاس كې وي، په دې نظام كې حاكمې طبقې ته (فيوډال) او محكومې ته (رعيت) وايي. په فيوډالي نظام كې د زبېښاكګرې (فيوډالې) او استثمارېدونكې طبقې (رعيت) ترمنځ طبقاتي مبارزې د ټولنيز ژوند بنسټيز څرنګوالى جوړوي، له همدې كبله په منځنيو پېړيو كې د حاكمو طبقو (لويو ځمكوالو) پرضد د بزګرانو او ښاري تشـلاسو خلكو غورځنګونه ددې دوران له جوتو ځانګړنو څخه دي، چې ډېر طبيعي ښكاري.ځكه په فيوډالي شرايطو كې بزګرانو د ټولنې اصلي برخه جوړوله، چې د حاكمې طبقې (فيوډالو ځمكوالو) په توګه اوسېدل.
د ټولنې نورې كړاوځپلې ډلې، صنعتكاران او كسبګر د فيوډالي دورې په وروستيو كې په خپلواك ډول راوړاندې شولې.
د تاريخ په ګواهي، په ختيځ كې بزګري پاڅونونه تر لويديځ پراخ او لوى وو. بايد وويل شي چې: د اروپايي ټولنې د فيوډالي ظلمونو او ستم له كبله د اروپا دهقاني پاڅونونو څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ ولړزوله او په شپاړلسمه او اوولسمه پېړيو كې يـې نور زور هم وموند او د همدغو پاڅونونو له كبله د اوولسمې پېړۍ په څلوېښتمو كلونو كې د "بورژوازي" انقلاب زېرى وركوي.
څـگرنـګگه چې په فيوډالي بهير كې د افكارو وده، په ټوليز (عمومي) ډول د مذهبي معتقداتو په ليكه كې وي، له دې كبله په ټولو منځنيو پېړيو كې دهقاني پاڅونونه ځان ته مذهبي بڼه غوره كوي او په ټولنه كې د مذهب او سلك په جامه كې ژور ټولنيز تضادونه زياتوي.
په ختيځ، په ځانګړې د منځني ختيځ په هېوادونو: افغانستان، ايران، ماورالنهر او بين النهرين كې دهقاني پاڅونونو د مذهب په جامه كې ټولنيز تضادونه زېږول، لكه: د ابومسلم خراساني غورځنګ، سنبادګبر غورځنګ، د استادسيس بادغيسي او حريش سيستاني غورځنګ، د يوسف البرم او خراساني غورځنـګ، د حكيم مقنع بلخي په مشرۍ د خراسان د سپينو جامو اغوستونكو غورځنګ، د حضين سيستاني غورځنګ، د اّذرويه مجوسي او محمد ابن شداد سيستاني غورځنګ، د بوعاصم بستي پاڅون، د اّذرك سيستاني د زوى وتل، په اّذرباييجان كې د عربو د واكمنۍ پرضد د بابك خرم دين پاڅون او د مغلو او سيمه ييزو فيوډالانو پرضد د خراسان د مشرانو پاڅون او د صفوي واكمنۍ پرضد د ميرويس هوتك په مشرۍ د كندهار د خلكو پاڅون، د هند د ګورګيانو د سياسي واكمنۍ پرضد د روښانيانو غورځنګ او داسې نور په لسګونو كرګري پاڅونونه چې زموږ په هېواد او ختيځ كې يـې د فيوډاليزم په هر پړاو كې بدلونونه رامنځته كړي چې په پاى كې يـې فيوډالي نظام له نېستۍ سره مخامخ كړ. په ټولو ځايونو كې ددې پاڅونونو لوى علت فيوډالي ګټې يانې ماليات، نورې نيمګړتياوې، فشارونه او شكنجې دي، چې كله كله به دا فشارونه بزګرانو ته په غوڅ ډول د زغم وړ نه وو، كليوالو به د اړتيا له مخې خپل كورونه او كروندې خوشې كولې او غرونو، دښتو يا هم ښارونو ته به يې پناه وړله، خو هلته يـې هم هوسايي نه ليده.
حجاج بن يوسف ثقفي ( 75 _95هـگـ) د اموي خليفه عبدالملك ابن مروان په واكمنۍ كې تر ټولو ظالـم او د خلافت، ختيزو هېوادونو د كليوالو او بزګرانو د لېږدونې لامل و، چې دې خلكو د مالياتو اخيستونكو مامورانو د شكنجو او زور زياتي له كبله يې خپلې كروندې خوشې كړې او ښارونو ته يې مخه كړې وه، ده به دا خلك " د ټولنې طفاله" او "پردي وحشيان" بلل او له ښاره يـې د بېرته ايستلو فرمان وركاوه او خپلو لومړنيو ځايونو ته يـې لېږدول، د پېژندنې په ډول به ددې تښتېدلو كليوالو پر لاسونو يا غاړو يوه ټاپه لګول كېده، چې په هغې كې به د ځاى نوم او د جزيې بيا اخيستنه د جريمې په ډول يادېده، چې دا كار مسلمانو بزګرانو ته ډېر توهينوونكى تمامېده.
په دې توګه زموږ د تاريخ ډېره برخه په فيوډالي دوران كي د فيوډالانو د ستم په مقابل كي د فيوډالي ګټو د فشارونو له كبله غرونو او دښتو ته د كليوالو او بزګرانو د ډله ييزې او جلا جلا تېښتې له كيسو څخه ډكه ده، كه څه هم دا منفي غبرګون په فيوډالي پېر (عصر) كې ډېر تكرار شو، خو اخر پرخپله بڼه پاتې نه شو، وده يـې وكړه او په كرګري پاڅونونو واوښت.
لومړني كرګري پاڅونونه تيت و پرك وو، چې وروسته يې لږ - لږ يووالى وموند، دا پاڅونونه خپلسري وو، هيڅ ډول لارښود پروګرام او تيوري يـې نه درلوده، په دې توګه د بېلابېلو مذهبونو او ډلو تر بيرغ لاندې راتلل.
په بزګرانو كې به معمولاً نارضايتي او بغاوت ورو - ورو يوځاى كېدل او كله چې به يـې زغم پايته رسېده، نو د حكومتي مامورينو د يوه ظالمانه چلند په پلمه به يـې غوسه راپارېده او د خپلسري پاڅون سبب به ګرځېده.
څـگرنـګگه چې كرګري پاڅونونو كوم ځانګړى هدف او نظم نه درلود او نه به هم ورته يوه ټاكلې كړنلار جوړېده، نو له دې كبله به نه بريالي كېدل. كله چې به په نسبي ډول كوم پاڅگون بري ته رسېده او د څه مودې لپاره به يـې حكومت هم ترلاسه كاوه، نو د لنډې مودې لپاره به يـې نوى نظم هم جوړاوه. خو دا نوى نظام به ډېر ژر ليرې كېده او په مستقيم او نامستقيم ډول به فيوډالي اړيكي بيا ژوندي كېدل، يا به سيمه ييزو فيوډالانو حكومت پر بل مخ اړاوه او يا به هم د كرګرانو استازي چې حكومت به يـې په لاس كې و، په فيوډالانو بدلېدل. يوه نوي ټولنيز نظم د پېژندنې پر بنسټ يوې كړنلار ته اړتيا درلوده، خو دا پېژندګلوي د بزګرانو له خوا نه شوه ترسره كېداى.
د كرګري پاڅونونو پاشلتيا او پروګرام نه درلودل، همداراز له يوې ټولنيزې او علمي خبرتيا څخه د دوى بې برخوالى به ددې سببېده چې واړه سيمه ييز فيوډالان له مركزه د ځان خپلواكولو او پر ګاونډيو د بري لپاره له دغو پاڅونونو څخه كار واخلي. ډېر كرګران به هم د خپلې كمزورۍ له كبله دې سيمه ييزو فيوډالي مشرانو ته تسليمېدل. كله به دوى له سيمه ييزو فيوډالانو څخه غوښتل چې د پاڅون مشري پر غاړه واخلي، ددې ډول پاڅونونو ماتې او بري سره ډېر توپير نه درلود. كرګري پاڅونونه بايد حتماً د پوهې طبقې د استفادې وړ ګرځېداى. كله به د ښارونو كسبګرو هم په دغو پاڅونونو كې ګډون كاوه، چې په دغو پاڅونونو كې ددوىګډون ددې غورځنګونو د پوهونې او يووالي سببېده. لنډه دا چې كرګري غورځنګونه په ختيځ او لويديځ كې د منځگـنيو پېړيو تاريخي بهير مشخصوي او د فيوډاليزم په بدلون، بشپړتيا او انحطاط كې ددغو پاڅونونو اغېزې تر نورو ښاري خواريكښو ډلو په ضمني ډول دا تاريخي حقيقت تاييدوي، چې د ملت يوه برخه يانې خواريكښې طبقې د تاريخ رښتينې جوړوونكې دي. په دې توګه، كرګري غورځنګونه د فيوډالي نظام له بنسټيزو مشخصو څخه دي، چې د يوه ټولنيز _ اقتصادي فرماسيون په توګه يـې د بشري تاريخ له زرو زيات كلونه ونيول، د ځينو اسيايي او افريقايي هېوادونو په تېره زموږ د هېواد يو زر او پنځه سوه كلونه يـې ونيول، خو څرنګوالى يـې په ټولو ځايونو كې يو ډول نه و، ځكه هر هېواد او د هېوادونو هرې ډلې بېلابېلې فيوډالي ځانګړنې لرلې.

كانديد اكاډميسين محمد اعظم سيستانى

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more