حکمت مليار
ما حکمت الله مليار په کال 1345 کې په کابل ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستلې او له کال 1370 راپدېخوا مې د زړه په دښته د شغر ښاپېرۍ کيږدۍ وهلې او د مينې د شپېلۍ په خواږه غږ سره يې زما د خيال بڼ تاند او ښېرازه ساتلی . کله کله مې قلم په کيسه ليکنه کې هم غزونې کړي دي. تر اوسه مې يوه شعري ټولګه د ټال په نامه خپره شوې او دادی بله يې په نږدې راتلونکې کې د خپرېدلو په ګاڼه ښکلې کېدونکې ده . د ټال په نامه دغه بلاګ مې د ټول افغان په مټ پښتو ادب ته د چوپړ په نيت په کرښه کړ. خدای دې وکړي چې وکړای شم پدې توګه د ادب د مينه والو تنده څه نا څه ماته کړم . په خپلو ارزوونو مې ونازوئ او په لار سترګې مې مه ناهيلې کوئ .
سپېلنی
زه کــــــه سپېلنی نه شـــمه ســــتا کلـــه نظر شـي مــات جنګ د توتکيو کـــــې د زړه د باز وزر شـــــــي مـــــــات ترنګ د رباب ګړز د ډول او شرنګ د جام ته ځکه مرم نه دي اورېدلي الله هـــــــــو کـــــې قلــــندر شــــي مات راشـــــه ساقي&nbsp