د ډاکتر ځلاند لخوا خپرې شوې لیکنې
تازه غزل ـ ځلاند
غزل زما د میني د ارمان خوب به ریښتیا شي کنه زه د جانان ، جانان به زما غیږي ته را شي کنه جرګه د وړانګو مې دربار ته ورلیږلي ده نن زما د خیال د اسمان لمر به نن پخلا شي کنه زمونږ معصوم زړونه دا ښکلي دوزخي کړي خدایه جوړه فتنه ورته د ښکلو له ښکلا شي کنه زمونږ د وطن له هر سپرلي سره جوړه وي خزان يو څو دا خپل يو څو پردي ورته بلا شي کنه د سر سړي را نه پردي په توره شپه وریبي
خپل ګران مرحوم ورور ډاکټر نیکیار ته
ډالۍ ! خپل ګران مرحوم ورور نیکیار ته زما د زړه زما دمیني پیغمبر خفه شوزما جومات، زما مح
لنډه كيسه ( افغان يتيم بچى په اختركې )نيازالله اصيل ځاځى ( پكتيا )
راليږونکی : نيازالله اصيل ځاځى ( پكتيا ) ټليفونشميره: 0796009211--0708198253 برېښناليکپته: niazullah_aseel@yahoo.com سرليک: لنډه كيسه ( افغان يتيم بچى په اختركې ) نېټه: 18.03.2010 13:32 افغان يتيم بچى په اختركې داخترلمړۍ ورځ وه ، دشهيد شين ګل ميرمن او دهغه زړه مورپه داسې حال كې چې خپل كوچنى يتيم لمسي يې له لاسه نيولې وپه ډير ستړى او نا توانه حالت يې دخپل شهيد شوي ځوانيمرګ زوى شين ګل قبرخواته ګامونه پورته كول ، دكلي وړو نجونو
غزل - سیدشاه خروټی لندن
هغه د مسجد او د ممبر خبري څه شویتوره شپه خوره ده دي سحر خبري څه شویملاصاحب خطبه کي دي سياست کوي خبريهغه دي الله او پيغمبر خبري څه شویذاهد هم رياکارشوچي په مکر کړي خبريداامر بالمعروف ونهي عن المنکر خبري څه شویوبا د جهالت ده ګډه شوي زموږ په کلينشته علم نشته دي هنرخبري څه شویورور چي ظلم وکړي سزاخورته ورکړل کيږيڅه شوۍ دي غيرت او دټبر خبري څه شویڅومره بےوسي ده چي په خپل کور کي مهاجرشوميؤ والي داکابل او
کمشن کار / ډاکټر ځلاند
کمېشن کار طنــز زموږ په و طن كې د هرچا خپل خپل بازاروي ، نن سبا د كميشن كارانو بازار ډېر ګرم دى، كه غواړئ د خپل هېواد تذكره كومه چې د هرافغان تبعه قانوني حق دى، ترلاسه كړئ نو بايد په هفتو او ميا شتو د مامور صاحبانو اومديرصاحبانو د دروازې ترمخې ودرېږئ، د هركس ناكس ستغې سپورې واورئ ترڅوتذكره په لاس درشي،دا يې ښه لاره ورته جوړه كړې، ځكه
طرحي غزل /ډاکټر ځلاند
دحمره بابا د مطلع په طرحه ليکل شوي ! " نن چې اشنا راته ياديږي د اختر مخه ده زړه ته د ډيرو حوادثو د لښکر مخه ده " رقيبه دا چې درته غلي شوم د يار په مخکې کمزوري نه يم کمزورې مې د دلبر مخه ده مغـلي وار دې وو د سترګو چې دې ښکته کړلي ستا دلښکرو زما زړه ته د خيبر مخه ده زما د زړه حباب ستا مينې په هوا کړو اشنا د بيلتانه سيلۍ يې وژنې د محشر مخه ده اوس راته مه وايه زاهده چې
د احمدشاه ابدالی جرګه / غلام محمد زرملوال
احمدشاه ابدالي جرګــه REGIONAL STABILITY OR SECURING COLONIAL LEGACY?
ځانمرګی - طنز/ ډاکټر ځلاند
ځانمرګی طــنز &nb
ارتبـاطي/ طنز ډاکټر ځلاند
ارتبـاطي طــنز لاسم سحرشوى نه و، چې دګړنګ صاحب د ټليفون په زنګ راويښ شوم. له سلام، کلام څخه وروسته يې زيرى راباندې وکړ چې ډېر تود خبر مې پيداکړى . ما ترې وپوښتل چې څه چل دى حکومت خوبه بدل شوى نه وي؟ ډېر خوښ ښکارې. ګړنګ صاحب- نه ظالمه لا خو مو په ډالرو تنده نه ده
سپوږمۍ ته / ډاکټر ځلاند
پورته کړه پرده سپوږمیه پورته کړهووایه ریښتیا ریښتیا دې خلکو تهڅومره مو ژوندي خلک ښخ شوي ديوڅپړه رازونه زما دي خلکو ته لوبې تا لیدلې دې په سر زمونږ ډيرو مو ژوندي تر خاورو کړي دي څنګه داسې ګونګه ګونګه ګورې نن تورې ښخې شوې په ځیګر زمونږ نن که دې غږ نه اورم نو څه خبر زه دې په قیامت له ګریوانه نیسم نورې سپوږمکې دښمن ته لار ښئي تا هم لکه ځان په بیګانه نیسم بورې میندې ژاړي خپل زامن غواړي
د اوښکو ډنډونه / ډاکټر ځلاند
د اوښکو ډنډونه جمال اوس دروغتنون يونه بېلېدونکى غړى ګرځيد لى و ، هرچا په روغتون کې د جمال او د پلوشې د مينې کيسې اورېدلې وې ،کله چې به جمال دروغتون په انګړکې دشين اسمان لاندې ، د ځليدونکيو ستورو او د سپوږمۍ په زړه وړونکې رڼا کې د روغتون نورو پېوزانو ته د خپلې مينې کيسې کولې، نو د ټولو اورېدو نکيو سترګې به له اوښکو ډکې شوې او هر چا به د باران په څېر اوښکې له
تازه غزل - ډاکټر ځلاند
غزل د سرو شونډو له کاریزه لپه اوبه را تږی زړه مې وچ دپوري غره نښتر دی شوخ نظر دې نیغ له زړه نه پوري وځي هرباڼه دې د مرګونو سوداګر دی
مړی / ډاکټر ځلاند
مــړى له مركزي دفتر څخه مې د تقررۍ مكتوب ترلاسه كړ او د خوست پر لور د كاركولو په موخه وخوځېدم ، دنده مې د خوست ولايت د عليشير ولسوالۍ په نوي جوړ شوي روغتون كې ترلاسه كړې وه..زه د معالج ډاكټر په توګه او ډاكټركريم د جراح په توګه، يوه مېرمن ډاكټره او دوه نرسان مو په روغتون كې ځاى پرځاى شوي ول.
تازه غزل - ډاکټر ځلاند
چې مې ستا له شونډو غوړپ د اوبو وکړ له کوثره له زمزمه شوم بیزار زه ستا په مینه کې ناره د انا الحق کړم د منصور په شان به خوښ شمه په دار زه چې مې ستا دمخ کتا ب تلاوت کړي جنتي په دنیا ګرځمه په لار زه که مې سرو مال دا ستا په لارکې لاړشي لا به ستا یم په لحد کې منتبار زه د نظر له کروندې یو مو ټی بنګ را لا په خودیم لا خو سم نه یم خمارزه بیلتانه راته په زړه کې ناسور جوړ کړو پریږده مړ شمه طبیبه نور بی
مينه - سائرځلاند
راليږونکی : سائرځلاند 18:37 مينه؛ژباړن : سائر زما دپنځو کالو ماشومه لور مينې يو وخت هم خپلې خولې له وار نه ورکوى زما داخيال دی چې په خپل عمر کې به هغې يو ساعت هم په چپه خوله چېرته وخت نه وى ضايع کړى دهغې دمور هغې ته ډيره ساه ډوبيږي او بيا ورته وايي ، چې چپ شه ډيرې مه وايه خو زه يې کله نه منع کوم ځکه چې دمينې چپ کښيناستل دهغې سره ښه نه ښکاري اوزه هم ديره شيبه دا چپ نه شم ليدى .يوه ورځ سحر مهال ما دخپل نوي ناول اوولسم باب ايله نيمې ته رسولی و ، چې ماشومه مينه غ
مشران( تکل) - سائرځلاند
راليږونکی : سائرځلاند برېښناليکپته: sair_zalakn@yahoo.com سرليک: مشران( تکل) نليکوال :سائر ځلاند ) منم لوستونکو چې په دې سوالونو ما يوه ماشوړه وڅيړله او اوس يې دنغښتلو چل ما له هم نه راځې خوماسره دقلم توره ده دجراح ستن او تار به ګډه ګورو موږ ټول ناروغه او ناسازه يوموږ دخپل مسيحا په لټون يو نه پوهيږو چې ناروغه وګړي به ديو پوه او ماهر داروګر غوراوى څنګه کويزموږ دزخمونو پټو له وتل
غزل - محب الله محب
غزلنن بیا په لاره تلمه چي بیا په مخه راغلهروان ومه صحرا ته چه ښکلا په مخه راغلهتوبې مي رانسکورې شوې له عقل نه پردۍ شومها مسته قلندره چي زیبا په مخه راغلهبیګاه مي په خوب ولیده چي خاندي راته گوريسحر چي راوتمه په رښتیا په مخه راغلهد ازل نه مي وجود که لازمه وه ملزومهد ژوند په دی سفر کي لکه ساه په مخه راغلهتیندکونه مي خوړلو په تیارو کي لکه ړوندد میني په مزل لکه رڼا په مخه راغلهمحبه چي مدام دی د قسمت سره په جنگ ییتقدیر به
د هوښ او هوښيارۍ مسئله / ارواپوهنه- ډاکټرځلاند
د هوښ او هوښيارۍ مسئله ډېری خلك بې زكاوته او دعوامو په اصطلاح هسې كدوان دي. ځينې خلک داسې وايي، چې د چا سر غټ وي هغه ډېر هوښيار وي، خواوسنی علم دا بې ځايه خبرې نه مني ځكه چې د ډېرو غټو سرونو لرونکي ځينې خلك احمق او ساده ليدل شوي دي. ولې ځينې خلك كم زكاوته او كم عقله دي؟ د دې كم عقلي لوى سبب د مغزو په لوري د ويني نامنظم جريان دى، هغه اندازه وينه چې مغزو ته بايد ورسېږي په پو
د هوښ او هوښيارۍ مسئله / ارواپوهنه- ډاکټرځلاند
د هوښ او هوښيارۍ مسئله ډېری خلك بې زكاوته او دعوامو په اصطلاح هسې كدوان دي. ځينې خلک داسې وايي، چې د چا سر غټ وي هغه ډېر هوښيار وي، خواوسنی علم دا بې ځايه خبرې نه مني ځكه چې د ډېرو غټو سرونو لرونکي ځينې خلك احمق او ساده ليدل شوي دي. ولې ځينې خلك كم زكاوته او كم عقله دي؟ د دې كم عقلي لوى سبب د مغزو په لوري د ويني نامنظم جريان دى، هغه اندازه وينه چې مغزو ته بايد ورسېږي په پو
هغه څه چې بايد د مغزو په اړه پرې پوه شو/اروا پوهنه ډاکټر ځلاند
هغه څه چې بايد د مغزو په اړه پرې پوه شو ماغزه چې د انسان په كوپړۍ كې ځاى پرځاى شوي دي ، لږ څه بيضوي شكل لري. ماغزه د ټولو احساساتو او اعصابو مركز دى اويوه لويه كارخانه او دستګاه ده، چې د دندې او جوړښت له نظره نوې او مډرنې الكترونيكي دستګاوې او كارخانې ورسره هېڅ د مقايسې وړ نه دي. د نړۍ ډېر پرمختللي ماشين الات ورته ډېر كوچني او