پورته کړه پرده سپوږمیه پورته کړه
ووایه ریښتیا ریښتیا دې خلکو ته
څومره مو ژوندي خلک ښخ شوي دي
وڅپړه رازونه زما دي خلکو ته
لوبې تا لیدلې دې په سر زمونږ
ډيرو مو ژوندي تر خاورو کړي دي
څنګه داسې ګونګه ګونګه ګورې نن
تورې ښخې شوې په ځیګر زمونږ
نن که دې غږ نه اورم نو څه خبر
زه دې په قیامت له ګریوانه نیسم
نورې سپوږمکې دښمن ته لار ښئي
تا هم لکه ځان په بیګانه نیسم
بورې میندې ژاړي خپل زامن غواړي
ووایه چې چيرته ځوانیمرګ ښخ دي
کونډې شولې پیغلې په هرکلې کې
ووایه ژوندي که پس له مرګ ښخ دي
وژنې ماشومان د مور په غیږه کې
دغسې دورې خو تالیدلې دي
ګورې څه توپیر په فرعونیانو کې
تیرې زمانې خو تالیدلې دي
ښه ده چې بې زړه ته پیدا شوي يې
زړونو کې بلا چوړ توفانونه دي
سترګو مو بلا اوښکې توي کړي دي
څیرې مو له سره ګریوانونه دي
ښه ده چې په ځمکه ته پیدا نه يې
سره تبۍ د اور دا ګرځیدلي ده
ښه ده چې اوږده ده فاصله ترمنځ
ځمکه په بل لور راګرځیدلي ده
ته هم په ګناه زمونږ شریکه يې
ستا رڼا ته غلو کلي لوټ کړي دي
تابه نظاره په چوپه خوله کړله
دښمن راته په شپو کلي لوټ کړي دي
ماته په ساده نظر ونه ګوري
ستا په سازشونو زه خبریمه
دوی خپل قاصدان در استولي دي
ستا په ټولو ژمنو زه خبر یم
تا کې ارمسترانګ د بلال غږ اورې
تا به دا خبرې اوریدلي وي
زه دې نن ایمان ته رابلم سپوږمۍ
تابه د ایمان زڼا لیدلي وي
ته د مسلمان زړه ته تیاره ښکاري
ځکه ستا سینه کې تور داغونه دي
لمر ورته ګوته په غاښ ګوري نن
دومره نن راڼه دا مومن زړونه دي
نن درنه یوه وعده په زور غواړم
ځمکه له دښمنه پاکومه زه
ګوره چې بیا ته ورته ځای ورنکړي
اوښکې ننواتي درلیږمه زه