د Khan Kakar لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل/ خان زمان کاکړ

  تر  دې  د  جبر  انتها   وایه   څه   نوره    کېږي چي  مو  د  ژوند  پېژندګلو  د  بم  له شوره کېږي  

07.10.2009 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

 زموږ د زړونو بُتان مات کړي ستمګر وختونه هره خدایي راله میرات کړي ستمګر وختونه   په دې شتمن وطن کي ځان بلا نېستمن ووینم چي

16.09.2009 Khan Zaman Kakar

د پښتنو د سياست رنځورې رويې/ خان زمان کاکړ

 منطقي خبره هم دا ده، چي کله دښمن ورک شي، جنګ ګران شي. خلک پر  ورکو لارو د يو تصوراتي هدف په لور سفر پېل کړي. پښتون په ټولنيزه توګه نن په يو داسې پړاؤ ولاړ ښکاري، چي د يو بربنډ دښمن د ليدلو له توانه هم لوېدلی دی. پرون مبارزه ډېره اسانه وه، ځکه چي دښمن معلوم وو. فکر کوم، د پښتنو په تاريخ کي به باچاخان لومړنی قامي مشر وو، چي پښتنو ته يې خپل دښمن په ډېر څرګند ډول په ګوته کړ. ځکه نو هغه وخت په تحريک او سياست کي د جذبې او قربان

13.09.2009 Khan Zaman Kakar

د دوي حق به منو/ خان زمان کاکړ

دوي مي د ټول قام وارثان دي، د دوي  حق  به  منو خو  بس  د  ذهن  غلامان دي، د دوي  حق به  منو   دوي د قام سترګي دي، د قام په سترګو ګوتې منډي

11.09.2009 Khan Zaman Kakar

خوبونه، نه مري / خان زمان کاکړ

د احمد فراز ژوندي، انقلابي او روماني خوبونه  

30.08.2009 Khan Zaman Kakar

بدلېدونکې نړۍ او ادب / خان زمان کاکړ

د ژوند ښکلا له تغیر او تبدل سره ګنډلې ده. په انساني ژوند کي هم ددې جدیدیت د عمل له لاري فطرت خپلي نوي نوي دروازې پرانیزي ، انسان د ساینس، فلسفې، سیاست او ادب په زور خپلو ارتقایي پوړیو ته خېژي او د ښه نه د لا ښه پلټنه کوي. د ترقۍ او ارتقاء د روایتي اپروچ نه یو خوا ته موږ ته په انساني ژوند کي د روانو بدلونونو معیار کتل دي. موږ هغه وخت د بدلون پر ماهیت او هئیت یو سیرِ حاصل بحث کولی شو، کله چي په ټولنه کي موجود طبقاتي حقیقتونه

27.08.2009 Khan Zaman Kakar

پنجابي طالبان، فساد او کاروبار / خان زمان کاکړ

د پاکستان په اوسني صورتحال کي دا حقیقت بېخي څرګند دی چي طالبان تر کومې ځانګړې سیمې ملاکنډ ډویژن، وزیرستان او پېښور پورې محدود نه دي. موږ په تکرار سره دا خبره کړې ده، چي طالبان صرف یوه قام ته منسوب نه دي. لکه څنګه چي د پاکستان جها

23.08.2009 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

    مُلا  به  ځي  مُلا  به  خود  زياته له  ښاره  باسي د ساينس په زور چي و اسمان ته خلک لاره باسي  

21.08.2009 Khan Zaman Kakar

د يويشتمې پېړۍ پښتون، ملي مسايل او ملي نجات / خان زمان کاکړ

پرعلمي او ساینسي بنسټ د نړیوالو حالاتو څېړونکي او څارونکي پوهېږي چي د پښتنو د ملي ستونزو د ادراک عمل نیمګړی دی. منطقي لامل او دلیل یې هم دا کیدی شي، چي د پښتنو د ملي خدوخال تصویر او تصور نیمګړی، مات او وران دی. ویل دا غواړم  چي پښتانه دملي حاکمیت خاوندان نه دي، قامي وحدت نه لري او دیو مرکز د نشتوالي له تاریخي جبر سره مخامخ دي. نن دیویشتمې پېړۍ  د ساینسي عروج او انساني معراج پردې انقلابي پړاو هم پښتانه د خپلې ژبې د فطري او

19.08.2009 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

پړاؤ  د ځان وژني دی، څېرې په وینو ښکاري د اوښکو د تصویر کرښې مو سرې په وینو ښکاري   ترڅو به مو فکرونه د بارودو بنديوان وي تر څو  به مو  انداز  د ترانې په  وينو  ښک

17.08.2009 Khan Zaman Kakar

د دماغ ساینس/ راټولونه: خان زمان کاکړ

بې خوبي د دماغ د نوو خُلیو د جوړېدلو په لار کي خنډ   یوه تازه څېړنه وایي چي دبې خوبۍ له کبله د دماغ د نوو خُلیو جوړېدل درېږي. د فرفسټن پوهنتون یوه ټیم پر موږکانو د تحقیق په ترس کي ثابته کړې ده، چي د بې خوبې له کبله د دماغ هیپوکمپس

30.07.2009 Khan Zaman Kakar

حوادث / خان زمان کاکړ

لکه برېښنا ناڅاپه ښکار د حوادثو شمهد ورک منزل په لورې لار د حوادثو شمه

29.07.2009 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

نه  به  یې خط  لولم  او  نه  به  یې  سلام   اخلم اوس   له    جانانه   د   کلونو   انتقام   اخلم  

24.07.2009 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

  نه غاټول ګل کړي، نه سُرخي مو په غوټۍ کي راوړي سپرلی  چي  راشي  نو بمونه  په ځولۍ  کي  راوړي   موږ شل  کلن   په دې نظام  کي سل&n

22.07.2009 Khan Zaman Kakar

د بلوچستان د مزاحمت نوی انداز / خان زمان کاکړ

پاکستان او بلوڅ په شپېته کلن پارلیماني او هم مزاحمتي پټ پټوني کي یو دبل سره ایډجسټ نه شول. ځکه چي د ړومبني سره د پاکستان په ریاستي ډهانچه کي د پښتنو غوندې د بلوڅو  الحاق هم پر غېر فطري بنیادونو استوار وو. تاریخ لوستونکي پوهېږي، چي په زور سره ګنډلي په زور سره بېلېږي. د بلوڅو د الحاق په ضد ړومبني مزاحمت د شهزاده عبدالکریم په مشرتابه کي دا څرګنده کړه چي بلوڅ یې په جبر له پاکستان سره وتړلو. د پاکستان د فطرتِ ریاستي مطابق دا ړومبنۍ

21.07.2009 Khan Zaman Kakar

طالبانایزېشن او د پاکستان رسنۍ / خان زمان کاکړ

په لوی افغانستان کي چي سامراج کمیونیزم ته د ماتي ورکولو لپاره د انتهاپسندۍ خورولوکومه حکمتِ عملي خپله کړه  او ددې موخې د ترسره کولو لپاره چي یې پاکستان په کومه توګه استعمال کړ، د هغې د اغېزو نه تر اوسه پوري ټولنه راوتې نه ده. اوس دې انتهاپسندۍ د یو داسي رجحان بڼه خپله کړې ده چي د ټول انسانیت لپاره جان لېوا ده. دهم دې انتهاپسندۍ د خېټي نه هیروین او کلاشنکوف کلتور او ځانمرګي بریدونه راوزېږېدل. انساني او ټولنیز ارزښتونه د یوې غمیز

20.07.2009 Khan Zaman Kakar

غزل / خان زمان کاکړ

خدایزده که بیا مو قافلې د ژوند په لار وختې فنکار توبه وکړه،  سندرې مو په دار وختې    پام چي په بم مي د رحمان غوندي ونه نازوﺉ

19.07.2009 Khan Zaman Kakar

مینه به کوم/ خان زمان کاکړ

 تور محتسب دي پر مخو باندې پردې غوړوي                 قاضي دي نه پرېږدي د نجونو اتڼونه دلته                    د پښتون تور رواج دي لارې د ګودر بندوي&nbs

18.07.2009 Khan Zaman Kakar

ړنده اسره / خان زمان کاکړ

چي پېدا شوی یم یو شور اورمه                                    یو څه خو شته، یو څه خو کېږي ضرور               &n

17.07.2009 Khan Zaman Kakar

د نن تماشې او د سبا فکر / خان زمان کاکړ

دا وخت که موږ په دقیق نظر د نړیوالي سیاسي منظرنامې  جاج واخلو نو دیو ژور ابهام، تضاد اوتصادم نه سیوا به بل څه په نظر رانه شي. سیاسي جنګونو خپلي پېژندل شوي څېرې بدلي کړي دي او په ډېر لنډ مهال کي د سیاسي وارونو مختلفي مرحلې مخې ته راځي. ټوله دنیا دیوې مخصوصي طبقې ملکیت جوړ شوی دی. په تېره بیا د پاکستان غوندي استعمار نواز ملکونه خو د غیر فطري سرګرمیو ځالي دي.په پردیو خېراتونو ژوند تېرول یو محال کار دی. په فریاد او قرارداد د حق غوښتني مرحله خپل

16.07.2009 Khan Zaman Kakar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more