د Khan Kakar لخوا خپرې شوې لیکنې
کاروان او کابل........./خان زمان کاکړ
ما د کاروان د چنارونو مرثیه تر ګران کابله يوسيما نه کاروان، نه مي کابل ليدلیزه د کاروان په نغمو تنده د کابل ماتومعن لکه څوک چي د ټاګور په مناجاتو تر باداره رسيداسي په يو کارواني خيال تر کابل جانه رسمکاروان کعبې ته لاړو، کور ته ترې حاجي راستون شوزه لا زيارت ته تللی نه يم د کاروان او کابلزه د تاريخ د ډېرو لويو تراژيديو بچیزه د تاريخ په يو خوړجنه غلامۍ کي پېدانه د کاروان غوندې نغمې نغمې د شاتو ويالې
ادبي جايزې........../ خان زمان کاکړ
موږ د خپلو هنرونو محافظ يوپر ځان فرض ګڼو لمانځل د دانشوروسږ کال هم مو جايزې دي اعلان کړيموږ ته ولېږۍ پياوړي کتابونهافسانې، شعر، تحقيق او ناولونهاعتراف ستاسو د زيار پر موږه پور دیجآيزې او مډالونه ستاسو حق ديخو زموږ د ادارې اصول به ټول نيسۍ په پام کيچي پنځوس فېصد نومرې به پر کتاب وياو پنځوس فېصد نومرې ورکوو داسيچي به سر د ليکوال ګوروچي د عقل يوه زره ورپکي نه ويزموږ لويه جايزه ب
اشتهار............. / خان زمان کاکړ
سبا اتوار دی، د اتوار بازار مو هېر چي نه شيد وېړيا بيې او د ښه معيار سامان به راځياې د ساينسونو او هنر قامونوزموږ نوموتې کمپنۍ درباندي زېری کويدا ځل يو ډېر معياري څيز ستاسو خدمت ته راوړيستاسو پکار دی، تاسو کار ترې اخلیموږ ته بې کاره پروت دی، موږه ته اوزګاره پروت دیزموږ په ټول هېواد کي هيڅ قدر ددې هم نشتهددغه څيز په استعمال دلته څوک نه پوهېږيدلته ددې "سپلای" "ډيمانډ" نه لريزموږه دا څيز کا
جب راج کريگی خلقِ خدا............../ خان زمان کاکړ
د تيونس عوامو يوه ډېره درنه تاريخي فريضه دا تر سره کړه، چي د محنت کش انسانيت اعتماد يې بحال کړ، په زمکه کي يې د امکان او ګنجايش څرک ولګاوه. چي ځپلي او ربړېدلي انسانان د خپل سرنوشت په ټاکلو کي توانا او طاقتور دي. په نيژدو وختونو کي به هر عوامي بغاوت د امېد او مزاحمت ددې سرچينې مقروض وي.
ويکي ليکس او بهروپيا کردارونه/ خان زمان کاکړ
ويکي ليکس هيڅ ونه کړل، صرف د واکمنانو او سياستدانانو منافقت يې په نړېواله کچه افشا کړو. له دې منافقت سره سيميز اولسونه له وړاندي اشنا وو يعني د امريکې دې ډيپلومېټک کېبلز د information نه زيات د confirmation کار وکړو. يوه خبره دا پکي د ډېر وضاحت سره مخې ته راغله، چي د اوسنيو واکمنانو او سياستدانانو لپاره diplomacy او hypocrisy دوه مترادف لغتونه دي بلکې په حقيقت کي نننۍ diplomacy د duplicity په مانا ده. د نړۍ س
غزل / خان زمان کاکړ
لافه د ننګ مو د رښتيا په وخت پېغور پاته شوه د بابا توره وه، تېره وه خو پر کور پاته شوه د برالبې مځکې په سينه جمود خنجر ومانډهبېا ترېنه مړ بچی پېدا شو، بوره مور پاته شوه
غزل/ خان زمان کاکړ
د سړيتوب پکي يوه وړه خبره نشتهپه دې وطن کي د دستار خلک له سره نشته په دې نظام کي کبيره ګناه ده فن او تخليقپه دې نظام کي خطاطي شته خو سندره نشته
شعرونه، شعارونه او ښکنځلې / خان زمان کاکړ
شعرونه، شعارونه او ښکنځلې د ژوند او انسان د تعلق او تعامل پېداوار او پنځونې دي. څه جامد او حرفِ اخر اصولونه نه لري. د ژوند او انسان تعلق متغير او ارتقايي خاصيت لري. شعرونه، شعارونه او ښکنځلې څه دي؟ زما په اند د ژوند او انسان د معيار په تول يې پيژندګلو ده. يو ښه شاعر له شعارونو او ښکنځلو ښه شعرونه جوړولی شي او يو څوک ډېر ښه شعرونه په شعارونو او ښکنځلو بدلولی شي. ضر
عزم، حوصله او جدوجهد/ خان زمان کاکړ
د سر د بقاء په جنګ کي د پښتون قومي تحريک له خپل مرام سره کمټنټ بېخي په څرګنده توګه ثابتوي، چي تحريک په دې مبارزه کي د کوم کنفيوژن ښکار نه دی بلکې له دې حتمي پرېکړې سره مخ په وړاندي روان دی، چي په دې خاوره کي به يا خېر او يا شر حاوي پاتې کېږي، د دواړو موجودګي بېخي ناممکن امر دی. د ژوند او مرګ په اخ و ډب کي غېر جانبدار پاته کېدل دښمن ته مرسته مهياء کول دي. په پښتونخ
نهه کلن ناين الېون / خان زمان کاکړ
ناين اليون نهه کلن شو. په دې نهه کلنه دوره کي د ترهګرۍ مظهر په نړېوال سياست کي يو بېخي وسيع البنياد ټرن ثابت شو. افغانستان د خپل ځانګړي جېو پوليټکل موقعيت په سبب براه راست د عالمي تبدل په پروسه کي تر ټولو زيات متاثره واقعيت دی. يو دلچسپ حقيقت، چي سرچينه يې د ناين الېون د سياست په فينومينا کي ده، هغه دا چي افغانستان د اسيا نه بلکې د دنيا زړه دی. که دا زړه ناښاد او
تر انتظار پورته خو پاکستان ............/ خان زمان کاکړ
استاد نجيب منلی د پښتو د معاصر ع
خېبر پښتونخوا او د غلامې خاورې سرنوشت / خان زمان کاکړ
رښتيا خبره دا ده، چي که خېبر پښتونخوا د لر وبر يو افغان د هدف د نظر انداز کېدنې باعث نه شي، نو د پاکستان په چوکاټ کي د محکومو قامونو د مبارزې په تاريخ کي ښه لاس ته راوړنه ده. اطمينان پر خپل ځاي (په غلامۍ کي اطمينان مشکل وي)، خو مهمه خبره دا ده چي بايلات نه دي شوي بلکې يو شی ګټل شوی دی، يو حقيقت ومنل شو. له حقيقت سره چي کوم تريخ ګوټ (خېبر) له حلقه تېر کړل شو، پر هغه جذباتي کېدل کوم