د سيد لخوا خپرې شوې لیکنې


د ولولې تنها ښايستوکې غزل

د ژوند هره شېبه کې له ارمان سره مېلمه يم

14.08.2009 – سيد شاه سقيم

د بلا بولک د یوې پیغلې جسدـ اغلې بلېنډه بدرۍ

زه او دوه وړوشکي وروڼهد ډیوې تتې رڼا تهیو کتاب ته سره ناست ووما به توری ورته تېر کړدوی به دواړو سره غبرګ کړها نو عمره وړه خور مېپه زانګو کې په غومبر وهمور مې ستن په لاس په خوا کېد ټیکري په پيڅه بوختهدا ټیکری مې د واده وومونږ د کلي خوارې جونهد ورېښمينو سالو چرتههلته ها خوا دیواله تهپلار مې ناست راډیو په لاس کېپه راډیو کې خبرونهجنګ، وژنې، او بمون

14.08.2009 – سيد شاه سقيم

دغه پاکستان دى ــــــــ حليم شملزى

وايه چې پاکى يمه اصل نه پردى يمه مه وايه پښتو په کې ملک ته دي تاوان دى دغه پاکستان دى زه به دي پټان بولم شته به دي د ځان بولم دا خبرې پرېږده چې تاريخ مي د افغان دى دغه پاکستان دى تا به مجاهد کړمه غل به دي قايد کړمه وژنم که دي خير دى ډالر خو راروان دى دغه پاکستان دى تاته مزدوري شته ده هم چوکيداري شته ده ته خو نر پټان يې ټول مشکل تاته اسان دى دغ

14.08.2009 – سيد شاه سقيم

زمونږ په داسې پښتنو باندې لعنت دى ــــ حليم شملزى

چا چې پلورلى په کالدارو افغانيت دى زمونږ په داسې پښتنو باندې لعنت دى چې خپل تاريخ هېروي خاوره ناموس خرڅوي چې راضي شوى په پردي پاکستانيت دى زمونږ په داسې پښتنو باندې لعنت  دى چې ازادي نه غواړي د بل سيالي نه غواړي چې بې ننګي يې ګرزېدلى اوس عادت دى زمونږ په داسې پښتنو باندې لعنت دى

14.08.2009 – سيد شاه سقيم

غبرګ عبدالله : غتې غتې بمونه واچوئ ـــ زړګی افغان

دا هغه خبره ده چې د ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند ښاغلي غبرګ عبدالله  (( عبدالله عبدالله )) به په نیمه نیمګوره پښتو هغه وخت له خبري رسنیو سره د مرکې په ترځ کې  کوله چې امریکايي الوتکو به پښتني سیمې بمبارولې او ویل به یې (  موژ امریکایانو ته وایو غتې غتې بمونه واچوی واله چاره نه کوي) یانې لوی لوی بمونه استعمال کړی واړه بمونه چاره نه کوي. د شل کالو درواغجن عبدالله د پښتنو د بیلتون، ځانځانۍ او له واک څخه د بیلوالي له کبله اوس نو د خپلې خیالي نړۍ په داسې یوه چاپیریال کې چکر وهي چې پ

13.08.2009 – سيد شاه سقيم

د واده کلى ــــ نوريه وهاب شيلګرۍ

  په ګڼ شمېر پښتني سيمو او خاص بيا زمونږ د اوسېدو په کلي کې چې کله هم کومه پېغله ودېږي او د واده شپه يې وي نو د کلي نجونې او د پېغلې ټولې ملګرې د ودېدونکې پېغلې کور ته راځي له هغې پېغلې سره چې سبا يې واده کېږي شپه ويښه تېروي او د پيغلې سره د پاتې کېدو د وخت زياته ‎برخه د پېغلې په سينګار تېروي .   د کلي پېغلې نجونې د ناوې سينګار لومړى د ه

12.08.2009 – سيد شاه سقيم

هسې نه خداى مه كړه كه ووشي داسې ــــ سيد شاه سقيم

يه د خوښيو او زرګونو هوسونو كوره  ! د مينې كوره !  د سپرليو د ښكلا بوريه ! د شمله ورو ، برېتورو پښتنو وطنه ! يه  افغانو مهاجرو ماشومانو ځانګو ! خداى دي له بدو سترګو داسې په امان كې ساته لكه چې پېغله د لاهــــــــــ

11.08.2009 – سيد شاه سقيم

د استقلال شهـــــــيــــــد ـ شهيد عبدالجميل شيلګرى

چي واک مي خپل کړ هغه نیا زمن یمدروږ د میني صادق مین یمسر مي پر ې شوى زخمي په تن یمپه وینو لژند کلګون کفن یمشهید په خاوره د خپل وطن یم شیرین وطن  مي وځانته خپل کی خلاص مي له قیده څخه د بل کیلکه په خوا وو یو مي په سل کینوزه به ولې په مرګ خوږ من یمشهیدپه خاوره د خپل وطن یم تر خپلي مېني مي ځان قربان کیپه خپلو و

11.08.2009 – سيد شاه سقيم

مونږه ولې وهل کیږو ؟ جميل اخوند زاده

ګلان تویې شول په بڼ کښېبورالاړه په غوغا شوهدخزان بادونه راغللمالیارهم لاړو دښمن شوکاغان راغلل او دیره شولسرهَ ګلونه چورتالاشو»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»داګلشن خوهاګلشن ووچې دزړه وینې مو ورکړېډیرپه مینه اوخواري موڅوګلونه وو کرليڅه خوږې خوږې نغمې به بلبلانو دلته ویلېخودچاداپیرزون

11.08.2009 – سيد شاه سقيم

سترګې دې خمار ليږ خو راوګوره ـــــ کاکړ

کړمه انتظار ليږ خو راوګوره ژوند مي ناقرار ليږ خو راوګوره  مينې دې والله ستي ستي کړمه زه کوم اقرار ليږ خو راوګوره  خوښ مي يې خوښېږې مې خوښي راکړه دغه زما ګفتار ليږ خو راته وګوره مه کوه ګيلې او بهانې اشنا نشته دی اغيار ليږ خو راوګوره شپې مې ستا راتلو ته شوګيرې کړلې  سوځم په انګار ليږ خو راوګوره مينه دې نشه ده نشه يي دې کړم سترګې دې خمار ليږ خو راوګوره  زه کا

10.08.2009 – سيد شاه سقيم

که مو ورته سم ځواب ووايه نو ........

دا څه شى دي . ښه فکر وکړئ او ځوابونه ورته وواياست . يو دى دوه کېږي نه دوه دي درې کېږي نه درې دي څلور کېږي نه څلور دي پېنځه کېږي نه پنځه دي شپږ کېږي نه شپږ دي اوو کېږي نه اوو دي اته کېږي نه اته دي نهه کېږي نه نهه دي لس کېږي نه لس دي يوولس کېږي نه يوولس دى دوولس کېږي نه دوولس دي ديارلس کېږي نه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

10.08.2009 – سيد شاه سقيم

انګرېز راغلى دى اسلام له کندهاره باسي ـ عفت ملالۍ

وخت غماز ګر شو بلبلان مو له ګلزاره باسي سپرلى له ګلو بېلوي ـ ګل له بهاره باســـــــي بس چې ژوندون يې وقف کړى محبت د پاره په دغه جرم مي لالى خلک له ښاره باســـي غواړي په دين او ديندارۍ زمونږ باور کړي ختم غليم په ډېر جيديت کار کړي مونږ له کاره باسي ځم د ميوند ملاله بېرته پاڅووم له قبره انګرېز راغلى دى اسلام له کندهاره باسي زما په ملک کې فيصلې کېږي په داسې قانون ظالم ته واک سپاري مظلوم له اختياره باسي قلم ترې اخلي او

09.08.2009 – سيد شاه سقيم

دا مي وعـــــده ده د اختر په سهــــار خــوله درکـووم ـــ سيد شاه سقيم

رخصت يې اخيست غـــــلې،غـــــلې ژړېـــده تېره شوهخالقــه ! دادى بيا پر دوو زړونو چــــــــــــاړه تېره شوه   لکه ماشـــــــوم راته ژړېږي بيا دي شـــــونډي غواړي د زړه لـــــــه مخې مي يوه پېغلـــه تلـــــــــوسه تېره شوه ستړي نــــظر مي

08.08.2009 – سيد شاه سقيم

تورکارغیه ! ته اوس دسپرلي خبرې مکوه

نورزمونږپه وړاندې ددوستي خبرې مکوه چوپ شه دروغجنه  ! دیاري خبرې مکوهتا مو په زانګوکښې ماشومان راته وژلي ديته دوخت فرعون دزندګي خبرې مکوهتامودګلونوبڼ په سرووینولړلی دیتورکارغیه ! ته اوس دسپرلي خبرې مکوهخدایګودماشوم مقتول ۱  تصویرډېرژړولی یمبس جمیله نوردخوشالي خبرې مکوه۱: دخوست ښار هغه دغیږې ماشوم چې صلیبیانو شهید کړ   جمیل اخندزاده

06.08.2009 – سيد شاه سقيم

دا به نو نه پېږنئ!!!!؟ ـــ نوريه

ګل یې نه لري بلبل یې لريکلی یې نلري ښاريې لريمور یې نلري پلار یې لري ؟؟؟؟؟؟ رالېږونکې اغلې نوريه

06.08.2009 – سيد شاه سقيم

لر او بر کې ــــــــ سمیع الدین افغاني

په لر او بر کې نن بې شمیره انسانان مريله هرې خوا نه افغانان مريڅوک د طالب څوک ترهګر په نامهڅوک داجیر څوک دنوکر په نامهزموږ زاړه زموږ تنکي، تنکي ځوانان مريله هرې خوا نه افغانان مريدنیا روانه ده کیهان لټوي په علمیت کې ټول جهان لټويزموږ مکتب زموږ شاګردپوه استادان مريله هرې خوا نه افغانان مريمونږ انسانیت او عد ا لت یادوومونږ تل انصاف او صداقت یادووخو په عمل کې هم منصف هم مسلمان مريله هرې خوا

05.08.2009 – سيد شاه سقيم

دخيالونو سمندر ـــــ سيدمحمد زرمتى

دسوچونو په څپانده کی لاهو شوم٠زما دخيالونو ددنياد څپانده سمندرڅپي دومره توپاني وې،چی زه یې يوه لري مزل ته يوړم٠له ما څخه اسنۍ نړۍ هېره وه ٠زه يوې دخيال دنياته تللى وم ٠٠اخ داڅومره ښکلې وه٠کاشکې دا رښتياواى٠٠کاشکې دغه يو معراج نه واى٠ما هرڅه ليدل٠ماته هر څه  انځور کېدل٠زه ماشوم٠هو بيا ماشوم٠پخپله کوڅه کې مې له نورو ماشوانو سره لوبې کولې٠ زمونږلاسونه دباران دډنډ په خټو ککړوو٠مونږله خټې څخه جوړکړي توپونه ويشتل٠دهر چا د توپ غږ به چې لوى وو،هغه به د خوښۍ ټوپونه وهل

05.08.2009 – سيد شاه سقيم

ټپي ستوري ------ اجمل اټک يوسفزی

باران   لرو ،  مليار  لرو   خو سره  ګلان   نلرو اوښکې  لر و خو  ورته    غاړه  کې  ګرېوان   نلرو سپرلی  به  راشي  هر يو بوټی  به  ژوندی  ژوندی  شي څانګې  به  شنې شي خو افسوس چې بلبلان  نلرو د  بې  ازاره   توتکۍ    قاتلان   ښه    پېژنو ښکاره  غيرت 

05.08.2009 – سيد شاه سقيم

سم لاسي مشاعره

د زړه په تخت له ناست سلطانه سره ډېر ستړى يم د سپينې خولې له تور ارمانه سره ډېره ستړى يم

02.08.2009 – سيد شاه سقيم

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more