نورزمونږپه وړاندې ددوستي خبرې مکوه
چوپ شه دروغجنه  ! دیاري خبرې مکوه

تا مو په زانګوکښې ماشومان راته وژلي دي
ته دوخت فرعون دزندګي خبرې مکوه

تامودګلونوبڼ په سرووینولړلی دی
تورکارغیه ! ته اوس دسپرلي خبرې مکوه

خدایګودماشوم مقتول ۱  تصویرډېرژړولی یم
بس جمیله نوردخوشالي خبرې مکوه

۱: دخوست ښار هغه دغیږې ماشوم چې صلیبیانو شهید کړ

 

جمیل اخندزاده