د آرمانونو په ګلونو روژه ماتی کړمه
زه په رنګه رنګه سوچونو روژه ماتی کړمه
چې د خندا نصیب مې کور ته راشي
زه د زاریو په څاښتونو روژه ماتی کړمه
چې د ټوپک ځای شي قلم ته میراث
رب ته د عجز په نفلونو روژه ماتی کړمه
چې د ډیوو په زړه کې لاره وکړم
د تږو هیلو په خالونو روژه ماتی کړمه
د ویاړ له تږو لېمو اوښکې څاڅي
د ورکو وړانګو په آهونو روژه ماتی کړمه
خدایه چې کله به ترې لاس کړم را تاو
همیش د سولې په یادونو روژه ماتی کړمه
د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت
21.09.2008
- ahmadi
مرګیه! که زما بڼ د ژوند په شیرینو ښکلاوو مالامال او د خوځیدو بهیر یې په طبیعي توګه پر مخ روان وي نو تا ته څه تاوان رسیږي؟ که دلته ښکلاوې له خپلو ښایستونو سره څنګ په څنګ لوبیږي، که دلته د بلبل او بوار په ځالګیو باندې د موسکا وږمې میلمنې وي، که دلته د سهار په سپینه غیږه کې هر یو ګلاب د نوي ګهیځ سره په خپلو ګلابي جامو کې د لیدونکو زوړنه خوشحاله کوي نو تو خدای د داسې یوې منظرې نابودي دې لوریږي؟مرګیه! که زما د بڼ ګلونه خندان وي، تازه وي، سمسور وي، د خپلې ښکلا ننداره کوي، د عطرو د خورو...
21.09.2008
- ahmadi
د زیړو ګلو باغ ته په ټوپو ټوپو ورځمد زړه د باغچې ګل مې په منګولو کې راوړمشمله به د ښکلاوو سر تر پایه شي رنګینهځولۍ ځولۍ رنګونه په ځونډیو کې ټومبمد مینې په ثنا به د ښایست حرم کړم فتح خوږه خوږه خولګۍ به د سرو شونډو ورلیږمکمال مې را نیولی د بوډۍ د ټال له سیمېله پورې وورې غرونو به مې غیږه تاووم د هیلو ستر جانان ته مې زارۍ دي پرې لیکلېزرغونه دروازه په لوړ افق کې درومکاروان د ښکلاګانو راته داسې ژمنه کړېد وړانګو په منګولو کې به دا سمه او غر ږدمد ژوند ن...