سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت تر ټولو لوی هېواد دی . سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین ، په جنوب ختیځ کی د عمان ، په ختیځ کی د قطر ، په شمال کی د عراق ، کویت او اردون سره گډې پولې لري . مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع او پایتخت یی الریاض دی . د سعودی عربستان د مځکې سطحه اواره ده . د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی . د هېواد په لویدیځ کی غرونه شته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی یي د عسیر غر موقعیت لري . په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نشته.
په ۱۶ مه پیړۍ کی عربستان د عثمانی حکمرانانو لاس ته ور غلی ؤ . په ۱۸ مه پیړۍ کی یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړه . دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده ) خپروي چې د الوهابیة په نوم یادیږی . الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی ده . په ۱۹ مه پیړی کی د سعودی کورنۍ د مصر او عثمانی دولت په خلاف جگړه وکړله . په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیولو . په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د برتانیا د پوځ له خوا ونیول شول . مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول . سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو . ( ويکيپېډيا )
د سعودی حکومت د سخت دریځي پالیسي ترڅنګ یو انحصاری شاهی سیستم حکومت جوړکړ چی د یوي کورنې له خوا د حکومت ټولي چاري اداره کیږی او ډيرمحدودیتونه اوبندیزونه یی په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلي وه . په ټولنیزوچاروکی هغوي ته ونډه نه ورکول کېدله ، دا او داسی نور سیاسی محدودیتونه یی ښه مثال کیدلی شي .
د سعودی د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده . په سعودي عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندي او د هر قانوني اقدام له پاره یي د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتيا درلودله . همدا راز ښځوته په کاري ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیدلو . له همدی امله سعودي عربستان د ټولې نړۍ له تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ ؤ . ډیرو مدنی او سیاسی فعالانو له ۱۹۹۰مې لسيزې راهیسي د ښځو د موټر چلولو او په دولتی نهادونو کې هغوي ته د کاری فرصتونو او یو شمیرنورو ازادیو د حق ورکولو له پاره مبارزه کوله . بلاخره لاندي اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول .
۱۹۹۹ـ اکتوبر : د لومړي ځل له پاره ۲۰ تنو سعودي ښځو د مشورتي شورا په غونډې کې ګډون وکړ .
۲۰۰۱ـ دسمبر : پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده . حکومت د یو بیساري ګام په ترڅ کې د ښځو له پاره د هویت کارتونه جوړ کړل .
۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر : د ښځو او نارینه ؤ په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودي روڼ آندو د سیاسي اصلاحاتو له پاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ .
۲۰۰۳ـ اکتوبر : پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه ، چې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه يې کوله . د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول .
۲۰۱۱ ـ سپتمبر : پاچا عبدالله د ښځو له پاره د نورو حقونو اعلان وکړ ، لکه د رایې ورکولو حق ، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې ، مشورتي شورا ته ، د ټاکل کېدو حق .
وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانوني سزا ورکړل شوه . پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.
۲۰۱۲ـ‌ جون : ولیعهد شهزاده نایف ومړ ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو .
سعودي عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولای شي د لومړي ځل له پاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړي ، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودي ټوله ورزشي ډله د جنسي توپیر له امله لوبو کې د ګډون څخه محرومه شي .
۲۰۱۳ـ فبروري : پاچا عبدالله ، په مشورتي شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه وه ۳۰ ښځینه غړي شامل او سوګند یي ورکړ ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام ؤ . دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسي دولتي څوکیو وټاکل شوې .
۲۰۱۴ـ مارچ : سعودي عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستي سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ . په دې ډلو کې اخوان المسلمین ، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامي دولت ډله شامل دي.( بی بی سی)
د سلمان بن عبدالعزیز په نوي فرمان کې راغلي چې د ښځو د موټر چلولو منفي او مثبت اړخ ته په کتو او همداسي د سعودي د لویو علماو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت « جواز لرل » دي، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لري، هغوی د احتمالي منفي اړخونو څخه د مخنیوي په خاطر دا خبره کوي، خو علماء وايي که چیري د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعي تضمینونه وشي، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولري او موټر وچلوي.
د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه ؤ ته په مساوي ډول د ترافیکي قوانینو مطابق لایسنس ورکړي . د سعودی حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجري قمري څخه دغه فرمان عملي کړي .
همدارنګه د سعودی عربستان پلازمينې ریاض ته څیرمه د ساتیرۍ د یوه ښار جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولری ، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شي چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره به لوی وی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شی. د سعودي حکومت ، هڅه کوی د سعودی د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشی .
همدارنګه د سعودی د سپورت د فیدراسیون د مشري په ټوګه د ریما بنت بن سلطان السعودی لمړني ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودی تلویزیون له لاری د لمړی ځل له پاره د ښځینه ؤ په اواز سندریزو کنسرټونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون په لور یو سترګام شمیرل کیږی .
د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا څنګ ته کیدل چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتی چارو په لاس کی نیول .
سعودي عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوي متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پيرودل .
دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړنی بهرنې سفرپه ترځ کي ، سعودي عربستان او امریکا د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول .
مسکو ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان تاریخي سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسائلو کې نږدې همکاري ته هڅول ، په لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل . د بیلګې په توګه د ریاض له خوا د روسیې څخه د S-400 ډوله هوايي دفاعي سیستم ، د ټانګ ضد سیستم او راکټي وسلې پيرودل . د پوځي روزنې پروګرام ، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاري کول.
د رویټرز خبري اژانس د روان میلادي کال ۲۰۱۷ په جنوري کې خبر ورکړی ؤ چې د سعودي د باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لري چې د دیني عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شي ، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو له پاره پلان ترتیب کړی دی .
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير له پاره د يو داسې کميسيون د جوړولو امر کړی چې ټول(ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث )دغه احاديث چی د سخت دريځۍ او ترهګرۍ له پاره د کارولو له دایري بهر کړي . همدارنګه په زرګونو سخت دريځي امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان ، واعظان او دعوتګران نيولي دي .
پایله :
پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلي شو چی د سعودی عربستان حکومت غواړی د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړی همدارنګه د ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادی ګټو تعدل وساتي او همدارنګه د سیمه ایز سیاسي نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړی چی د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کی د نړیوالو سره برخه واخلي او په منطقه کی د ترویزم د پالنی کوم تورچی پر دي هېواد لګیدلی ؤ هغه له ځان څخه لیزي کړی . همدا راز د خپلوسیالو ګاونډیو اسلامی هیودانو سره چی ځینو یی اتومی تکنالوژی اواتومی وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده ، د هغوی په مقابل کی د پوځی ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد د هغوی سره سیال کړی ، ځینې پوځی ټړونونه د زبرهیوادونو سره لاسلیک کړي چی روسییه او متحده ایالات یی ښه مثال کیدلی شی . همدارنګه د ملی تفریحی سترو پارکونو جوړول او دی ته ورته زیربناي سترو پروژو پیلول ، مانا دا چې دوی غواړی که مبادا د تیلو سرشاره منابعو په ختمیدوشي د نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصادی کی په لویه کچه ګټه پورته کړی . همدارنګه ځیني مذهبی اصلاحات شاید ورته ستونزمن وی او ورته لوي ستونزی وزیږوی . همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولوکی د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځی او د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکی ښه رول ولوبوی .
سرچینی او ماحذونه :
بی بی سی پښتو وبیپاڼه
المان اونړی ویبپانه
پښتونیوز
نن ټکی اسیا ویبپاڼه
ویکیپیډیا