یو افغان شخص «احمد ضیاء علیزاده» د استرالیایي چارواکو لخوا هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې ۲۰۰ پناه غوښتونکي مهاجرین په غیر قانوني ډول استرالیا ته انتقال کړي، دا په داسې حال کې ده چې یاد شخص په ۲۰۱۰ کال کې هم د ۱۰ تنو په قاچاق کولو تورن شوی وو.
علیزاده یو له هغه نهو تنو نه دی چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د اندونیزیا حکومت لخوا استرالیا ته د محکمه کولو لپاره استول کیږي، نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د اندونیزیايي پولیسو لخوا ګرفتار شوی وو خو د ۲۰۱۷ کال د جون میاشت کې یې د محکمې تبدیلیدل د ولسمشر «جوکو ویدودو» لخوا ومنل شو. یاد شخص د هر پناه غوښتونکوي په سرشاوخوا د ۵۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰۰ امریکایي ډالره جریمه شوی دی.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر «جولي بیشاپ»، د عدلیي وزیر «میکایل کینن» او د کډوالۍ وزیر «پیټر ډټون» په یوه کډه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې انساني قاچاقبري یو نړیوال جرم دی چې په سختو هڅو ځلو او زمونږ د نړیوالو همکارانو د همکارۍ په مرسته له منځه تللی شي. استرالیا ته د غیر قانوني مهاجرینو د سفر ټولې لارې تړل شوي دي او تل لپاره به همداسې تړلې پاتې وي.
18.10.2017
- سرلوڅ مرادزی
د پکتیاد پکتیا ــ غزنې پېښې او د ټرمپ پر ستراتیژي د اسلام اباد ګوزار
د اکتوبر په ۱۷ مه، پر پکتیا او غزني په تروریستي بریدونو کې، د پکتیا ولایت د امنيي قومندان ارواښاد جنرال توریالی عبدیاني په ګډون ۸۰ تنه افغانان شهیدان او تر ۳۰۰ تنو زیات ټپیان شول. بلخوا په همدې ورځ د کابل، ننګرهار او فراه ولایتونو په بيلا بېلو تروریستي پېښو کې یو شمېر نور افغانان شهید او ټپیان شول!
د پکتیا او غزني تر خونړیو پېښو وروسته، طالبانو سملاسي د دې بریدونو پړه پر خپله غاړه واخیسته او وايي چې«له دې بریده ی...
19.10.2017
- آر ین صافی
بنګلادیشي چارواکي وايي چې تیره یکشنبه د بنګلادیش په سویلي سیمه کې د وحشي فیلانو یوې ډلې د برید په ترڅ کې د روهینګیایي کډوالو نه یوه ښځه او د هغې درې ماشومان د خوب په مهال ووژل شول.
د ځنګل ساتنې یو چارواکی محمد علي کبیر وايي، د فیلانو یوې ډلې شنبې سهار وختي د اوخیا په ښارګوټي کې د بلوخلي کمپ باندې برید وکړ او په خیمو کې پراته روهینګیايي ویده کډوال یې تر پښو لاندې کړل.
کبير وويل، په دې بريد کې د یادې ښځې د خاوند په شمول څلور نور کسان ټپيان شوي دي او ډیری نورو د پیښې پر مهال ځ...