دعلمی تاریخ یو مختصر افغانی تعریف:

د تېره زمانه یو اصولي پلټل چې د مطمین سرچینو پر اساس روایت شی، همدا علمی تاریخ دی!

تبصره: اوس پیش له دی نه چې دلته د نورو تعریفونو پسی ذهن ستړی کړو، لمړی یو لږ په دقیق توګه خپل همدا مختصر او لند افغانی تعریف پسی ذهن یو څه معطوف کړو، یعنی خپل همدا لند افغانی تعریف تر لږ دقیق تعبیر لاندی اخلو، تر څو مونږ ته واضع شی، چې زمونږ په همدا افغانی تعریف کښی کومی کمبودی او نواقص موجود دی؟

"د تېره زمانه یو اصولي پلټل چې د مطمین سرچینو پر اساس روایت شی، همدا علمی تاریخ دی!" یعنی څه:

دلته ګورو چې زمونږ همدا افغانی تعریف یو لړ مرکب اسمونه په غیږ کې لری، چې تعبیر، تشریح او توضیح ته اړتیا ده:

۱. د "تیره زمانه" اصطلاح:
تیره زمانه، دلته تېر وخت په معنا او یا هم د ماضی په معنا استعمال شوی دی. دا چې یوه ثانیه قبل وه، او يا هم دا چې د څو پيړيو وړاندې وه، "تیره زمانه" وه!
دلته دتاریخ علم، "تیره زمانه" سره په علمی توګه لګیاکیدل او په علمی توګه مصروفیدل معنا اختیاروی!

دلته دتاریخ علم، یوازی د"تیره زمانه" دانسانانو کردارو سره لګیاکیدل اومصروفیدل معنا نه ورکوی،

بلکه دلته د"تیره زمانه" ټولو واقعات، حادثات، اتفاقات، شیانو، د شیانو خصوصیات، موضوعات، جوړښتونه، ترکیبات، او د"تیره زمانه" پروسی سره په علمی توګه لګیاکیدل او په علمی توګه مصروفیدل معنا اختیاروی،

دتاریخ علم د"تیره زمانه"، دانسانانو کردار، واقعات، حادثات، اتفاقات، شیانو، د شیانو خصوصیات، موضوعات، جوړښتونه، ترکیبات، او د"تیره زمانه" پروسی سره په علمی توګه ځان لګیا کوی او یا مصروفوی تر سو دخپل امکاناتو په چوکات کې، په مربوطه باره کې، حد عظم معلومات تر لاسه کوی، یی منعکسوی او یا حتی یی ورغوي!

مونږ دلته یو داسی ادعا نلرو، چې، خدای ناخواسته، د"تاریخ علم" ترننه پوری یو "ناقصه علم" او یا یو "معیوب علم" ګنل کیږی، مګر اړتیا لیدل کیږی چې د ننی تاریخ علم یو پراخ محدویت په برخه کې دلته لږ مکث صورت اخلی:

تر نن صبا پوری دتاریخ علم فقط او صرف د انسانانو تاریخ او انسانانو ټولنی سره ځان بوخت او لګیا کړی دی، کله چې، مثلاً د طبعیت مختلفو برخو تواریخ، د نورو مختلفه علومو په غیږ کې مستقر دی. او له دی نه هم جالب تره دا ده، کله چې لږ دقیق غور صورت اخلی، ځینی کسان حتی چې همدا ننی "تاریخ علم" هم په اصل د انتروپولوژی"anthropology" یوه برخه محسوبیږی. تاريخي انتروپولوژی
" Historical anthropology" هم یو علمی څانګه ده.
دا همداسی دی.
دا چې ولی داسی ده، زما په ذهن کی د یوه افغانی ټوکه او یا د یوه افغانی ټکاله د ویښېدل سبب ګرځی:

ویل کیږی چې کوم ماشوم چې په خپل عمر کې لمړی ځله فیل ولید، دیر په تعجب شوه، او یو بل سړی چې ورته لږ عالم غوندی ښکاریده، پوښتنه وکړه: د دا حیوان چې فیل نومیږی، خرطوم یی ولی داسی زښت اوږده ده.
عالم سړی پس له دیره فکر، غور او چرت ماشوم ته وویل: دا همداسی ده.

مګر سره له دی نه همدا ننی "تاریخ علم" هم خپل دقیق تحقیقی او څیړنیز اصول او یا میتودیک لری، چې، لیکل شوی او یا مکتوب اسناد پکښی ارزیابی کوی. غیر مکتوب تاریخی منابع د باستان شناسی علم "archeology" له خوا تر څیړنه لاندی اخیستل کیږی.

ژبه، ژبه نیز کیفیت، د جملاتو او د کلماتو انتخاب: یعنی ادبیات د تاریخی څیرنز مسایلو په مینځ کې هم یو دیر مهم او خورا با ارزش وسیله محسوبیږی. دلته په دیر وضاعت د تاریخی شه، مشهور او محبوب څیرنیز مکتوبی آثار او د ادبیات د کیفیت ارتباط محسوس ګنل کیږی.

۲ . د اصولي پلټل اصطلاح:

دلته اصول هغه میتودیک معنی لری، چې، د منابع، اسناد او تاریخی موادو راټولول، په دقیق او انتقادی نظر دمعتبر او هم مطمیینو منابع اوآثارو اتکا، او د اصولو پر اساس د منابعو او موادو تعبیر او تفسیر.

ادامه لری.