د ملي وحدت حکومت اجرائيوي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د کابیني یو شمېر وزیرانو، مرستیال وزیرانو، دسیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشرتابه، د اجرائيوي ریاست تر لسو زیاتو مشاورینو، د ولسي جرګې غړیو، رئیسانو او سیاستوالو پرون ( پر ۲۳ میزان ۱۳۹۶ هـ ش) نېټه لغمان ولایت ته سفر وکړ.
د دې لوړپوړي پلاوي سفر هدف په لغمان کې روان وضعیت ارزول، دغلته یو شمېر پرمختیايي پروژو پرانيستل، یو شمېر پروژې نوې پیلول، له ولس سره لیدل او ولایتي چارواکو وړاندیزونه اوریدل ښودل شويدي.
د اجرائيوي رئيس دې لیدنې او سفر ته ((د بیا رغونې جشن )) نوم ورکړل شوی و.
لغمان ولایت ته د دغه پلاوي د ورتګ لپاره د لغمان والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ پراخ تیاری نیول شوی و.
لغمان ته له رسیدو سره سم اجرائيوي رئیس ته د ملي پوځ قطعه وړاندې شوه او وروسته ورته د والي لخوا هغه ټول دولتي چارواکي، قومي مشران، دیني علما او ځوانان ورمعرفي شول، چې د اجرائيوي رئیس هرکلي ته په لیکو کې ولاړ ول.

1. د لغمان امنیتي وضعیت ارزیابي کول
له خلکو سره له روغبړ وروسته اجرائيوي رئيس او ورسره پلاوي د ولایت په میلمستون کې له والي او امنیتي مسوولینو سره غونډه وکړه او لغمان کې یې د امنیت په اړه خبرې وکړې.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي لومړی ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي ته هر کلی ووایه او ور څخه یې مننه وکړه ، چې لغمان ته یې د کابینې له غړیو او نورو مسوولینو سره سفر وکړ او لغمان کې د بیا رغونې، سولې او پرمختګ سره مینه لري.
د امنیت په اړه ختیز زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري د لغمان د امنیت په اړه خپل ګزارش وړاندې کړ او لغمان کې یې امنیت بهتر وګاڼه. نوموړي وویل چې دغلته امنیت تر شپږ میاشتې وړاندې حالت څخه ډیر ښه شوی او طالبانو ته سخته ماته ورکړل شوې ده. نوموړي د امنیت ښه والی د والي او امنیتي ارګانونو د همغږۍ او ملي امنیتي ارګانونو د سرښندنې نتیجه وبلله.
نوموړي وویل چې د ملي امنیتي ارګانونو تقویې، تجهیز او تکمیل ته لا هم پاملرنه پکار ده.
لغمان والي وویل چې دغه ولایت کې باید د محلي پولیسو په تشکیل کې ډیروالی راشي او تر دوه نیم سوه محلي پولیس ورزیات کړل شي ، تر څو لغمان کې ډاډمن امنیت تامین کړای شي.
د ډاکتر عبدالله عبدالله د دې خبرې په ځواب کې چې ایا دوښمن کوای شي، چې لغمان کې بیا انسجام ومومي، امنیتي چارواکو ځواب ورکړ چې طالبانو په لغمان کې سخته ماتې خوړلې او بیا په هیڅ صورت نشي کوای چې سره منسجم شي.
نعیمي وویل چې د امنیت په راوستلو کې امنیتي ارګانونو هیڅ ډول قربانۍ دریغ کړې ندي او همېش یې په میړانه خپله خاوره ساتلې ده.
نعیمي، لغمان کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ دټينګې همغږۍ او امنیتي ځواکونو د قربانیو د ستاینې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ملي یووالي حکومت او اړوند وزارتونه دې د لغمان امنیتي ځواکونو تشکیل زیاتوالي،تجهیز او اکمال ته اساسي او پروخت پاملرنه وکړي،ترڅو دغلته ښه امنیت خوندي کړای شي.

2. د لغمان ولایت وړانديزونه اړوندو ادارو ته سپارل
تر امنیتي غونډې وروسته اجرائيوي رئيس له خپل پلاوي سره په هغه عمومي غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د لغمان ولایت ټولو رئیسانو، د لغمان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني علماوو، ځوانانو، مدني فعالانو، ورزشکارانو، امنیتي کسانو او نورو ونډه درلوده.
لغمان والي وویل چې د ولایت لپاره یې د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونو په اساس کار پیل کړی او د ولایتي ادارې، وکیلانو او مشرانو په مشوره یې دغلته د بیا رغونې اساسي کارونه ترسره کړي دي.
نوموړي وویل: لغمان کې امنیتي ستونزې شته خو د هواري لپاره مو وړاندیزونه کړیدي. په لغمان کې مو د ښو خدماتو، اغیزمنو اجراآتو، د قانون په تطبیق کې مؤثرې چارې ترسره کړي دي، نوي او پر کار پوه کسان په ادارو کې ګومارل شوي او د ټولو دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي.
نوموړي له اجرائيوي رئیس او ورسره پلاوي غوښتنه وکړه چې د امنیت، بیا رغونې، لوړو زده کړو، پوهنې، ټولګټو پروژو، ښارجوړونې، ښاري پراختیا او نورو برخو کې یې وړاندیزونو ته پاملرنه وکړي.

ولسي جرګه کې د لغمان استازي میرحاتم تره خیل د ولایت د والي له وینا سره توافق وښود او یاده يې کړه، چې د ولایت په پرمختیا او بیا رغونه کې له ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
نوموړي وویل چې لغمان کې د لوړو زده کړو او ښوونې روزنې په برخه کې ډیر کار ته اړتیا ده او د ملي وحدت حکومت باید دې برخې ته ډیره پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل چې د روغتیا برخه کې باید لغمان ته اړین کارونه ترسره شي. هغه یادونه وکړه چې لغمانیانو ته حقوق ندي ورکړل شوي او باید د لغمانيانو حقونو ته پاملرنه وشي.

د ولایتي شورا رئیس حسین خیل وویل چې لغمان د سولې ادب او فرهنګ ټاټوبی دی او هغه وړاندیزونه چې د ولایت لخوا اجرائيوي ریاست ته شوي باید پاملرنه ورته وشي.
نوموړي وویل چې د لغمان د شاهي کانال او وطن ګټو پروژو چارې باید عملا پیل شي او د لغمان اوسنی نفوس چې شاوخوا ۱۱ لکه تنه دی، په همدې احصایه باید ورسره رفتار وشي او د دې شمېر له مخې ورته پرمختیايي کارونه پام کې ونیول شي.
نوموړي په لغمان کې د اداري واحدونو زیاتولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې له دې سره به د ولایت ډیرې ستونزې هوارې شي.
اجرائیوي رئیس د لغمان ولایتي ادارې او خلکو له تود هر کلي مننه وکړه او ویې ویل: له ماسره وزیر صاحبان، درانه مشران، د خوست، کندهار، مرکزي ولایتونو او نورو ولایتونو استازي راغلي دي، دوی ارزو درلوده چې دلته راشي او لغمان کې د بیا رغونې روانې چارې وګوري او له لغمان څخه لیدنه وکړي او دلته د انکشاف حمایت وکړي.
نوموړي وویل چې امنیتي غونډه کې یې له امنیتي ارګانونو سره پر امنیتي حالت بحث وکړ او وړاندیزونه به د امنیت شورا کې مطرح کړي او د ولایتي ادارې وړاندیزونو ته به رسیده ګي وکړي.
نوموړي وویل چې لغمان کې له روان پرمختیايي بهیر څخه ملاتړ کوي او دې برخه کې چې څه امکانات وي، له لغمان څخه به یې ونه سپموي.
نوموړي له ځايي چارواکو او هغو ملي امنیتي مسوولینو مننه وکړه، چې د لغمان امنیت لپاره یې هلې ځلې کړي او قربانۍ یې ورکړې دي.
اجرائيه رئيس وویل: لغمان د سولې ټاټوبی دی او حکمتیار صیب سوله له همدې ځای نه پیل کړه. هغه کسان چې په جنګ اخته دي، باید سولې ته داخل شي او له خپلو ورونو سره په سوله کې ژوند وکړي... مونږ سرتاسري سولې ته امیدوار یو.
نوموړي وویل: د امکاناتو په محدوده کې په لغمان کې ډیر کار ترسره شوی او افتخار کوم چې په بیا رغونه کې ګډون کوم.

3. د سراج کلا لیدنه
تر عمومي غونډې وروسته اجرائيوي رئيس د لغمان والي او ورسره پلاويو په ملتیا د امیرحبیب الله خان په زمانه کې له جوړې شوې کلا لیدنه وکړه. دغه ودانۍ په وروستیو جګړو کې په بشپړ ډول ورانه شوې وه او یوازې کنډواله دیوالونه او ځينو ځایونو کې یې مازې خاپونه پاتې و.
دوی د سراج کلا په داخل کې مسجد، ماڼۍ (قصر) او د ماڼۍ نوي جوړیدونکي دیوالونه ولیدل او د ماڼۍ پر هغو لویو دیوالونو وګرځيدل چې دې وروستیو کې بیا رغول شويدي.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په۱۳۹۵ هـ ش کال کې د لغمان د سراج کلا د بیا رغولو لپاره مټې بډ وهلې او د دې لپاره یې له ځايي او مرکزي چارواکیو سره لیدنې وکړې او د رغونې سرښتې يې پیل کړې.
د نعیمي په وینا دې ګام نوموړ ی له ډیرو ستونزو سره مخ کړ ځکه یو شمېر اشخاصو نه غوښتل چې سراج کلا جوړه شي او له ولکې يې ووځي.
په لومړي پړاو کې د سراج کلا په داخل کې د تعمیر ودانۍ چارې او برجونو رغول یې پیل شول.
د دې لړۍ په دوام پر ۱۶/۰۷/ ۱۳۹۶هـ ش نېټه له ټولې کلا نه د دېوال چاپیرولو چارې هم پیل شوې. د لغمان ولایت والي عبدالجبارنعیمي په وینا پر چاردیوالۍ یې شاوخوا درې میلونه او درې لکه افغانۍ لګښت راځي او چارې یې په اتو میاشتو کې بشپړیږي.
د لغمان والي په وینا د دغې کلا څه برخه چارې په روان (۱۳۹۶هـ ش) کال کې بشپړیږي او پاتې چارې یې بل کال (۱۳۹۷ هـ ش) پای ته رسیږي او ټوله کلا د ۵۱ میلونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

4. مهترلام ښار کې له خلکو سره لیدل
د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رئیس په مهترلام ښار کې هم وګرځيد او له ښاريانو او عادي وګړیو سره یې هم ولیدل. په مهترلام ښار کې نوموړی په تودو ولسي ولولو بدرګه شو.

5. مهترلام کې عمومي کتابخانه پرانېستل
په مهترلام ښار کې تر لیدنې وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله د ولایت د والي په ملتیا د لغمان عامه کتابتون پرانېسته وکړه. دغه کتابتون بنسټ ډبره پر ۱۲- ۷- ۱۳۹۵ هـ ش نېټه ایښودل شوې وه. اتلس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له پراختیا يي بودیجې ورکړل شوی دی. دا کتابتون د مطالعې ټولې اسانتیاوې، کمپيوټر او انټرنیټ برابرول پکې پلان شوي دي.
د کتابتون د تجهیر لپاره اجرائيوي رئیس ځانګړې ژمنه وکړه.

6. مطبوعاتي غونډه
د عامه کتابتون تر پرانېستې او لیدنې وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله خبريالانو سره د لغمان ولایت پر امنیت، بیا رغونه، اداره او نورو مسایلو خبرې وکړې.
نوموړي وویل چې په لغمان کې جدي امنیتي مشکلات نشته او دغلته حالت د شپږ میاشتو وړاندې له حالاتو څخه ډیر ښه شويدي.
نوموړي وویل چې د ولایتي ادارې لخوا د امنیت په برخه کې د محلي پولیسو کمښت او د ملي امنیتي ځواکونو اکمال او تجهیز وړاندیزونو ته به د مرکزي حکومت پام واړوي.
نوموړي وویل چې لغمان کې خلک له امنیتي ارګانونو سره کلکه مرسته کوي او هر راز قربانۍ یې ورکړې دي.
همداشان په مطبوعاتي غونډه کې پر ځينو نورو مسایلو هم خبرې وشوې.

7. د ټولګټو ریاست ودانۍ پرانېستل
ترمطبوعاتي غونډې وروسته ولایتي او مرکزي پلاويو په ګډه د لغمان ولایت د ټولګټو ریاست نوې جوړه شوې ودانۍ پرانېسته. دغه ودانۍ چې کار یې پر ۱۷ میزان , ۱۳۹۵ هـ ش پیل شوی و، د شل میلیونه، شپږ سوه اویا زره افغانیو په لګښت د اړوند وزارت له بودیجې څخه په عصري ډول جوړه شوې او ۲۰ اداري خونې او دوه پوړه لري.
د لغمان ولایت د ټولګټو ریاست تر ودانۍ وروسته اجرائيوي رئیس د لغمان والي په ملتیا له پلاويو سره یو ځای د لغمان پوهنتون ته ولاړل. له پوهنتون او شاوخوا سیمې څخه یې لیدنه وکړه. د پوهنتون چارواکو ورته د پوهنتون او محصلانو په معلومات ورکړل.

8. د پوهنتون څلور کیلومتره سرک منظوریږي
اجرائيوي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله له لغمان والي سره ژمنه وکړه چې هغه څلور کیلومتره سړک چې لغمان پوهنتون ته غځيدلی، به منظور کړي.
اجرائيوي رئیس د ټولګټو وزارت استازي ته هدایت ورکړ چې د سړک د جوړولو په اړه خپل ټول قانوني اسناد برابر کړي.
همداشان ډاکتر عبدالله عبدالله لغمان پوهنتون د اوبو رسولو د شبکې وړاندیز ته هم هرکلی ووایه او ژمنه یې وکړه چې د لغمان پوهنتون لپاره به د اوبو رسولو شبکه هم منظوره کړي.
د ولایت والي د لغمان ټولګټو ریاست رئیس ته دنده ورکړه، چې د سړک د جوړښت قانوني مراحل طی کړي.

9. سفر پای ته رسیدل
د ماسپښین په شاوخوا درې نیمو بجو ډاکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي له لغمان څخه بېرته د کابل په لور حرکت وکړ. نوموړي لغمان ته تلل یو تاریخي سفر وګاڼه او د ولایت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې د نوموړي دروند هرکلی یې وکړاو په بیا رغونه کې یې شریک کړ.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د اجرائیوي رئیس سفر د لغمان لپاره ډیر مهم ګڼي او وایي، چې د وړاندیزونو په منظور یدو سره به په لغمان کې د پرمختیايي کارونو نوی پړاو پیل شي او لغمان به په بیلا بیلو برخو کې وده وکړي. نوموړی په ټینګار سره وايي چې وړاندیزونو ته یې باید جدي پاملرنه وشي، تر څو وکوای شي د خلکو اړتیاو او غوښتنو ته یې له هیلو سره سم ځواب ووايي. (پای)