ستا د ژوندون د ارمانو لحضې ميراته نه واى
دتور ټوپک سپيره تورمخ ګولې يي تاته نه واى


لاس په ماشه دليوني قاتل ستا خواته نه واى
دځواني غم دي هر زړګي ته ارمان پاته نه واى

ته خوکافر نه وې، نمرود نه وې ګناه کې نه وې
مسلمه وروره دچارپور اوبل غوغا کې نه وې

ته خوشاعر وې د شاعر زړه د عزت کتاب دی
دا ړوند قاتل ته دټوپک دخولې سودا خو نه وې

په وينو لژنده زخمي بدن او تن نه دي جار
مسلمه وروره په سلګو کې ځنکدن نه دي جار

دمعصوميت اواز دې لاړو د جهان غوږو ته
ديوې سولې په ارمان داسور کفن نه دي جار

 

په هديرو کې دځوانۍ مرګونو زور اخيستی
سوله رانغله د پښتون وطن نن اور اخستی

زمونږ دميندو د دوعاګانو لپه تش پاتی شوې
ګمان کومه خداى خفه قهر يي زوراخيستی

زمونږ دميندو او پلارونو دويرونو ژړا
له ډيره غمه په ملامات د ماتمونو ژړا


د ناڅاپي ځوانانو لوو کې دمرګونو ژړا
ټغر ټول نه شو د ستم او ماتمونو ژړا


قران به ولولو ستا ياد کې به دوعاګانې کوو
د کايئنات واکدار ته تل به زريګانې کوو

خدايه نور بس ده دابې وخت مرګونه مه راکوه
د يوې سولې په ارمان به ژړا ګاني کوو


ارواح دي ښاد جنت فردوس کې دي مقام غواړمه
د ګلو مينځ کې نا ارام روح ته دي ارام غواړمه

الله دی خاورې مکړه زمونږ د اولسو شاعره
حفيظ دا وايي ژوندى نوم دی تل مدام غواړمه