مينه مې خوښه ده دوستي خو غريبي ده
هم مې زړه غواړي مستي خو غريبي ده
درنه ټول به لوګی شوی وم جانانه
خوى لرم د سپيلني خو غريبي ده
کرکه مه کوه انسان يم کبر جنه
تا نه ښه لرم ځواني خو غريبي ده
دا پردی وطن پردۍ سپورې خبرې
دا مې کله زړه مني خو غريبي ده
د بدرنګو نوکران مي پيرزو نه دي
دا ښايسته ښايسته زلمي خو غريبي ده
په دې خړو خاورو خړ د چا خوښيږي
دغه ګل ، ګل اننکي خو غريبي ده
غم او درد په پرديسۍ کې مزه نه کا
دا نيمګړې زندګي خو غريبي ده
رانه هير نه دي مدام راته ياديږي
د وطن مازيګري خو غريبي ده
نا ديده او بې وفا نه يم ملګرو
ښه پوهيږم په هر شي خو غريبي ده
له خپل ځانه راته سل چنده مفتونه
په ما ګران دي ليوني خو غريبي ده