زړه ماتوونکې پېښه
ستا د لیدو په تمه ما هېوادونه کتل
ستا د ښکلا لپاره ما انځورونه څارل
د ښکلا بیلګې په شان په دنیا ته وې ماته
ونه دې دنګه، مخ دې سپوږمۍ په شانتي
کله چې ته مې لیدې، ښکلا مې نه پيژنده
یوازې ته وې ښکلې او ستا جمال ؤ ښکلی
ــــــــــــــــــــــــ
خو د وطن لیونو ستا ښکلا نشوای زغمی
دغه پردي غلامان د څو پیسو لپاره
تیزاب را پورته کړلو او ستا په مخ یې درکړل
ماته بابا ویلي افغان غلام نه کیږي
خو اوس وختونه تېر شول حالات بدل شانتې شول
اوس دا پردي وطنپال
د انفجار او انتحاري ترڅنګ
دا د ښکلا ملکې، په وطن نه پریږدي
ــــــــــــــــــــــــ
دوی د دښمن په لمسون
سپين سرې ښځې، ماشومان وژني
دوی وطن نه پيژنې او نه هم مینه لري
دوی په پردي دستر خوان، تل یې ډوډۍ خوړلې
اوس خپل وطن او خپل ماشوم ورته
د ځان دښمن او پردی شوی ښکاري
ځکه دی خپله پردی او دده ضمیر پردی شو
دده ماغزه خراب شول، دی خپل وطن ورانوي
اوس د دښمن ویاندوی، دی ټاکل شوی دی
افغان هم څومره ټيټ شو
چې ځان هم نه پيژني، جهان هم نه پيژني
نا څاپه غږ وشولو
سپوږمۍ بیا بیرته راغله
ټول بیا هک پک پاتې شول
او دراوزو ته کتل
بیا په دې هیله ول چې
هغه د ښکلا هېنداره
بیا دلیدلو وړ ده
دهغې دنګه ونه آن له لېرې څخه
ټولو همزولو کې اوچته ښکاري
کله چې ورو ورو را نږدې شوله
نه یې ښکلا پاتې وه، نه وه هغه هم سپوږمۍ
سترګې له اوښکو ډکې، یو یې آواز کولو
خدایه ته سوله او ثبات راولي
خدایه ته سوله او ثبات راولې
چې بیا دا ښکلې نجونې، د لیونو له خوا نه
د مرګ او ژوند ترمنځي، یوازې نشي پاتې
فیضي نور وروسته لدې
دا حالات نشي زغمی
او له غولول شویو افغانانو غواړي
خپل وطن وپيژنۍ، خپل وطن وپيژنۍ
حمیدالله فیضي نیټه / دتلې ۱۸/ ۱۳۹۶