متحده ايالتونه د نارو او مانوس ټاپو نه د پناه غوښتونکو کډوالو انتقال پروسي ته خوشبین دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ اعلان وکړ چې متحده آیالتونه د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره یوازې ۴۵۰۰۰ کډوال قبلوي.

د ۱۹۸۰ کال نه را په دیخوا په متحده آیالتونو کې دا د کډوالو د پذیرش تر ټولو ټیته شمیره ده. له بلې خوا په استرالیا کې د متحده ایالتونو يو لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي دي چې متحده ایالاتونه به د مانوس او نارو توقیف ځایونو څخه ۱۲۵۰ کډوال متحده آیالتونو ته انتقال کړي.

نوموړي همداراز وویل فکر نه کوي چې د متحده آیالتونو لخوا د کمو کډوالو پذیرش به په هغه مواقفت نامې چې د استرالیا او متحده ایالتونو تر منځ لاسلیک شوې کوم ډول منفي اغیزه وکړي.