غزل
دا هم د ژوند يوه هستي وګڼه
زما محبت په ځان فرضي وګڼه
ته پښتنه يې زه پښتون زلمی يم
جفا د ځان بې عــــــزتې وګــــــڼــــــه
که مې په خپل ژوند را شريکه نه کړې
بيا زما مينه مطلبـــــــــي وګـــــڼــــــــــــــــــه
ته مې د ژوند هره هستي يې ګرانې
بې تا مې ژوند د ملنګي وګــــڼــــــه
ګرانې که مينه اومحبت غواړي ته
(ژوندون) دي خپله زندګي وګڼه
عبدالله شاه ژوندون
24.05.2008
- qarabagh
یادونه :دا غزل نږدې ملګري او خوږ ژبې شاعر بارکوال میاخیل په میسینجر کې د چټینګ له لارې په فى البديهه توګه راته ویلې ده . زه یې هم کټ مټ ستاسو وړاندي را اخلم :
------------------------------------------------------------------------
که هر څو زموږ تر منځ دي، جګ- جګ غرونه اې ژوندونهومنه زما له خوانه سلامونه اې ژوندونهلا تر څو پورې به اوسو ما او تا په پردېسۍ کېراځه جوړ کړو زياتي ياره خپل کورونه اې ژوندونه
که مو...
01.06.2008
- qarabagh
د ګران او قدرمن ورور حاجي محمد نعیم یو په زړه پوري او له سوزه ډک شعر :
...