څلوریزه

مسجد ته نن زاهِد بيا د ګودر په لاره تېر شو

تسپې يې تېرولې ما زديګر په لاره تېر شو

ليلا- ليلا يې ويلو کليمه وه ترېنه هېره

په سپېنو مړوندو يې و نظر په لاره تېرشو

 

عبدالله شاه ژوندون