د افغان ادبي بهير د ١٣٨٧ل کال د تلې په ٢٦ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اکتوبر د ١٧ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې رييس محمد الله کمال و او ميلمانه يې منيرځدران او حسن مبارک وو. د غونډې وياند محمد دين همدرد و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه.
د تر څه د مخه دتيرې غونډې ريپورټ کره کتنې ته وړاندې شو چې له لږې سمونې وروسته دتاييد وړ وګرځيد. همدا رنګه ټاکل شوې وه چې عنايت ديدار به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي خو د هغه د نه موجوديت له امله کره کتنې ته څه وړاندې نه شول او يوه آزاده مشاعره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې برخه واخيسته. په غونډه کې تر اتياوو تنو زياتو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
د غونډې رييس محمد الله کمال
د غونډې رييس محمد الله کمال او ميلمانه منير احمد ځدران او حسن مبارک
د ميدان وردګو والي عبدالحليم فدايي او د غونډې وياندمحمد دين همدرد
د غونډې يوه څنډه
د غونډې يوه بله څنډه
د غونډې رپورټر