د افغان ادبي بهير  د ١٣٨٧ کال د وږي په ٢٩ نيټه چې د ٢٠٠٨ کال د سپتمبر د ١٩ نيټې سره برابره وه د پروان مينې په يار موسسه کې سهار ٩ بجې وفي الله د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پرانيسته.
د غونډې رييس عاشق الله غريب و او ميلمه يې ثبات صاحب و چې د کوربه په توګه يې  ورسره استاد سعدالدين شپون حضور درلود. د غوندې وياند محمددين همدرد و. د تيرې غونډې راپور  مشعل خټګر وړاندې کړ. 
په غونډه کې ړومبی د اسدالله واحدی په کيسه کره کتنه وشوه او بيا وکيل سوله مل شينواري د پښتو سينيما د ضرورت په اړه اوږدې خبرې وکړې چې استاد شپون، ډاکټر  اکبر، پيرمحمد کاروان، عبدالغفور ليوال ، زرين انځور، خوشحال خليل او ډداکټر منقادالرحمن رودوال يې په بحث کې ورګډ شول او هر يو خپل خپل نظريات وړاندې کړل.

 
اسدالله واحدی خپله کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي.

عبدالغفور ليوال په کيسه خبرې کوي.

محب الله ذغم هم په کيسه خبرې کوي.

کاروان په کيسه خپل نظر څرګندوي

وکيل شينواری  په پښتو سيمنيما خبرې کوي.

ډاکټر اکبر، زرين انځور او وکيل شينواری

د بهيروالو يوه څنډه

د بهيروالو يوه بله څنډه