له کړيدلي ولس سره د امريکا حمايت يافته دولتيانو ظلم
هسي خو هم ولس نه د کرزي له حکومت څخه د خير او ښيګڼې تمه لرله او نه يې اوس د دوه سرې ادارې له چارواکو د ښو تمه کيږي، خو له څو ورځو راهيسې چې زه د کرزي او برسر اقتدار دولت له کړنو خبر شوی یم، دا يقين مې لا پوخ شو چې د امريکايانو په لاس راباندې تحميل شوي قدرت طلبي هيڅکله هغه کارونه نه انجاموي چې د ولس د هوسايي او ارامۍ سبب کيږي.
د دوی هغه ټولې دعوې چې دوی هيواد کې د سولې په ارمان دي او له جنګونو څخه د ولس د خلاصون لپاره يې د سولې شورا جوړه کړې، د ودان افغانستان ارزو لري او دغه راز نورې ورته دعواوې راته يوازې هغه تبليغات ښکاره شول چې دوی يې په توسط د هيوادوالو له غوسې او پاڅون څخه ځان خلاصوي او د خپلې فاسدې ادارې د دوام لپاره صرف د پردې او نقاب کار ترې اخلي.
همدا تيره ورځ د ملټری ټايمز په نوم يوې رسنۍ د امريکا د دفاع وزارت د عمومي تفتيش ادارې له قراره يو راپور نشر کړ چې پکې ويل شوي و، په افغانستان کې له ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې د ۷۰۲$ مليونه ډالرو په اندازه وسلې او مهمات ضايع شوي دي، دوی ويلي چې د دې وسلو او مهماتو په بيا حساب کې د افغانستان لپاره د ګډو امنيتي اکمالاتو قوماندانۍ پاتې راغلې او نشي کولی توزيع شوي نظامي توکي بازرسي کړي.
دغه راز راپور کې راغلي چې د دې وسلو کمه برخه طالبانو ته په لاس ورغلې او ډيری يې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو لخوا پلورل شوې دي.
له دې راپور نه معلومولی شو چې دولت هيڅکله نه غواړي چې په هيواد کې جګړه پای ومومي، دوی په همدې جګړو او ناوړه حالت کې د ځان بريا او ګټې ويني، ګني په دومره زيات تعداد وسلې او مهمات د دې تضمين بللی شو چې ټولې خودسره ډلې د هيواد په هر ګوټ کې له پښو وغورځول شي، امنيت حاکم شي او هيوادوال د امن په فضا کې خپلې ورځنۍ چارې په مخ بوځي. که دوی امنيت ته ژمن وای او ولس يې له جګړو په ارام کولای، نو وسلې يې د څه لپاره بيرته په مخالفينو پلورلې.
خو متأسفانه چې امريکايانو په موږ يو فاسد او کرپټ نظام تپلی، چې اوس يې نه دوی خپله د کنټرول او انسجام توان لري او نه په اداره کې داسي څوک شته چې په دې کړيدلي ولس يې لږ زړه وسوځي، له ولمشره نيولې بيرته تر هغه پورې ګرده دولتي اداره هم د نورو مسلمانو او غير مسلمانو هيوادونو لخوا له دې غريب ملت سره شوې مرستې خپلو جيبونو ته اچوي او هم د هيواد له د ننه څخه ورغلې افغانۍ د خپلو اولادونو لپاره ټولوي.
هيواد او هيوادوالو ته د يو مخلص او خيرخواه نظام په هيله
افغانزاد