د آسټرالیا او متحده ایالتونو ترمنځ د تفاهم نامې تر لاسلیک کیدلو وروسته د تیرې یکشنبې په ورځ د کډوالو لومړي ګروپ د اسټرالیا د توقیف ځایونو نه متحده آیالتونو ته د میشت کیدلو په موخه حرکت وکړ. دغه اقدام تر هغې وروسته تر سره شو کله چې د استرالیا لومړي وزیر «مالکم ترنبول» په متحده ايالتونو کې د کډوالو د میشت کیدلو لپاره رسمي مهالویش اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د آسترالیا د پولې ساتنې او کډوالۍ ریاست په دې هکله هیڅ ډول څرګندونه نه ده کړې مګر «بهروز بوچاني» ایراني اصله خبریال د مانوس ټاپو توقیف ځای نه د خپل فسبوک پر پاڼه لیکلي دي چې شاوخوا ۲۵ کډوال نن سهار ۸ بجې د مانوس ټاپو له توقیف ځای نه وویستل شول.

د کډوالو د ایتلاف مشر «ایان رینټول» په سیډني کې د رویټرز خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې ویلي دي چې یاد ۲۲ کډوال اوس مهال د موریزبې بندر کې تم دي او راتلونکې چهار شنبه به د فیلیپین له لارې متحده ایالتونو ته پرواز وکړي.