د فبروري د میاشتې په ۹مه نیټه په افغانستان کې د امریکایي او ناټو عسکرو قوماندان جان نیکلسن د امریکې د سنا د نظامي خدماتو کمیټې ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د جګړې پرمختګ په ټپه دریدلی دی. ده وویل د کابل د حکومت قواوې نشي کولی چې د طالبانو مخه ونیسي. له همدې امله، د نورو څو زرو امریکایي عسکرو د لیږلو غوښتنه کوي.
نوموړی جنرالان پوهیږي چې د څو زره عسکرو په زیاتولو سره طالبانو ته ماته نشي ورکولی. په ۲۰۱۰ کال کې، امریکې او ناټو په ګډه په افغانستان کې ۱۵۰۰۰۰عسکر درلودل خو بیا یې هم ونشو کړی طالبانو ته ماته ورکړي. اوس به دا کار څنګه ممکن وی چې طالبان د ۲۰۱۰ کال په نسبت نور هم قوي شوي دي؟ حقیقت دادی چې نوموړي جنرالان غواړي د څو زره عسکرو په راغوښتلو سره په افغانستان کې جګړه دوامداره کړي. که وګورو د امریکې د سنا د نظامي خدماتو کمیټې ته د نوموړي جنرال وینا په افغانستان کې د امریکې د راتلونکې جګړه ایزه ستراتیژي څرګندونه کوي. غواړي چې د ترهګری سره د جګړې تر نوم لاندې په افغانستان کې خپل شتون توجیه او سیمه ایز اهداف تعقیب کړي.
په سیمه کې د امریکې اهداف:
د امریکې اوسنی ولس مشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د انتخاباتي کمپاین په وخت کې رسنیو ته وویل : (موږ باید په افغانستان کې پاته شو دا ځکه چې د پاکستان سره به نږدې یو. پاکستان اتومي وسلې لري او باید نظر پرې ولرو. اتومي وسلې (په جګړه کې ) لوبه بدلولی شي). ددې ترڅنګ امریکا غواړي له افغانستان څخه د ایران اتومي او د لیرې ویشتونکو توغندیو جوړولو څارنه او مخنیوی وکړي او هلته د نظام د بدلون لپاره د نظام مخالف کسان تقویه کړي. ددې علاوه مرکزي اسیا چې د روسې د نفوذ ساحه بلل کیږی او یو وخت د شوروي اتحاد برخه وه، د روسيې له نفوذ څخه وباسي. دا په سیمه کې د امریکې د اوږدې مودې اهداف دي.
له همدې امله ، د ټرمپ نوی اداره که څه هم لا تراوسه یې د افغانستان په هکله رسمي تګلاره نه ده جوړه کړې خو داسې نښې نښانې شته چې څرګندوي امریکا اوس په افغانستان کې د جګړې پالیسي ته ترجیح ورکوي. د جګړې په صورت کې امریکا په افغانستان کې عسکري شتون توجیه کولی شي. په همدې اساس پدې اداره کې پخواني جګړه خوښي جنرالان مقرر شوی چې هغه په جګړه ټینګار کوي لکه د دفاع وزیر جنرال ماتیس چې په لیوني سپي مشهور دی یا د سپینې ماڼۍ د امنیت مشاور جنرال میکایل فلین چې اوس یې استعفأ ورکړی، جګړه پلوی جنرال دی. هغه (د جنګ میدان) په نوم کتاب لیکلی او په هغه کې یې د ټولو اسلامي احزابو سره د جګړې وړاندیز کړی دی. نوموړی د ترهه ګری د کلمې د استعمال هم مخالف دی بلکې وایي د ترهګرې په ځای باید بنسټپال اسلام یاد کړو او جګړه ور سره وکړو. د همدې شعار لاندې امریکا غواړي په سیمه کې ستراتیژیک اهداف تعقیب او خپل عسکري شتون اوږد کړی ځکه پدی صورت کې به دیته اړتیا نه وي چې څوک ووایي اوس په افغانستان کې بهرني وسله وال نشته امریکایي عسکر دې ووزي بلکې ترڅو چې د دوی په نظر په افغانستان کې اسلامي بنسټپالنه وي د دوی عسکر به په افغانستان کې موجود وي .
د جګړې ددوام لپاره زمینه سازي :
ددې لپاره چې په افغانستان کې عسکري شتون توجیه کړې ، امریکا او د کابل اوسني حکومت په لوی لاس لومړی په افغانستان کې د داعش د نفوذ د پراختیا خبرې شروع کړې. ددوی له خوا تمویل شویو رسنیو به پرله پسې ډول ګردي میزونه جوړول اوپه افغانستان کې د داعش د خطر په هکله یې خبرداری ورکاو، حتی داسې لیدل شوی چې په ځینو سیمو کې اربکیانو د داعش بیرغونه پورته کړل.
د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر چې ویره یې درلوده د کابل ملي امنیت غواړي په ننګرهار کې یې د داعش په ذریعه وټکوي، وایی ماسره داسې اسناد شته چې ثابتوي د کابل ملي امنیت په افغانستان کې د داعش په جوړولو او پاللو کې لاس لري او په کابل کې یې حویلی ورته نیولې دي. همداراز، د افغانستان دولتي چارواکو هڅه وکړه چې په شمال کې د داعش د نفوذ د پراخیدو لپاره تبلیغات وکړي ترڅو له یوې خوا روسان وډار کړي چې د کابل حکومت سره نورې نظامي مرستې وکړي او له بلې خوا د داعش تر نامه لاندې د مرکزي اسیا هیوادونه بی ثباته کړي. پدی ډول هلته د مسکو نفوذ چلنچ کړي. د تیر کال په اکتوبر کې جنرال دوستم رسنیو ته وویل چې داعش غواړي د افغانستان په شمال کې اوه زره وسله وال ځای په ځای کړی. همدا اوس د جوزجان د قوش تیپه ولسوالۍ کې د همدې په لاس جوړې شوې ډلې یو نامتو قوماندان د دوستم لیکو سره دی. په مجموع کې دا یوه خطرناکه لوبه ده . دا ټول د نورو د اهدافو لپاره ترسره کیږی او په افغاستان کې د سولې او پرمختګ مخه نیسي.
آیا چارواکي امریکې ته ( نه ) ویلی شي؟
امریکا پوهیږي چې د افغانستان د ولس او د دوی ګټې جلا دي. سره ددې چې امریکا په افغانستان کې عسکري شتون لري، لاکن بیا هم هیڅکه نغواړي چې په افغاستان کې داسې څوک واک ته ورسیږي چې په سیمه کې د امریکې په اهدافو د افغانستان ملي ګټو ته ترجیح ورکړي. له همدې امله په تیر او په اوسني حکومت کې له ولس مشر نه نیولی تر وزیرانو پورې هغه کسان وینو چې د بهرنیوهیوادونو په تیره بیا د اروپا او امریکې تابعیت لري . کورنی یې په همدغو بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي . د ملي وحدت حکومت په نامه په افغانستان کې د واک ویش هم ددې لپاره رامینځ ته شوې چې چارواکي یې د امریکا د اهدافو او فرمایشاتو په مقابل کې د څه ویلو جرئت ونلري ځکه که احیانا یو لوری د ( نه ویلو) جرئت وکړي، بل لوری به لبیک ورته وایي. باالعکس تل به د بهرنیانو د خوشالولو په سیالي سره بوخت وي.
افغانان باید څه وکړي:
هغه افغانان چې په هیواد او ولس يې زړه خوږیږي، اوس چې هر صف کې وي باید په ملي او اسلامي اهدافو راټول شي. یوه او بل ته لاس ورکړي. په سوړ دماغ په روانو او راتلونکو حالا تو سوچ وکړي او خپلې ملي او اسلامي ګټې تعریف او وسنجوي. افغانستان د پردیو د دسایسو له ګرداب نه راوباسي.
د پردیو د تسلط له منلو څخه ورته بهتر ده چې یو او بل ومني. که نه نو ترڅو چې په افغانستان کې د خارجیانو تسلط او دسیسې وي، د ا جګړه به همداسې دوام لري، ولس به قرباني ورکوي او د هرې ورځې په تیریدو سره به ولس په یوه او بل نوم نور هم ویشل کیږی او کمزوری کیږي.