د ښې ژباړې لپاره ځينې لارښوونې
د هرې ژبې ويونکي اړ دي، چې د نورو ژبو د ويونکو له تجربو او پوهې څخه ګټه واخلي او دهغو د پرمختګونو او برياوو تر سيوري لاندې ځانته د برياوو لارې جوړې کړي او دا برياوې يوازې او يوازې د ژباړې له لارې تر لاسه کيږي، چې زموږ نوی کهول هم دې ارزښت او اړتيا ته په کتو سره د ژباړې لمن نيولې او نن سبا خو د ژباړې کار ښه په ګړز روان دی، کله کله ډېره مينه هم سړی خرابوي، هغه داسې چې ډېری نوي ځوانان له ژبې سره د مينې له کبله؛ پرته له دې چې د ژباړې په هکله ځان پوه کړي، د ژباړې اساسات ولولي، د ژباړې کولو په اړه پوهه ترلاسه کړي، د ژباړې په ستونزمن کار لاس پورې کوي، چې کله کله دا ګټه په ډېر سخت زيان تمامه شي او په ژبې کې ګډوډي رامنځ ته کوي، حتا ژبه ماتوي او بې خونده کوي يې، چې په اوسمهاله ژباړو کې کله نا کله دا کار تر سترګو کيږي. راځی د دې کار د مخنيوي لپاره يو څو ټوليزې لارښوونې په پام کې ونيسو، چې په راتلونکې کې د داسې ستونزو څخه ځان وژغورو او خپله ژبه له داسې ګډوډۍ او د نيمګړو ژباړو له سېلاب څخه خوندي کړو.
۱- تر هر څه مخکې بايد د ژباړې لپاره داسې اثر وټاکل شي، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او د ټولنې اړتياوو ته په کتو سره يو اثر يا مقاله خوښ کړای شي او وروسته تر يو لړ نورو مرحلو يې پرژباړلو ژباړې لاس پورې کړي.
۲- ژباړونکی بايد د ژباړې په چار کې د تنبلۍ څخه کار ونه خلې، هغه بايد په ډېر دقت او غور سره دغه چار پرمخ بوځي، تر څو د ګلالۍ ژباړې په کولو سره خپله ژبه ښايسته او بډايه کړي.
۳- هغه څوک چې په ژباړه کې ډېر کاري شاليد نه لري، هغه بايد هرومرو خپله ژباړه يوه پوخ ليکوال ته وښيي، تر څو د هغه له خوا وارزول شي او کره شي، ځکه چې د تېروتنو او غلطيو سمونه په لومړيو کې په اسانۍ سره كيږي او په وروستيو کې له دې ډول تېروتنو څخه ځان وژغوري.
۴- که چېرې په اصلي متن کې د داسې لغت سره مخ کيږﺉ، چې انډول پيدا کول ورته ډېر ستونزمن وي او يا هم په ژبه کې ورته انډول نه لرئ، نوبه راصورت كې ژباړن بايد له پوهو کسانو او ژبپوهانو سره په دې اړه مشوره وکړي، چې په هر لغت يې سلا راغله، هغه دې وليکي او اصلي لغت دې ورسره په لينديو کې وليکي، تر څو د لوستونکو د سمې پوهېدا سره مرسته وکړي.
۵- ښه ژباړه هغه ده، چې په ورځنۍ محاوره برابره وي، نه دا چې له ځانه جوړ شوي توري په کې وکارول شي او هغه بيا ژباړې ته اړتيا پيدا کړي، دا کار يوازې دانه چې لوستونکي له دې ډول اثر يا ژباړو له لوستلو بېزاره کوي، بلکې د هغې ژبې د اثارو له لوستلو يې هم بېزاره کوي.
۶- ټکی پر ټکی ژباړه سمه او خوږه نه راځي، لوستل يې ستونزمن او ستړې کوونکي وي، د دې پر ځای چې ټکی پر ټکی ژباړه وشي، لومړی بايد د (SL) مبدا ژبې متن دوه يا درې ځلې ولوستل شي، ځان ښه پرې پوه کړي، بيا دې په خپل ذهن کې د خپلې يا (TL) مقصد ژبې د ګرامري اصولو او ژبنۍ قواعدو سره سم پراګراف جوړ کړي، تر څو لوستونکي په دې پوه نه شي، چې ژباړه لولي او د ښې ژباړې تر ټولو منلی اصل هم همدا دی.
۷- د بلې ژبې درانه او شډل لغتونه دې په خپله ژبه کې نه راوړي، مبتدا او خبر دې يو تربله نژدې وي، اوږدې جملې او د کلمو بې ځايه تکرار د متن خوند له منځه وړي او لوستونکي يې له لوستلو ستړي کوي.
۸- د بلې ژبې د لغت لپاره ټکی پر ټکی لغت جوړول هم سم نه بريښي؛ لکه د دري ژبې (لب دريا) د (سيند پر شونډه)، د پاړسي ژبې (دستت درد نه کند) په (لاسونه دې درد ونه کړي)، د انګليسي ژبې (Watch dog) د (کتونکي سپي) په مانا ټکی پر ټکی وژباړي.
کله کله په ځينو لغتونو کې دا ډول ژباړه سمه مانا ورکوي، خو په ټوليز ډول دا کار سم نه دی، بايد په دويمه ژبه (TL) مقصد ژبه کې ورته په هماغه مانا انډول وپلټل شي او په متن کې وکارول شي.
۹- بله دا چې په پښتو ژبه کې د فعلي جملې اوډل داسې دي، چې لومړی فاعل، مفعول او فعل راځي، د عربي، دري، پاړسي او انګليسي سره ډېر توپير لري، ځکه بايد له ټکي پر ټکي ژباړې څخه ځان وساتو.
۱۰- په ژباړه کې بې اړتيا د بلې ژبې لغت راوړل هم په ژباړه کې بې خوندوالی او پيکه توب رامنځ ته کوي، لکه اوسنۍ اردو ځپلې، پاړسي ځپلې او انګليسي ځپلې ژباړې چې بې اړتيا په کې د اصلي ژبې لغتونه ښه تراڅرګندېږي ، همدارنګه له بلې ژبې څخه کټ مټ ژباړل شوي ترکيبونه هم ژباړه بې خونده کوي، په همغه مانادخپلې ژبې له قواۍ وسره سم انډول او تركيب پيداشي.
۱۱- ژباړن بايد د اصلي اثر د ليکلو د زمانې په لغاتو او اصطلاحاتو پوره خبر وي او هم بايد د اصلي ليکوال د ټولو ټولنيزو شرايطو، حالاتو، ژوند او نورو په اړه پوره معلومات ولري.
۱۲- په کومه څانګه يا برخه کې چې ژباړه تر سره کيږي، ژباړن بايد د هغې څانګې له ټولو علمي او نورو اصطلاحاتو او کلمو سره پوره بلدتيا ولري.
۱۳- ژباړن بايد د پراخې مطالعې څښتن وي.
۱۴- ژباړن بايد ليکوال وي او دليکوالۍ په ټولو اصولو خبر او پوه وي.
۱۵- د خاصو نومونو، هېوادونو، ښارونو، سيندونو او نورو نومونه دې ونه ژباړل شي؛ لکه چې يوه ژوندۍ بېلګه يې اوسنيو ټلويزونو لوکې هغه د دوی پر وينا تر ټولو مشهور ټلويزون کې مې سپورټي خبرونه ننداره کول، چې د هماغه ټلويزون يوه وياند د ژباړې پر مهال (King) چې د يوه لوبغاړي نوم دی، په (پاچا) ژباړلی و، چې دا کار د ژباړې ټول ارزښت له منځه وړي، بايد نومونه او نور په هماغه تلفظ يوازې د تورو په بدلولو په خپله ژبه وليکي. د (King) نوم بايدپه (کينګ) وليکو.
۱۶- کله ناکله د (SL) اصلي ژبې او (TL) دويمې ژبې چاپېريال سره توپير لري او په دې چاپيريالي توپير کې ډېر نور شيان دي، چې په يوه ټولنه کې وي او په بله ټولنه کې هغه بيخي نه وي؛ لکه د ځينې ګلانو او خواړو نومونه، چې زموږ په ټولنه کې بيخي نه وي او په غربي ټولنه کې شته وي.
د بېلګې په ډول د اروپايي خواړو لکه: Hotdog, Pizza, chali, pic او نور. دا باید په هماغه تلفظ د دويمې يا مقصد (TL) ژبې په تورو وليکل شي او بيا دې د دې په اړه توضيح ورکړل شي.
۱۷- په انګليسي ژبه کې ځينې نومونه په لنډ ډول ليکل کيږي؛ لکه: (UN)، (UNAMA)، (UNDP) او داسې نور، چې دا بايد په اصلي مانا، لکه ملګري ملتونه (UN)، د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (UNDP) وژباړل شي او که تر څنګ يې انګليسي توری په غټو تورو وليکل شي، نو لا به ښه شي.
۱۸- همدارنګه ځينې عسکري اصطلاحات دي، چې د هغو ټکی پر ټکی ژباړه مانا نه ورکوي او موږ په خپله ژبه کې ورته نومونه لرو؛ لکه:
انګليسي، پښتواو پاړسي:
مارشال --- Marshal
ډګرجنرال سپهبد Lieutenant General
تورن جنرال سر لشکر Major General
بريد جنرال ----- Brigadier General
ډګروال سرتيپ Brigadier
ډګرمن سرهنګ Colonel
جګړن سرګرد Major
تورن سروان Captain
بريد من ستوان Lieutenant
۱۹- د علمي رتبو لپاره هم موږ په پښتو ژبه کې نومونه لرو، چې بايد د انګليسي يا پاړسي د نومونو پرځای وکارول شي، نه دا چې د هغو څخه دې وژباړل شي.
انګليسي ، پښتواو پاړسي
پوهاند استاد Professor
پوهنوال استاد يار Associate Professor
پوهندوی دانشيار Assistant Professor
پوهنمل، پوهنيار، پوهيالی مدرس Instructor
۲۰- د پوهنتون د هر ټولګي د محصل لپاره بېلې کلمې شته دي، چې بايد هغو ته هم پام وشي.
پښتو انګليسي
د پوهنتون د لومړي کال محصل Fresh man
د پوهنتون د دويم کال محصل Sophomore
د پوهنتون د درېيم کال محصل Junior
د پوهنتون د څلورم کال محصل Senior
۲۱- په ځينو تاريخي ليکنو کې تاريخي نومونه، د پيغمبرانو نومونه او يا هم د مشهورو وګړو نومونه راځي، چې هره ژبه ورته بېل نوم لري.
يو څو نومونه په پښتو او انګليسي کې:
پښتو انګليسي
موسی Moses
شيث Seth
داود David
يحیJohn
سليمان Solomon
اسحق Isaac
يوشع Joshua
الياس Elijah
مريمMary
سارهSarah
عيسی Jesus
يعقوب Jacob
يوسف Joseph
يونس Tonah
ايوب Tob
اسمعيل Ismael
حواEve
نوحNoah
شعيبJetro
ابراهيمIbrahim
ادريس Enoch
مسيحChrist
لوط Lot
آدمAdam
هارون Aaron
خضر الياس Elias
۲۲- د شخصيتونو نومونه، چې په افسانو، کيسو او نورو تاريخي ليکنو کې راځي. لکه:
پښتو انګليسي
چنګيز Genghis
ګوډ تېمور Jarnerlane
زردشت Zarathustra
افلاطونPlato
بطليموس Ptolemy
اقليدسEuclid
داراDarius
سکندر Alexander
ابن سيناAvicenna
ارسطوAristotle
بقراط Hippocrates
۲۳- د ځينو هېوادونو نومونه، چې په نورو ژبو کې يې نومونه توپير لري، لکه:
پښتو انګليسي
يونان Greece
انګلستان England
مصر Egypt
هندوستان India
اردن Jordan
قاهره Cairo
مجارستان Hungary
المغرب Morocco
بيت المقدس Jerusalem
۲۴- ديوې ښې ژباړې لپاره يوه بله ځانګړنه، دنثر د ښكلا په نظر كې نيول دي،ژباړن بايد،له كومې ژبې څخه ،چې ژباړه كوي، هڅه وكړي، چې دمتن ښكلاېيزه تومنه زيانمنه نه شي.
او داسې نور....
ژباړونکی بايد د ژباړې پر مهال دغه دوه اړخونه هم په پام کې ونيسي:
۱- د لوستلو اړخ
۲- د ليکلو اړخ
۱- د لوستلو اړخ: کله چې په يوه کانفرانس يا غونډه کې د چا خبرې نيغ په نيغه ژباړل کيږي، نو ژباړن بايد د خبرو کوونکي اصلي مقصد اورېدونکو ته په ډاګه کړي او د ويناوال اصلي پيغام دې اورېدونکو ته ولېږدوي.
۲- د ليکلو اړخ: کله چې د يو چا ليکل شوی متن ژباړل کيږي؛ نو ژباړن بايد د لوستونکو د پوهې کچه هم په نظر کې ونيسي، ځکه ښايي دا ژباړه هر ډول وګړي ولولي، چې د پوهې کچه يې يو له بله سره توپير ولري، نو په کار ده، چې ژباړن بايد د ليکنې منځنۍ لاره په پام کې ونيسي، هر څوک يې د پيغام څخه اخيستنه وکړي او همدا ډول د اصلي ليکوال د مفهوم او مطلب په لېږدونه هم بريالی شي.
په ژباړه کې دې او دېته ورته نورو مسلو په پام کې نيولو سره کېدای شي، چې تر لوستونکو ښه، روانه، له مانا ډکه او خوندوره ژباړه ورورسيږي.