د ژباړې بنسټونه The basics of Translation
1- اصلي متن دې د ټوليز درک او اصلي فهم لپاره دوه يا درې ځلې ولوستل شي.
2- د هغو لغاتو په مانا چې نه پوهېږي، هغه بايد ياداشت کړي او پېچلې جملې يې بايد په وړو جملو تجزيه شي، چې اصلي مانا ته ورسيږي.
3- د لغاتو د پيداکولو لپاره دې د هغې ژبې منل شوی قاموس وګوري؛ يانې د عبارتونو او اصطلاحګانو د پيدا کولو لپاره دې د اصطلاحګانو قاموسونه او دنومونو او تاريخونو او نورو حقيقتونو د پوهېدو لپاره اړوندو اثرونو ته مخه وکړي.
4- ژباړن بايد د هرې كلمې لپاره اړونده مانا پيدا کړي، نه دا چې په قاموس کې هره مانا پيدا شي هغه وکاروي، ځکه يو لغت تل د لاندينيو څلورو ماناوو څخه برخمن وي:
لغوي يا فرهنګي مانا Lexical Meaning۱-
تخنيکي يا علمي مانا Technical Meaning۲-
اصطلاحي يا لهجوي مانا Idiomatical Meaning۳-
ګرامري مانا Grammatical Structure Meaning۴-
د بېلګې په توګه د انګليسي ژبې د Wood کلمه را اخلو، دا کلمه د اسم په حالت کې د لرګي مانا ورکوي، کله چې لومړی توری (W) يې غټ وليکل شي، د شخص نوم شي، کله چې يې په پای کې (S) راشي، (Woods) د ځنګل مانا ورکوي او د فعل په بڼه د كرنې مانا وركوي.
همدا ډول د (Spring) کلمه، په اسمي حالت کې د کال لومړی فصل، فنر او د اوبو د چينې په مانا هم راځي، د فعل په بڼه د خيز يا ټوپ وهلو په مانا راځی، چې په لاندي جملو کې يې كتلاى شو:
The cat spring on the rat
پېشو پر موږک ور ټوپ كړ
I have lost the spring of my watch
ما د خپل ساعت فنر ورک کړی دی.
۱- ښايي د اصلي متن يوه اصطلاح له ژباړې ژبې د يوې اصطلاح سره يو ډول مانا ولري، يانې له پورتنيو ځانګړنو سره سره ورته مانا ولري.
۲- ښايي يوه اصطلاح د بلې ژبې په اصطلاح واړوو، چې ورته مانا افاده کړي. په داسې حال کې ؛ چې سبکي او عاطفي مانايې هم وساتل شي، خو د خيال او ټکي پر ټکي مانا يې بدلون ولري، يانې د ټکي پر ټکي مانا يې سره توپير ولري.
۳- ښايي يوه اصطلاح په هماغه سياق او جوړښت سره له يوې ژبې څخه بلې ژبې ته وژباړو، په دې دليل، چې په دويمه ژبه کې بله داسې اصطلاح شتون ونه لري، چې مستقيماً مجازي مانا افاده کړي. په داسې وخت کې ژباړن بايد له پنځوګونو ځانګړنو څخه کار واخلي او ډېری په ټکي پر ټکي ځانګړنې زور واچوي. لکه د انګليسي ژبې دا اصطلاح:
People who live in glasshouses should not throw stones.
هغه وګړي، چې په ښيښيي کورونو کې ژوند کوي، بايد تيږې ونه وروي .
۴- په پای کې که ژباړن له پورتنيو دريو څخه له ېوې لارې هم ونه شي کولای چې اصطلاح وژباړي، هغه بايد د مقصد په ژبه کې د هغې اصطلاح تشريح وکړي، تر څو لوستونکو ته مفهوم په سمه توګه ورسوي.
۵- وروسته له دې چې لغاتو ته مو دقيقې مانا پيدا كړې وې؛نو دموضوع په ژباړه جمله په جمله او يا پراګراف په پراګراف پيل كوو . په دې مرحله كې بايد پاملرنه وشي، چې دجملو يا پراګرافونو ترمنځ رابطې په سمه توګه وساتل شي . دپراګراف په پراګراف ژباړې لپاره بايد:
الف: پراګرافونه بايد دقيق ولوستل شي ؛چې په ماناوو يې په سمه توګه پوه شو.
ب: وروسته بايد دپراګرافونو جملې په لنډو جملو واړول شي اوڅه شي را نه مبهم تېر نشي.
ج: په درېيم پړاو كې بايد هره جمله په بېلا-بېلوتوكونو وويشل شي.
د: دپراګراف اصلي مطلب يا د پراګراف په سر كې وي او يا په پاى كې. ددغه اصل مطلب په پام كې نيولو او دګرامري دستورونو په رڼا كې په ژباړه لاس پورې كړئ
۶- دپرمختللو هيوادونو دعلمي او تخنيكي اثارو دژباړې په وخت كې كېداى شي له داسې لغاتو او اصطلاحاتو سره مخ شو، چې دهغه معادل په خپله ژبه كې ونه لرو؛ نو لازمه ده هغه لغات كټ مټ راواخيستل شي اوبيا په اړوندليكلرودله مفهوم سره الخط وليكل شي او يا په دواړو بڼو په لومړنۍاودريمه ژبه وليكل شي.
۷- كله داسې هم پېښېږي، چې په قاموسونو كې دلغت سم ځواب نه تر لاسه كېږي ؛نو په دې وخت كې بايد تر ټولو نژدې مانا لغت ته غوره شي او دمانا تر څنګ اصلي لغت په خپله بڼه هم راوړل شي تر څو لوستونكى له ابهامه خلاص كړي.