ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي
د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي
چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو
بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي
شاعري د جدایی له درده کیږي
چې یی خیال له شعره ووځي نو ادیب شي
د غربت خو دې دا نوم له دنیا ورک شي
بس سړی له سړو باسي چې غریب شي
چې دولت او طالع نه لرې میرویسه
سړی څنګه د یار غیږې ته قریب شي