سجاوند:
دغه سیمه دکابل ګردیز او غزني په منځ او د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پرته ده.سجاوند دپیړیو پیړیو لپاره لرغونی کولتوري او دتمدن مرکز و.په تاریخي متونو کې هم دغه سیمه کې دیوه ډیر ارزښمن کولتوري مرکز په توګه یاد شوی دی.سجاوند دلوګر هغه لرغونې سیمه ده،چې له غزني سره اداري پوله لري. دسجاوند دسیمې یادونه لرغوني یوناني مشهور جغرافیپوه بطلیموس کړې، چې دلوګر دپیژندلو په اړه ېې په خپلو لیکنو کې ثبت او ظبط کړي دي.(
۱۳) تربطلیموس راوروسته چینايي زیارت کونکي هونتسنګ(په لرغونې افغانستان کې ېې دګرځیدو تاریخ شپږمه میلادي پیړۍ) ښودل شوې ده. په اثارو کې دسجاوند سیمه راپیژندل شوې ده.(۱۴)

دنوموړي په قول په(تسوکوتا)کې (دغزني او اوسني لوګر شاوخواسیمې) دشونا په نامه یو ستر معبد(لمونځ ځای) جوړشوی،چې په زرګونه کسان ېې عبادت کوي. دمورخینو په نظر دشونا معبد له اره برهمني او لمر نمانځنې ځای و.(۱۵)په دې ډول سجاوند دلوګر اړنده سیمه ده،چې تاریخي جرړې ېې زرګونه کالونه وړاندې زمانو ته رسیږي .په دغه لرغونې سیمه کې دتخت جمشید په نامه یوه بله تاریخي سیمه شته،چې وروسته به پرې بشپړه رڼا واچوله شي.

خروار:
خروار دلوګر یو له تاریخي سیمو څخه ده او په اداری حساب اوسمهال یوه ولسوالۍ ګنل کیږي،چې له غزني سره ګډه پوله لري.پر کال
۴۲۲هجري سپوږمیز کې امیر مسعود دښکار په تکل خروار او خارمرغ سیمې ته تللی و. داستاد علامه حبیبي په وینا:دادوه سیمې (خروار اوخارمرغ) غزني ته نږدې یانې اوسني لوګرپه خروار ولسوالۍ کې چې هغه مهال دغزني په مربوطاتو پورې اړوندې وې ښکارځایونه وو.نوموړی دلیل دا راوړي،چې امیر معسود دروژې په ۱۳مه نیټه له غزني څخه لاړ او په ۲۳مه ورځ بیرته راستون شو.په دې مانا چې امیر مسعود لس ورځې په همدغه سیمه(خروار) کې په ښکارکولو تیرې کړې وې.(۱۶)دا خروار اوس هم دیوې ولسوالۍ په جوله دلوګر په لودیځ کې پروت دی،چې ورکې آِکاخیل، احمدزي،ککوزي او ځینې نور قومونه میشته دي.خروار یو د اوبو بند هم لري، چې دخروار د اوبو بند په نامه یادیږي.پاتې شوه د خارمرغ کلیمه چې پورته مو يادونه وکړه.دخار وروستۍ کلیمه(مرغ)دسمسور او زرغون په مانا دی او په افغانستان کې دمرغ او مرغې په نامه سیمې شته دي.په اوستا کې هم ددې کلیمې آر مریغهMaregha شته ده،چې دچمن په ماناراغلې ده.(۱۷)

خو دحبیبي صیب د(خارمرغ) کلیمه چې ده ېې ذکر کړی دی. اوس ېې کومه نښه نه تر سترګو کیږي او دلوګر په اړوندو سیمو کې تر دې نامه لاندې کومه سیمه نه شته،خو کیدای شي،چې دغه سیمه دغزني په مربوطاتو کې دکومې سیمې نوم وي او یا هم داسیمه اوس په بله بڼه یا نامه اوښتی وي.خروار بیا کټ مټ دپخوا په څیر ژوندی دی.حبیبي صیب په خپلو څیړنو کې ویلي دي،چې دا دوه سیمې یو دبل څنګ ته پرتې دي،چې داسې نه ده .لومړنۍ سیمه(خروار) سمه ده او په لوګر کې پرته ده خوددویمې سیمې په اړند کومه سیمه په لوګر کې منسوبه نه ده.

دخروار لرغونې سیمه په خپل زړه کې یوه بله کولتوري سیمه ساتلې ده،چې لرغونتیا ېې سلګونه کلونه وړاندې زمانو ته رسیږي او داسیمه کافرکوټ نومیږي.کافر کوټ په خروار کې یوه سیمه ده،چې ورکې یو لرغونی ښار میندل شوی او له دغه زاړه ښار څخه دسروزرو،سپینوزرو او ګچو څخه جوړې شوې مجسمې او لوښي ترلاسه شوي.دلرغونپیژندونکو په وینا قدامت ېې دبودایانو(۲۶۰ز) او کوشانیانو(  ۱۶۵ز)زمانو ته رسیږي،چې څه دپاسه اتلس سوه کلن لرغونتوب لري.په دې توګه په خروار کې کافرکوټ دزرګونو کالونو کولتوري، تاریخي او مذهبي سیمه او مینه اوسیدلې ده.