لوګر، لوی غر، لوکرنا
دپیړیوپیړیولرغونی او کولتوري ټاټوبی
د افغانستان هره برخه، هره سیمه او مېنه ترخپل شا ځانګړی لرغونتوب لري. په ځانګړي توګه دپخواني سیستان دحوزې سیمې،ګندهارا(پېښوراو ننګرهار)او سویل ختیځې سیمې(لویه پکتیا). په دغو سیمو کې په پېړیو پېړیو بیلا بیل مدنیتونه، واکمنۍ، کولتوري او مذهبي پیرونه اوښتي را اوښتي دي.
یو له دغو سیمو څخه لوګر دی، چې دپېړیو پیړیو مدنیتونو انځور او آثار یې په خپل زړه کې لا تر اوسه ژوندي ساتلي دي.لوګر دکوشانیانو،بودایانو، اسلامي واکمنانواو دغزنوي دورو ټاټوبی اوسیدلی دی.ددې لپاره چې دغه سیمه رښتیا هم دپورتنیو مدنیتونو ټاټوبی اوسیدلی دی ؟ددې ادعاوو دزبات لپاره په لاندنیو موضوګانو خپله څېړنه پیلوم:
-- دلوګر د کلېمې تاریخي شالید(Background)
-- جغرافیوي ځانګړنې
-- لرغونې سیمې اومېنې
-- دلرغونوسیمو اوسنی وضعیت
-- وړاندیزونه
-- سرچینې
دلوګر د کلېمې تاریخي شالید (Background):
دلوګر دکلیمې په اړه دوه ډوله څېړنې تر سره شوي.لومړۍ ایتمولوجیکه او دویمه فولک ایتمولوجیکه څېړنه.ایتمولوجي په ژبپوهنه کې دیوې کلیمې یا ویي د ریښې پلټنې ته وايي.او فولک ایتکولوجي بیا په ژبپوهنه کې د یوې کلیمې ولسي یا عامیانه ریښې پلټنې میتود ته وايي.(۱)
په لومړۍ څېړنه کې د لوګر ویی له دوو مورفیمونو (لو) او (ګر) څخه رغیدلی دی، چې (لو) دلوی او ستر په مانا او(ګر) د غر یا غره په مانا دی.په روسي کې غره ته (ګړه) ویله کیږي او په ټولو سلاوي ژبو کې د(ګر،ګره،ګري) ریښه شته ده.دغه کلیمه په سانسګریټ کې د(ګیري) giriپه اوستا کې gairi اورمړي کې د giri په جوله او بڼه استعمالیده، چې دپښتو په ژبه کې د(غر)په شکل لاژوندۍ پاتې ده.(۲)په اردو ژبه کې اوس هم د (ګهر)ویی شته،چې کور ته ویل کیږي. زما په آند دا(ګهر) د همدغه (ګراوغر) زړه بڼه ده.ځکه پخوانیو آریایانو له بیلابیلو سیلاوونو او نوروطبیعي آفاتو څخه د ژغورنې په موخه ډیر په غرونو کې میشته کیدل. دا غرونه ددوی لپاره له بیدیا او اوارې څخه ښه په امن استوګنځي وو.نو ځکه په اردو ژبه کې کور ته (ګهر) ویل کیږي، چې هماغه دپخواني (غر) چې د استوګنځي په مفهوم کاریده.اوس هم کاریږي.
د(ګر)د کلیمې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی وایي چې:په سانسګریټ کې (غر)ته (ګیري) ویل کیږي او په لرغوني فارس کې دغې کلیمې ته د توماسچک په وینا (ګر)ویل کیده. اروپایي څېړونکو چې دبابلي کتیبو په اړه کومې څېړنې کړي،نو په هغو کې د(ګر)کلیمه دغره لپاره کارول شوې ده.(۳)
داچې لوګر ته ولې لوی غر ویل شوی،علت یې دادی چې په دې سیمه کې لوړ او دنګ دنګ غرونه ډیر زیات دي، چې لړلۍ یې دپکتیا،پکتیکا او دېره جاتو غرونو ته رسیږي.پاتې شوه داخبره،چې لوی غر څنګه په لوګر اوښتی، داژبني اومهالني ابدال يا اوښتنې دي،چې دوخت په تیریدو سره ژبني تړنګونه تحول مومي او کلیمې خپلې بڼې بدلوي.په آریایي ژپو کې داډول بیلګې زیاتې دي.لکه په پښتو کې هر هغه کلیمه چې له دوو خپلواکو مورفیمونوڅخه تړښت موندلی وي، نو د لومړي مورفیم خپلواکه وروستۍ څپه غورځیږي،چې دې عملیې ته په تشریحي ژبپوهنه کې غورځیدن يا Decreasing وايي.دساري په توګه مونږ وایو(مرسته) دا یو مورفیم دی، کله چې ورڅخه نوم جوړوه،لکه (مرستندوی)نو وروستۍ(ه) واوله څپه ترې لویږي. همداډول په پوهنه کې چې په (پوهنځي )کې د (پوهنه)وروستۍ (ه)غورځیږي. په دې ډول دې ته ورته نورې بیلګې. په ځینو کتابونو کې لوګر ته لهوګر هم کارول شوی دی خو دا کارونه ایتمولوجیک شالید نه لري.
دلوګر دریم نوم لوکرنا دی. دیونان وتلي او نامتو جغرافیه لیکونکي بطلیموس دکابل څیرمه سیمې د ارګردا(ارغنده) لوکرنا(لوګر)او بګردا(وردګ)په نومونو یاد کړي دي.(۴)له دغو سیمو څخه یوه یې لوکرنا یا اوسنی لوګر دی، چې د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته څېرمه پروت دی.دویمه څیړنه د لوګر دکلیمې په اړه فولک ایتمولوجیکه څېړنه ده.ځېنې خلک وايي چې لوګر د(لوګر)یانې هغه کسان چې لو کوي په مانا دی.داپرځای خبره ده،چې ددغه سیمې خلک خپل معیشت د کرهڼې له لارې سمبالوي او په دغه سیمه کې غنم هم زیات کرل کیږي، خو دا تسمیه له دې خبرې سره هیڅ اړخ نه لګوي.تر کومه ځایه چې زما تجربه ده، نو په لوګر کې دغنمو دلو کولو په وخت کې د لو لپاره له ختیځو ولایتونو څخه کسان راځي او لو کوي، چې په بدل کې یې غنم تر لاسه کوي. ان داچې ددوی دښه لو له کبله ځینې مشرقیوالې کورنۍ په لوګر کې میشته شوي او نورې بزګري چارې پرمخ بیايي. په خپله لوګریان لو او تریشر نه کوي، نو دپورتنیو دلایلو پر بنسټ دغه ایتمولوجي چې د خلکو په ذهنونو کې ېې ځای نیولی ناسمه او ستره تیروتنه ده.
لوګر په خاک پاک(پاکې خاورې ) هم مشهور دی. ددې نوم پس منظر داسې دی، چې حضرت عثمان (رض) (۲۵-۳۵ه) افغانستان ته راننوته، نو پر هغه مهال دده جنګي قومندان عبدالرحمان بن سمره دغزني له لارې لوګر ته راغی.هغه وخت په لوګر کې بودايي دین دود و او لوګریان د نوموړي دین لارویان وو. عبدالرحمان بن سمره ددې سیمې ټول وګړي د اسلام پر سپیڅلي دین مشرف کړل او وروسته بیا دحضرت عثمان (رض) لخوا دیوه لیک په ترڅ لوګر ته د پاکې خاورې يا (خاک پاک) ستاینوم ورکړل شو.
نور بيا...............
ليکوال: عبدالرحمن احساس حبيب زوی