افسوس چې اشنايي دې د مطلبه سره وه
مُسکۍ وړه خندا دې د سببه سره وه

په خوله دې محض ويلې د وفا پاکې خبرې
د صدق له کوڅو دې منډه دربه سره وه

په څټ، چې دې د زلفو سلسلې وې غوړولې
رښتيا، چې توره شپه يې له عقبه سره وه

خبر نه وم ستا مينه د هغه چا په دود ده
خورجينه چې د آس د خولې جلبه سره وه

په عقل کې رښتيا چې ليونيان دي چاپاللي
ملګري بې ننګي چېرې نصبه سره وه

ستانګزيه مايې تل د وفا کيسې کولې
وفا چېرې د ښکلو له  مذهبه سره وه

رفيع الله ستانکزی / کابل

rstanikzai@hotmail.com