ستا تصویر په تصور کې جوړومـــــــــه
ورله رنګ د زړه کنډر کې لټومـــــــــــه
بیا دژوند ظالم یو باد چې شي راپورتــه
نو له ویرې یې ټټرکې پټومـــــــــــــــــــه
ستا دسترګو په بڼوکې مې زړه ورک شي
بیا خالي ګوګل ستادر کې ګرځومـــــــــه
مین نه یم ځکه هر میـــــــــــــن تنها وي
زه خوتا په هر نظر کې ښکلومـــــــــــه
ته به خدایګو چیرته ناسته وې خوشحاله
خو زه تا په هر ګودرکې لټومـــــــــــــه
زړه کوچنی دی ستا ښایست بلا بلا دی
سمندر په پیمانو کې ځایه ومـــــــــــــه
نن مې ډیر په زړه را اورې لږه راشه
زه شینواری دلیدو پــــــــــــــه تمه یمه
شینواری
haseebnsh@hotmail.com