دروغجن وپېژنی
معمولاً دروغجن انسانان له يو او بل سره په ورځنيو کړنو کې ډېر ورته والی لري، د دې لپاره، چې د ځينو دروغجنو انسانانو له ځينو ځانګړنو څخه تر يوې برخې خبر شو او يا په دغو ځانګړنو پوه شو، چې عبارت دي له:
1- هغه څوک، چې دروغ وايي، د هغوی سترګې له معمول نه ډېرې خلاصې وي او يا هم په پرله پسې توګه د هغوی سترګې بېلابېلو خواو ته خوځښت کوي يانې اخوا او دېخوا ډېر ګوري، د دې پرځای، چې ستاسو سترګو ته مخامخ وګوري او د ناآرامۍ احساس کوي، د دې لپاره تاسو سره سترګې نه مخامخ کوي.
2- ځينې وخت دروغجن خلک د خبرو کولو پر وخت کې د خپل مخ يوه برخه پټوي يانې د خبرو کولو پر مهال خپله خوله پټوي.
3- کله چې له هغوی نه پوښتنه وشي، په ډېرې عصبانۍ سره خپل غوږ يا هم د سر کومه برخه ګروي.
4- دروغجن سړی، معمولاً د خبرو کولو په وخت کې له ځانه ځينې اضافي حرکتونه ښيي.
5- د خبرو کولو پر مهال ډېر ښوري او غواړي خپلې تېروتنې په يو ډول کړنو يا هم د بلې موضوع لامله وپوښي يانې پټې کړي.
6- هغوی تل په ټوليز ډول يانې کلي ډول خبرې کوي او هر وخت دا خپلې جملې تکراروي، په دې کار سره غواړي، چې خپل ځان قانع وښيي.
7- هغوی کوښښ کوي، چې ډېرې پېچلې او او ګونګې خبرې وکړي، چې تاسو ته د هغو د تجزيه کېدو وخت درنه کړي او يوازې دی خبرې وکړي.
8- کله چې وغواړی، له هغه نه د موضوع په منځ کې پوښتنه وکړی، هغوی بې له ځنډه موضوع بدلوي.
9- هغوی غواړي، داسې وښيي، چې ستاسو پوښتنه يې هېڅ نه ده اورېدلې او له دې کار سره موضوع يا بحث ته پای ورکوي.
10- که غواړی، چې د هغه د دروغ ويلو په اړه ډاډه شی، نو د هغه څخه څو ورځې وروسته د نوموړې موضوع په هکله بيا وپوښتی، چې همدا پېښه له بل داستان سره درته ووايي.
11-که پر هغوی باندې لږ اندازه شک هم ولری، نو تاسو به پر بې اعتمادی تورن کړي او ډېر ژر به دې بحث ته پای وروبښي.
12- دروغجن خلک معمولاً له خبرو ډک وي او د هر شي په اړه نظر وړاندې کوي او ځان خلکو جامع الکمالات يا هم د نننۍ ورځې په اصطلاح کارپوه ښيي.
13- معمولاً دروغجن خلک په خپل ورځنيو چارو او کورني ژوند کې له ستونزو سره مخ دي، نو بايد له دغسې خلکو سره په خپل ورځني ژوند کې له ډېر دقت څخه کار واخيستل شي.
14- د خبرو کولو په وخت کې د دروغجنو خلکو دغږ ټون (Tune) د معمول او طبيعي حالت نه لوړ وي.
15- د خبرو کولو پر مهال بې ځايه او بې علته خندل هم د دروغجنو خلکو د نښو څخه ګڼل کيږي.
16- دروغجن خلک تل غواړي، چې په خپلو زړه وړونکو او ښکلو خبرو سره زموږ پام خپلې لفظي ښکلا ته واړوي او له حقيقت څخه مو لرې کړي، هغوی تل کوښښ کوي، چې په خپلو خبرو کې د چاپلوسۍ او مداريتوب مالګه ورواچوي.
او د پای ټکی به يې دا کړو، چې هېڅ کله هم دروغجن پټ نه پاتې کيږي، که وغواړي، د څه مودې لپاره به رښتيا پټ کړي، خو اخر به برملا کيږي او د درواغجن مرداره څېره به ټولنې ته څرګنديږي.
د دروغ او درواغجنو د ختمېدو په هيله
ستاسې
رفيع الله ستانکزی
کابل / نوی ښار / پينځه نۍ