((زما ملګرو کې يوازې ته يې))
((زما ملګرو کې يوازې ته يې
چې مينه پېژنې په مينه پايې))
ته هم د مينې په مانا پوهېږې
ته هم زما په هرڅه ترا پوهېږې
نو!
((زما ملګرو کې يوازې ته يې))
چې زما خوی زما عادت پېژنې
زما رښتيا رښتيا وينا پېژنې
زما په سترګو کې موسکا پېژنې
نو!
دا نور خلک دې دعوې نه کوي
زما ترڅنګ دې غربړې نه کوي
چې مې په نوم او ستاينوم يادوي
هسې بې ځايه دې نارې نه کوي
((زما ملګرو کې يوازې ته يې))
چې!
زما ژوند کې خوشالي غواړې
زماهېواد کې ابادي غواړې
ته مې تر تله نيکمرغي غواړې
زه دې هم ساتمه په زړه کې اشنا
دا ستا يادونه به وي مله راسره
هېڅ به دې نه پرېږدم يوازې اشنا
ستا به يم، ستا به يمه، ستا به يمه
زه نه پوهېږم څنګه دې وستايمه؟
زه په قاموس کې درته توري ګورم
خو داستا وړ په کې هېڅ شی نه وينم
رښتيا په زړه کې مې يوازې ته يې
((چې مينه پېژنې په مينه پايې))
((زما ملګرو کې يوازې ته يې
چې مينه پېژنې په مينه پايې))
کابل / نوی ښار
پينځه نۍ