حکومت د درملو د کیفیت معلومولو کافي ظرفیت نه لري
د كليد گروپ د موندنو له مخې افغان حکومت هېواد ته د وارداتي درملو د کیفیت په کنټرول او معلومولو کې پاتې راغلی. د شمېرو پر بنسټ، په تېر مالي کال کې افغانستان ته د څه باندې ۵ملیارد افغانیو په ارزښت درمل وارد شوي، خو حکومت د دې ټولو درملو د کیفیت معلومولو لپاره یوازې یو لابراتوار لري چې د ټولو درملو د کیفیت معلومولو ظرفیت نه لري.
ددې تر څنګ ادعا کېږي چـې افغانستـان تـه ۴۰٪ درمل له غیرقانوني لارو او په قاچاقي ډول هم راوړل کېږي. له بل لوري په داسې حال کې چې په هېواد کې درملو ته په جدي ډول اړتیا لیدل کېږي افغانستان یوازې کولای شي شاوخوا ۵ په سلو کې درمل خپله تولید کړي. د معلوماتو له مخې افغانستان ته په ترتيب له پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو تر ټولو ډېر درمل واردېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانان تل له بې کیفیته درملو سر ټکوي، افغان ډاکتران وايي، هغه درمل چې دوی یې کابل کې ناروغ ته ورکوي اثر نه لري، خو هماغه درمل په پاکستان یا هند کې هم ناروغ ته ورکول کېږي او ښه اغېز لري.
د وارداتي درملو د کیفیت نه کنټرول
د شمېرو له مخې افغانستان ته د څه باندې ۵ملیارد افغانیو په ارزښت درمل واردېږي، خو د کیفیت د کنټرول لپاره یې یوازې یو لابراتور وجود لري چې په هېڅ ډول د ټولو درملو د کیفیت معلومولو ظرفیت نه لري. د ګمرکونو ریاست د شمېرو له مخې، د ۱۳۹۴ کال د مرغومي میاشتې له لومړۍ نېټې چې د ۱۳۹۵ مالي کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري د ۱۳۹۵ لمريز کال د لیندۍ میاشتې تر ۳۰مې نېټې چې د ۱۳۹۵ مالي کال د وروستۍ میاشتې له وروستۍ نېټې سره سمون لري؛ افغانستان ته د ۵ملیارد ۱ملیون ۸۸۰زره ۱۷۹افغانیو په ارزښت درمل وارد شوي دي. د شمېرو له مخې په دې مالي کال کې تر ټولو ډېر درمل له پاکستان څخه د ۲ملیارد ۴۸ملیون ۲۰زره ۶۹۰افغانیو په ارزښت را وارد شوي دي. دغه راز په دې مالي کال کې له پاکستان وروسته په دویم ځای کې له هند د ۹۲۹ملیون ۵۶۸زره ۸۹۳افغانیو په ارزښت درمل وارد شوي دي. درېیم ځای هم د متحده عربي اماراتو دی چې افغانستان په ۱۳۹۵ مالي کې له دغه هېواد د ۴۱۹ملیون ۹۳۰زره ۶۲۲افغانیو په ارزښت درمل وارد کړي دي. دغه راز تر دې درېیو هېوادونو وروسته په ترتيب له ایران، چين، بنګلديش او نورو هېوادونو ډېر درمل وارد شوي دي.
خو د دومره لوی شمېر وارداتي درملو د کنټرول لپاره په هېواد کې یوازې یو لابراتوار وجود لري. د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یې فعالیت پیل کړی وايِي، د ټول هېواد په کچه د درملو د کنټرول لپاره یوازې یو لابراتوار لري.
د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم ملي ادارې اجرایوي رییس نورشاه کامه وال مني چې په ټول هېواد کې د یوه لابراتور په وسیله نه شي کولای د ټولو درملو کیفیت معلوم کړي، خو دغه اداره وايي هڅه کوي ستونزې راکمې کړي: ((موږ په لومړیو شپږو میاشتو کې یوه لویه لاسته راوړنه لرو، هغه دا چې د عامې روغتیا وزارت له لوري دغه ادارې ته ۶،۵ملیون ډالره منظور شوي دي. موږ لومړي پړاو کې ۳لابراتوارونه جوړوو، په ننګرهار، کندهار او هرات کې، بیا تر هغې وروسته په نورو ځایونو کې چې اړتیا وي. ددغه لابراتوارونو په جوړولو سره به د لابراتوارونو د کمښت ستونزې تر یوې کچې را کمې شي او په بازارونو کې به د ټیټ کیفیت لرونکو درملو له شتون مخنیوی وشي.‎))
دغه اداره زیاتوي، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې د درملو ۲۹ غیرمعیاري وارداتي کمپنۍ په تور لېست کې شاملې کړې دي او همدارنګه یې ۶۲ ټنه درمل چې بې کیفیته او یا هم له غیرقانوني لارو هېواد ته راوړل شوي وو د همکارو ادارو په مرسته سوځولي دي.
فساد
د درملو وارداتي کمپنیو ته د جواز د ورکړې او د کیفیت د کنټرول په چارو کې د فساد ادعاوې هم وجود لري او شک کېږي چې د عامې روغتیا وزارت داسې کمپنیو ته هم د فعالیت جواز ورکوي چې د درملو د وارداتو لپاره معیاري نه دي او دغه راز په هغو ځایونو کې چې د درملو کیفیت کنټرولېږي، فساد وجود لري.
د سوداګری او صنایعو خونې د مديره پلاوي مرستیال خان جان الکوزی، د درملو په کنټرول ځایونو کې د فساد په شتون ټینګار کوي او وایي، د عامې روغتيا په وزارت کې غیر معیاري کمپنیو ته د فعالیت اجازه ورکول کیږي. نوموړی زیاتوي، ددې تر څنګ کله چې د عامې روغتیا وزارت د فارمسۍ مامور ګمرک ته ځي، څو د درملو له کیفیت څارنه وکړي، هلته هم فساد وجود لري: ((هلته هم د خلکو شکایت موجود دی چې رشوت او نور مسایل شته)).
خو الکوزی وايي، په درملو د حکومت لخوا دومره ډېر قید او مالیه نشته چې کوم سوداګر اړ شي جنس کم ولیکي: ((د کیفیت مشکل شته دی چې په کیفیت کې موږ داسې ستندرد لابراتوارونه نه لرو، اوسنی لابراتوار د شلو، دېرشو او یا هم پنځوسو کلونو مخکې لابراتوار دی، یو څه مشکلات شته دي او دا د فساد شکایت چې خلک کوي، له حقیقت لرې نه دی.))
خو د عامې روغتیا وزارت بیا دغه تورونه ردوي او وایي، که څوک په دې اړه کوم اسناد او شواهد لري چې د دوی مامورین رشوت اخلي او یا هم په فساد کې ښکېل دي، اسناد دې یې له دوی سره شريک کړي چې محاکمو او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي.
قاچاقي درمل
هېواد ته د درملو راوړونکو ټولنه ادعا کوي چې افغانستان ته ۴۰ په سلو کې کې درمل په قاچاقي او غیرقانوني ډول راوړل کېږي. د درمل راوړونکو د ټولنې مشر عبدالخالق وطندوست ځاځی وايي، هغه درمل چې افغانستان ته راوړل کېږي ٪۶۰ یې په قانوني او پاتې ٪۴۰ نور یې له غیرقانوني لارو راوړل کیږي چې کیفیت یې خورا ټیټ دی: ((متاسفانه که اوس تاسو هر درملتون ته لاړ شئ تر ۷۰٪ زیات درمل یې اسناد نه لري قاچاقي دي، هغه درمل چې له غیر قانوني لارو راوړل کیږي په مرکز کابل کې کم، خو په ولايتونو کې په پراخه کچه وجود لري.))
ځاځی زیاتوي، دولت ته هغه ترانسپورتي شرکتونه چې هېواد ته دا ډول درمل راوړي معلوم دي: ((دغه ترانسپورتي شرکتونه په موټرونو کې په سر کې یو شی او لاندې بل شی یعني ټیټ کیفیت لرونکي درمل راوړي، دا ټول د حکومت کشفي ارګانونو ته که هغه جنایي دي او که استخباراتي دي معلوم دي. مونږ هم حکومت ته په دې اړه شکایتونه کړي دي هیله من یو چې حکومت په دې اړه اقدام وکړي.))
له غیرقانوني لارو د درمل راوړل کېدل د ګمرکونو چارواکي هم تاييدوي خو وايي، له دې کبله چې له ګاونډیو هېوادونو سره اوږدې پولې لرو، د دغسې څه مخنیوی ناممکن دی: ((په داسې حال کې چې زموږ هېواد له پاکستان سره ۲۴۰۰ کیلو متره او له ایران سره شاوخوا ۹۰۰ کیلو متره پوله لري، ناممکنه ده چې له دې لارو د غیرقانوني درملو د راوړو مخنیوی وشي.)) د ګمرکونو عمومي ريیس احمد رشاد پوپل زیاتوي، پر دې سربېره چې د قاچاق مخنیوی د کورنیو چارو وزارت دنده ده، خو دوی په خپل تشکيل کې یو سیار ټیم لري چې شپه او ورځ د قاچاق د مخنيوي په برخه کې کار کوي او روان کال یې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم ملي ادارې، د درملو د اتحادیې او کورنیو چارو وزارت په مرسته ۶۲ ټنه له وخت تېر، ټیټ کیفیت لرونکي او غیرقانوني درمل نیولي او له منځه وړي دي.))
د ګمرکونو لوی ريیس احمد رشاد پوپل کلید ته وویل، هغه مالونه چې د قانوني لارو هېواد ته راوړل کیږي، په ګمرکونو کې د محصول اخیستلو له ټولو پړاوونو تېریږي او بیا بازار ته وړاندې کیږي. نوموړی زیاتوي، په ګمرکونو کې فساد نشته، هغه مالونه چې هېواد ته راوړل کیږي، په هغه باندې ۱۰٪ محصول ۶٪ مالیه او ۲٪ هم د سرې میاشتې مالیه راځي چې په قانوني ډول له ټولو هغه مالونو څخه اخیستل کیږي چې هېواد ته له قانوني لارو راوړل کیږي.
په همدې حال کې د قاچاق په تړاو د شوو ادعاوو په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی له هر هغه څه سره مبارزه کړې ده چې هېواد ته په قاچاقي توګه راوړل کېږي. د دغه وزارت د ویاند په خبره، دوی ډېری هغه کسان د قانون منګولو ته سپارلي دي چې هڅه یې کوله افغانستان ته په قاچاقي او غیرقانوني ډول درمل راوړي. نوموړی ټینګار کوي له دې وروسته به هم هغه کسان د قانون منګولو ته سپاري چې په قاچاقي ډول افغانستان ته درمل راوړي.
بازار کې بې کیفیته درمل
پر دې ټولو ستونزو سربېره بله ستونزه هم په بازار کې د بې کیفیته درملو شتون دی چې مخه یې نه نیول کېږي او هره ورځ افغان ناروغان ترې ځورېږي. د درمل راوړونکو ټولنه وايي، په هېواد کې د ټيټ کیفیت لرونکو درملو اندازه له ۴۰٪ تر ۵۰٪ ده. د دغه ټولنې مشر عبدالخالق وطندوست ځاځی وايي، دغه ټولنه یوه کمېټه لري چې په مارکېټ څار کوي: ((په اونیزه توګه د دغه کمېټې غړي ځي، په ولایتونو او مرکز کې په درمل پلورنځیو ګرځي راګرځي او درمل کنټرولوي.)) نوموړی زیاتوي، هغه درمل چې تر شک لاندې دي، کاپي شوي دي، یا روغتیا ته تاوان لري، په اړه یې همدا کمېټه تصميم نيسي: (( دا کمېټه اجازه نه ورکوي چې یاد درمل په بازار کې وپلورل شي، په تېرو څو میاشتو کې مو څه باندې ۶۰ ټنه دا ډول درمل له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د کابل ښار په ګزک سیمه کې وسوځول، مونږ خپل حق ادا کړی دی، تر دې ډېره د حکومت دنده ده.))
په همدې حال کې د عبدالخالق وطندوست ځاځي خبرې د روغتونونو مسوولان، ډاکتران او د درملتونونو خاوندان هم تاییدوي او په بازارونو کې د ټیټ کیفیت لرونکو درملو له شتون سر ټکوي.
په کابل کې د الخدمت په نوم د یو شخصي روغتون د داخلي ناروغيو متخصص ډاکتر حسیب الله وردګ په هېواد کې د ټیټ کیفیت لرونکو درملو د شتون په اړه وایي: ((دا واقعیت دی چې په هېواد کې ۵۰ په سلو کې درمل د ټیټ کیفیت لرونکي دي او دا ټیټ کیفیت ددې سبب شوی چې خلک په ډاکترانو بې باوره کړي، نورې ستونزې هم شته ځینې درمل د قاچاق له لارې هېواد ته راوړل کیږي، د کنټرول په برخه کې فساد شتون لري، د درملو معاینه د څارونکې ډلې لخوا په سمه توګه نه کېږي، اختلاس شته، کله چې د عامې روغتیا وزارت څارونکې ډله درمل پلورنځیو او درمل راوړونکو کمپنیو ته د درملو د کنټرول لپاره ورځي، درملتونونه څارونکو ته داسې درمل مخته کوي چې د ښه کیفیت لرونکي وي او څارونکې ډله امکان نه لري چې ټول درمل کنټرول کړای شي او همدارنګه همدغه ټیټ کیفیت لرونکي درمل ددې سبب کېږي، چې ناورغانو ته نور جانبي عوارض پیدا کړي.))
همدارنګه دین محمد ځدران چې د عبدالله په نوم درملتون فارمسېست دی وایي، مونږ ته داسې کسان هم مراجعه کوي چې دوی د عامې روغتیا وزارت کوم مکتوب او یا هم جواز له ځان سره نه لري، بلکې دوی د درملو بېلګې مونږ ته راوړي: ((قاچاقي درمل کمپنۍ نه لري بلکې اشخاص دي چې د درملو له بېلګو سره درملتونونو ته مراجعه کوي.))
نوموړی زیاتوي، هغه درمل چې له بهرنیو هېوادونو راځي کیفیت یې ټیټ دی. په ځانګړي ډول هغه درمل چې بیا له بهرنیو هېوادونو په غیرقانوني ډول راوړل کیږي د ۷۰٪ درملو کیفیت یې ټیټ دی، ځدراڼ د خپلې خبرې د لا ښه وضاحت لپاره وایي: ((هغه کسان چې له بهر څخه درمل راوړي، مجبور دي چې ټیټ کیفیت لرونکي او په بیه ارزانه درمل افغانستان ته راوړي او که داسې ونه کړي، د کورنیو کمپنیو درمل چې هم ښه کیفیت لرونکي دي او هم په قیمت ارزانه دي، ددغه درملو ځای نیسي او د دوی سوداګرۍ ته زیان رسیږي)).
خو د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره بیا وایي، د هغو سروې ګانو له مخې چې د امریکا پراختیایي ادارې او نړیوال بانک په افغانستان کې ترسره کړې دي، د دغه هېواد په بازارونو کې له ۳٪ څخه تر ۵٪ پورې ټیټ کیفیت لرونکي درمل وجود لري.
د دغه ادارې مشر نورشاه کامه وال ټینګار لري چې له دې وروسته د راجستر او غیر راجستر کمپنیو د درملو لېستونه اخلي او د هغه له مخې اقدام کوي. نوموړی زیاتوي، د نظارت په برخه کې یې هم د کسانو شمېر زیات کړی دی او هڅه کوي چې په بازارونو کې د درملو کیفیت کنټرول کړي: ((که کله هم خلک د درملو په کیفیت او یا هم بیه شکمن کېږي، کولای شي له مونږ سره په ۱۶۶ وړیا شمېره په تماس کې شي، مونږ هلته خپل ټیمونه لیږو او ستونزو ته رسېدنه کوو.))
۵٪ کورنی تولید
د سوداګرۍ خونو د شمېرو له مخې په داسې حال کې چې افغانستان هر کال د ۶۰۰ملیونو ډالرو په ارزښت درملو ته اړتیا لري، خو په هېواد د ننه یوازې ۵ په سلو کې درمل تولیدېږي او نور ټول وارداتي دي.
د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره وايي، له دوی سره د درملو راوړلو په برخه کې ۴۶۷ کمپنۍ راجستر دي چې افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو درمل راوړي: ((د ټول هېواد په کچه ۱۲زره ۴۶۲ راجستر درملتونونه موجود دي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.)) دغه اداره زیاتوي، د هېواد د ننه ۲۲ فعالې تولیدي کمپنی د درملو جوړولو په برخه کې کار کوي او ۲۷۵ قلمه تولیدي درمل لري چې دغه تولیدي کمپنیو د هېواد د درملو ۵٪ یا ۶٪ اړتیا پوره کړې ده. د درملو او روغتيایي محصولاتو د تنظیم ملي ادارې مشر نورشاه کامه وال وايي، هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکو درملو راوړلو د مخنیوي لپاره باید په هېواد کې د تولیدي درملو کیفیت لوړ شي. نوموړی له حکومت غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د درملو له تولیدوونکو کمپنیو سره مرسته وکړي چې د درملو تولیدات ډېر کړي، څو افغانستان په دې برخه کې په نورو هېوادونو او وارداتي درملو له اتکا وژغورل شي.
د کارپوهانو په باور افغان پانګوال باید د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، څو له یوه لوري افغانستان په اقتصادي ډګر کې له دې اړخه پر ځان بسیا شي او له بل لوري هېواد ته د بې کیفیته درملو مخه هم ونیول شي.
د بیو لوړوالی
افغانان د نورو ستونزو تر څنګ په هېواد کې د درملو له لوړو بیو هم شکایت لري. د دوی په خبره، درملتونونه په خورا لوړه او څو چنده بیه درمل پلوري او د حکومت له لوري پرې څار او کنټرول نشته.
د درمل پلورونکو د ټولنې مشر هم دا شکایتونه مني: ((د درملتونونو لپاره په قانون کې ویل شوې دي چې له ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ پورې به په درملو کې ګټه کوي، خو له بده مرغه داسې درملتونونه هم شته چې له ۳۰٪ څخه نیولې بیا تر ۵۰٪ او یا هم له دې ډېره ګټه کوي چې دا یو ناسم کار دی.))
عبدالخالق وطن دوست ځاځی زیاتوي، په درملتونونو څار هم نشته: ((د درملو په قانون کې یو درملتون اجازه نه لري له هغو شرکتونو سره معامله وکړي چې په غیرقانوني ډول درمل راوړي، خو متاسفانه که اوس تاسو هر درملتون ته لاړ شئ تر ۷۰٪ زیات درمل یې اسناد نه لري، قاچاقي دي، د هغه ۲۰٪ یا ۳۰٪ بېل تاسو ته درکولای شي، له دې زیات اسناد نه شي درکولای.))
COUNTRY_ EXPORT COUNTRY_IMPORT NET_WEIGHT_KG GROSS_WEIGHT_KG VALUE_AFS TAX_AFS
پاکستان افغانستان ۲۴,۴۱۸,۴۸۳ ۲۴,۴۹۷,۶۲۷ ۲,۰۴۸,۰۲۰,۶۹۰ ۱۷۸,۸۶۳,۰۲۰
هند افغانستان ۷,۷۸۸,۹۶۳ ۸,۰۲۴,۰۷۴ ۹۲۹,۵۶۸,۸۹۳ ۸۲,۳۲۹,۹۵۸
متحده عربي امارت افغانستان ۳,۷۹۷,۷۵۴ ۳,۸۸۵,۴۷۶ ۴۱۹,۹۳۰,۶۲۲ ۳۷,۶۹۷,۳۲۴
ایران افغانستان ۲,۶۷۱,۰۰۷ ۲,۷۹۱,۰۵۴ ۳۸۱,۵۲۳,۵۷۲ ۳۳,۶۸۹,۸۷۱
چین افغانستان ۲,۴۸۹,۰۶۶ ۲,۵۵۱,۷۵۹ ۳۳۵,۷۶۸,۱۸۴ ۲۹,۷۸۱,۲۳۲
ترکیه افغانستان ۷۹۷,۳۷۵ ۱,۲۶۱,۶۷۸ ۲۱۳,۸۶۱,۴۸۸ ۱۹,۱۰۸,۲۳۰
بنګلدیش افغانستان ۵۸۲,۱۲۸ ۵۹۰,۵۸۷ ۱۳۹,۰۴۷,۸۵۴ ۱۲,۱۱۶,۹۱۲
آلمان افغانستان ۴۶۸,۵۷۸ ۴۷۰,۱۰۷ ۱۱۲,۸۱۵,۱۸۹ ۹,۹۳۵,۱۶۵
اردن افغانستان ۲۹,۴۵۹ ۲۹,۴۵۹ ۸۳,۵۵۴,۹۹۱ ۸,۱۳۰,۶۱۸
اندونیزیا افغانستان ۸۴۸,۱۹۶ ۸۹۱,۵۵۵ ۷۶,۵۵۰,۶۵۱ ۶,۶۵۸,۷۳۵
او نور… افغانستان ۱۴۲۴۷۶۴٫۹۱ ۱۸۹۰۶۲۲٫۷۳ ۲۶۱۲۳۸۰۴۵ ۲۲۷۸۲۱۷۵
TOTAL ۴۵,۳۱۵,۷۷۴ ۴۶,۸۸۳,۹۹۸ ۵,۰۰۱,۸۸۰,۱۷۹ ۴۴۱,۰۹۳,۲۴۰
د یادولو ده، چې په افغانستان کې د درملو د کیفیت نشت په روغتيايي برخه کې ستره ستونزه یادېږي او له همدې کبله افغان ناروغان اړ کېږي چې بهرنیو هېوادونو ته مراجعه وکړي.