د آسترالیا حکومت د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د امریکا او استرالیا د کډوالو د تبادلې تړون له مخې د کیوبا هیواد د کډوالو ۱۷ کسیزه ډله استرالیا ته راغلې.

چارواکي وایي یاد ۱۷ کسان د ۲۰۱۶ کال په مۍ میاشت کې د متحدو ایالاتو د فلوریدا ایالت پورې مربوط سمندري اوبو کې نیول شوي وو، او د ناقانونه مهاجرت په جرم د متحدو ایالاتو د ګوانتنامو سمندري اډه کې د تیر یو کال راهیسې توقیف وو.

د ایفا خبري اژانس خبر ورکړې چې دا مهاجرین اوس د آسټرالیا او امریکا د کډوالو د تړون له مخې د استرالیا په برسبین ښار کې میشت کړل شوي دي.

د استرالیا د سرحدونو او مهاجرت ادارې یو ویاند وایي، "د آسترالیا د مهاجرت چارواکو لخوا دغه ۱۷ کسان د کډوالو او بشردوستانه ویزو د معیارونو سره سم ارزول شوي او یوازې په شرایطو برابر کسانو ته استرالیا کې ځاي ورکړل شوې."

تیر کال د متحده ایالاتو د اوباما تر مشرۍ لاندې ادارې د استرالیا سره تړون کړی وه چی یو زیات شمیر هغه پناه غوښتونکي به امریکا ته انتقال کړي چی د اسټرالیا د مانوس او نایرو توقیف خونو کی د غیرقانوني مهاجرت په جرم بندیان دي او په بدل کې به اسټرالیایی حکومت هغه پناه غوښتونکي خپل هیواد ته انتقال کړي چی د هندوراس ,ګواتیمالا او السلوادور هیوادونو څخه امریکا ته په ناقانونه ډول مهاجر شوی.

د دغه تړون د عملی کیدو په اړه ځینی پوښتنی د ولسمشر ټرمپ له واک ته رسیدو وروسته پیدا شوې وې، نوموړي سره له دی چې په لومړیو کې دغه معامله احمقانه وبلله خو وروسته یې استرالیایي حکومت ته د دغه تړون د عملي کیدو ژمنه ورکړه.