دالاندې مرثيه مې خپل گران پلارحاجي محمدموسى جان ته ليكلې،هغه دروان كال دسلواغې د مياشتې په اوويشتمه نېټه په حق ورسېد
انا لله و انااليه راجعـون
سـتا تابوت
خوب مې وليد چې مې اوښكې گرېوان ويسي
سېلۍ راشـي دعاجــــــــل بنديـــــــوان ويسي
نن مې داسې شـــــــوه دزړه جونــگړه ورانه
لكـــــــه ځـــاله دبلـــــبل چې طـوفـــان ويسي
چا ته اه چا ته فـــــــــرياد وكــړمه خدايـــــه؟
بې لـه تابه مې بل څوك هــم فغـــــان ويسي؟
گران پلار ځي د تل لپــــــــــــــاره تور لحد ته
جنازه بــه يې سپېڅلـــــــــــي زلمـيان ويسي
زه په سرو قالينو ناست لكـــــــه سره اوركې
خوب مې نـه وړي خو مـاغـم فريشان ويسي
غرېو نيولى پرديسي سلگـــــــــۍ مې راغلې
دگردون ســـــــېلاب به ما له ميـــــدان ويسي
يو دپــــلار غم خو مې نه دى چې يــــې ژاړم
هـره ورځ تنكــــــي زلمـــي گورسـتان ويسي
پوسـت بســـتر دى راته سـپرخه تر ســهاره
خوب بــه څـنـگـه سـوړلحد كې بجـان ويسي
اى پښتونه خداى دې ښه په عزت خښ كـړه
داســـې نــه چــــې دې هــــډونه لېوان ويسي
داچې سرې مې شوې كـوڅې په خپـلــو وينو
دا ناخوالـې به هــــم يو وخت زمــــان ويسي
زما داسې يو شــــرين ارمــان دى زړه كـــې
چې ما هـــم كوم څوك ترښـكلي يزدان ويسـي
تابســـمل په پښـــتنه مينه ډېــــر خپل كــــړل
ســــتا تابوت به هـــــم په ميـنه ياران ويسـي