دښځې مقام
سوزمې شه اهنګ مې شه غــــــــزل مې شــــــــه
راشه قدم واخلــــــــــه د ازغنــــــې لارې مل مې شه
مشه ملامتـــــــــه تــــــــه چې ښــــــــځه يـــــــــــې
ګل شه ته سنبل شه تاج محل مـــــــــــــې شـــــــــــــه
وايه الله هو الله هو ذکر د جــــــــــــانـــــــان کـــــــوه
ورکړه په زانګوکې سبق قدر د افغان کــــــــــــوه
پورته په ميوند کې دملالې دلاس نــــښه کـــــړه
خال په تندي کيده دهمت د لار څـــــــــاروان کـوه
يا ښکلې ټپه شه د مين په زړه ملحم کيــــــــــــده
يايو خوږ غزل شه ته ستا ينه د افغـــــــــان کـــــوه
پام چه د زمان په ژرنده ګړي ځان ده له نــــــکړې
کړنه دزمان ته ځان په څير دسنګر ځوان کـــــــوه
تا چه علمان او اتلان پـــــــه غيـــــــــــــــــږ وروزل
ته يو قهر مانه يې باور په خپل ايمـــــــــان کــوه
ته (حفيظ )غزلو کې يو خوږ لمحه د مينې يې
ښځه يې که مور يې ته غزت د خپل مقام کوه