ليكوال : حبيب الله جاج پښتونزوى دادبپوهنځي استاد
دشومه دم پلوشې
د ۱۳۸۵ وم ليږديز لمريز كال د ليندۍ د مياشتې وروستنۍ ، يعنې د پنجشنبې شپه وه .خلك داشپه د (( يلدا )) شپه بولي او وايي چې د كال ترټولو شپو لويه ، يعنې ۱۴ ساعته ده دا شپه دهغه زوم دپاره چې دخسر كره جنغلبازيو ته تللى وي او له خپلې چنغلې سره په يوه ځانته كوټه كې په راز او نياز بوخت وي ، جنت ، خو د ناروغانو د پاره تيار جهنم دى .
برق نه و ، زه په دې شپه كې په يوولسو بجو پرېوتم اوهپ يوه بجه بېرته راويښ شوم ، هر څومره لټ په لټ واوښتم ، خوب چې له سترګو وتښتېده ، راپاڅېدم چې يو څه وليكم . اليكين مې ولګاوو ، له څنګ سره المارۍ ته مې ور لاس كړ ، قلم او كاغذ مې راوا خيستل ، خو چې زه ليكنې ته برابرېدم ، د چراغ شور شو (( پپ پپ پپ )) يې پيل كړل . نومې خولې ته داسې څه راغلل يوه لنډۍ ترې جوړه شوه او هغه دا چې :
خاونده برق پرې را ايله كړې
چراغ وړې وړې سلګۍ كړي اوس به مرينه
زه پوه شوم چې اوس بۀ بيا يا د پخوا غوندې ټپ مړشي ، او يابه يې رڼا په لمبه او غوړنجه بدله شي ، او اور به واخلي . چراغ ټپ مړ شو ، چې لږ سوړ شو ، بيا مې ولګاوو او پلته مې يې ټيټه كړه .
اودس مې وكړ بيا مې د الله پاك حضور ته دوه ركعته لمونځ اد ا كړ . بيا مې قلم او كاغذ را واخيستل لومړني ټكى مې چې ياد ته راغى ، دا و چې دنړۍ په دوه دېرشو هېوادونو كې چې زه ګرزېدلى يم راته څرګنده شوې چې د تاريخ له معنى ، مفهوم او ماهيت سره سم په هېڅ هېواد كې هيچا صحيح تاريخ نه دى ليكلى . چې پوښتنه ترې وكړې چې تاريخ څه ته وايي ؟ ايله بيله دومره درته ووايي چې : (( تاريخ دتېرو زمانو دپېښو بيان دى )) حال دا چې : تاريخ دټاكليو نېټو په ترتيب دهغو پېښو ، په زماني تسلسل ولاړ ، بيان دى چې پېښېدل يې څرګند وي . بې له دفيفو تېټو بيان ځكه تاريخ نه دى چې د تاريخ اساسي ټكى په صحيح زماني تسلسل كې دپېښو ترمنځ رابطه ده .
تاريه د بشري ژوند اساسي تګلارې او په انساني چارو كې دبنيادي ميلانونو ماهيت څيړي ، او موږ پرې پوهوي .
د تاريخ وظيفه زموږ د هغو ټولو اعمالو كنترول او رهنمايي ده چې آينده جوړوي .
دتاريخ معقول سير دهغو واكمنانو دحيثيت او مقام په وسيله ټاكل كيږي چې قدرت او اقتدار ورسره وي او په مهارت سره يې استعمالوي . د تاريخ دنده دا هم ده چې تثوۍ او فضيلت ته مكافات او جنايت ته او بد چلندي ته جزا وركړي .
دنړۍ زياتره مؤرخان چې تاريه ليكي ، نو د خپل ګروپ او مليت يا ملت او يا مدنيت په ګټۀ او دنورو په زيان يې ليكي ، تشريح كوي يې او تفسيروي يې . دنن ورځې سر ګردان انسان د ګروپي يا طبقاتي ارزښتونو تر منځ په ټكر كې واقع دى ، په ځانګړي ډول په افغانستان كې خو د طبقاتي ارزښتونو ترمنځ ټكر ځكه ناكام او د زرهاوو سرونو په بيه تمام شو چې له وهته پخوا منځ ته راغى او د شوروي كمونستان هم ډېره نارسا وو . په افغانستان كې اوس تضاد يا دګروپي ارزښتونو ترمنځ ټكر موجود او دنړۍ سياست مداران په ډېره ماهرانه توګه دغه اور ته د خپلو منافعو د پاره لمن وهي . له افغاني ګروپونو څخه ځينې داسې هم دي چې حتى د وطن تسويد شوي ، نافذ شوي او منل شوي اساسي قوانين هم نه مني او د ځان په ګټه يې نه بولي . په دې خلكو كې ځينې داسې هم شته چې دشوروي كمونېزم ته دډېر وفادار ګروپ (( ګروه كار )) او س (( كنګر ه )) مشران دي او دخپلو خارجي بادارانو په لمسه كله په يوه او كله په بل ګروپ يا مليت تېرى او تجاوز كوي او ملي هويت نه مني . دوى په دې نه پوهېږي چې په جنګ او مقابله كې درياضي په خلاف دوه جمعه دوه كله درې او كله پنځه هم كيږي . يعنې يوې خوابه برى پېشګويي كړى وي ، مګر كېداى شي له ترخې ناكامۍ سره مخ شي .
پدې شپه دوهمه موضوع چې زما په ذهن كې يې خطور وكړ ، داوه چې دنړۍ دتاريخ ليكونكو ، سوسيو لو جستانو ، انتروپالوجستانو ، اديبانو او هنر پوهانو د نظرياتو له مخې ( له بابا آدمه تر دې دمه ) انسان حتما له دريو پړاوونو څخه تېرېږي : چې (( د وحشت مرحله ، د بربر يت مرحله او مدني مرحله )) په دې مرحلو كې يوازې هغه شخصيتونه مدني او هوښيار وو چې سل صحيفې او څلور دا لوى لوى مبارك كتابونه ورباندې را نازل شوي دي او يا ټول هغه كم وزيات يو لك او څلريشت زره شخصيتونه چې دخداى تعالى ااوامر به يې خلكو ته بيانول . ددوى دمدني توب دپاره ډْر دلايل موجود دي ، خو زموږ په دې ليكنه كې نه ځاييږي .
زموږ خلك د ( بر بريت ) په مرحله كې دي . دا جنګونه ، قتل و قتال ، ظلمونه او استبداد ، تروشې او ترخې او دظلم او تېري په جريان كې بد الفاظ ، ناروا كارونه ، ناپوهي ، د نورو خلكو ګټې دځان تر ګټو قربانول ، دپېښو بېخ ته نه ورلوېدل ، د خداى تعالى د مقدس قرآن په احكامو عمل نه كول ټول د بر برېزم نښې دي . داسې په سلهاوو نورې علامې هم شته كله كله داسې هم پېښيږي چې يو سړى يا يوه ډله ځانونه مدني بولي او كله چې دمدنيت تعريف ترې وغواړې ، نو دا نا پوهان كله فولكلور او كله كلتور درته تعريفوي او كله ددې دواړو ګډوله . حال داچې دنړۍ دمعتبرو اسنادو په استناد موږ ويلى شو چې (( مدنيت د يوې بشري ټولنې هغه حالت ته وايي چې پكې نومړې ټولنه په علمي ، هنري ، او ادبي لحاظ اوګرامر ، دبيان فن ، منطق ، رياضي ، هندسه ، ستوري پېژندنه ( نجوم ) ، معماري ، كښت او كرونده ، صنعت او داسې نورو ساحوكې په لوړه او پرمختللې مرحله كې وي او ورسره همغاړې په اجتماعي ، كلتوري او سياسي لحاظ هم هسكې پوړۍ ته رسېدلى وي . اجتماعي مناسبات ، نېك برخورد او پېشامد ، يو په بل لورونه او داسې نور دمدنيت بنسټيزې نښې دي . ))
لدې موضوعاتو وروسته مې فكر زموږ د وطن دې بې ګناه او بې موجبه قتل وقتال فكر ته راغلل . پاك الله ويلي دي ، چې يو انسان بل څوك قصدآ او متعمدآ وژني ، نو هغه د جهنم مستحق دى . له قتل او وينو تويولو وروسته داد افغانانو سرګردانۍ كوچ وبار ، لوږې تندې ، او داسې نور ، او دخپلو ګټو دپاره تر ځمكو لاندې دخارجيانو دسيسو او نورو موضوګانو مجبور كړم چې له خپل محبوب سره راز ونياز وكړم ، خپل ليدلي دردونه او عاجزۍ ورته بيان كړم او بخشش ترې وغواړم :
اې زما قادره ، بې ابتدا او بې انتها ، بې مثاله او بې زواله محبوبه !
كله چې په آسمانونو او ځمكه كې ستا دښكلا ، حقانيت او وحدانيت باورچيان او مينان ستا دمينې او نمانځنې زمزمې او ترانې پيل كړي ؛ نو په نيمه شپه كې ، يا له نيمې شپې لږ پخوا او ياله نيمې شپې لږ وروسته زه ، تا ته ملامت ، تاته ګنهګار او ستا ددربار ملنګ (( مزمل )) هم راپاڅم ، له طهارت كولو وروسته ستا حضور ته (( دوګانه براى يګانه )) اداكړم او بيا ستا دمقدس ، تلپاتې او همېشه تازه كلام ترتيل پيل كړم .
اې زما ، د انسانانو ورځې بدلوونكيه ، عزت او ذلت وركوونكيه محبوبه !
زه ستا ناتوانه ، متواضع او فرمانبردار ، ستا په نعمتونو شكر كښونكى او ستا په مصيبتونو صبر كوونكى بنده خو لګيا يم ، ستا د پرستش او نمانځنې په دې ناپاياوه سمندر كې لاس او پښې وهم ، خو ته په خپل كامل قدرت سره ، په خپل رحم او مهربانۍ ما ته ستا دنمانځنې په دې بحركې دصحيح او دوامدارې لامبو وهلو قدرت ، كفايت استعداد او توفيق راكړې .
اې زما له سختۍ وروسته اساني راوستونكيه محبوبه !
ما خو تر وسه پورې ، ستا دپاكو ارشاداتو او ستا دبې نظيرو او بې مثالو احكامو له مخې ستا په هر ډول مخلوق باندې رحم كړى دى ، مهرباني مې پر كړې ده ( اخلق الله ) ته له زيان رسولو مې پرهېز او اجتناب كړى دى ؛ نو :اې زما ګرانه او مهربانه محبوبه ! ته په خپل لطف او مهربانۍ سره ما ، ستا دجابرو ، ريا كارو او ستا په پاك كلام د عمل نه كوونكو او ارذالو بنده ګانو له شر ، ظلم ، فتنو او ستم څخه وساتې او دوى له يوه سره ( كعصف ماكول ) وګرزوې .
اې زما بې سياله او بې زواله محبوبه !
تا خو د ( الم نشرح ) په مباركه سورۀ كې دوه ځلې له سختي وروسته د اسانۍ راوستلو وعده كړې ده ؛ نو پر ما ګرانه محبوبه ! زه نه پوهېږم چې زما په دې سرګردان ، له خواشينيو او ستومانيو ډك څپان ژوند كې به له دې ټولو ستونزو وروسته څه وخت رفاه ، اسودګي او اساني راولې ! زه ستا لطف وكرم او مهرباني ته زاره چاودى سترګې په لاره يم .
زما ګرانه معبوده محبوبه !
زما په دې لالهانده ژوند كې ځينو ماته په كركه وكتل او زما پر مشروعو كارنامو يې دبطلان كرښې راكش كړې . ځينو دكينې او حسد له مخې زما ډوډۍ په زهرو ولړله ، ځينو زما په زړه كې ددښمنۍ خنجر خښ كړ . ځينو زما دبدنامۍ دپاره په ما پسې دروغجنې ډنډورې وغږولې . ځينو بې دليله او بې اثباته ، بې سنده او بې شاهده ، په ناحقه دپردۍ ناولې فلسفې معتقد وبللم او حتى زما په غاړه كې تر جامو لاندې ستا پاك كلام يې په لغتو وواهه ، او زيار يې واېسته چې ماته ددوى په واسطه دمرګ او فنا ور را وټكوي ؛ خو ستا محبوب اراده نه وه .
ځينو نه نفرت راڅخه وكړ او نه يې محبت راسره وكړ او يو ډول چخچوڼيا رابطه يې راسره ساتله .
مګر له هر چانه هغه چا ډېر زهير كړم چې زما سكولا ستيك علم ، مطالعه او حتى زما سودايي كفر او ګناه وګڼل ؛ نو ځكه زه ډېر ترې ګيله من يم ، قضاوت او دملامتي سزا مې تا عادل محبوب ته پرېښودل .
اې زما يوازينى ګرانه محبوبه !
ستا ياد زما دفكر جوهر او زما دذكر محور دى . زما دزړه رڼا او زما دمغزو دپيچومو او ګولايي ګانو تجلى ده . زما فكر ستا له ذكره تشكيل دى . ستا ياد او ذكر زما دټولو كړو وړو تومنه ده ، هسته يې ده او زما فكر ستا په ذكر ژوندى دى . بې ستا له ذكره بې معنا دى ، هېڅ دى ، نيست دى او نابود دى .
زما قادره او توانا محبوبه !
په ژوند اوطبيعت كې دهرې صحنې او منظرې ښكلا ستا دبې يانه ښكلا يوه كوچنۍ پلوشه ده ؛ يوه ذره يې ده ، يوه سپرغۍ يې ده . ستا ښكلاوې يعنې قدرتونه په طبيعي ښكلاوو ، او حتى ستا په ټول خلقت كې څرګند او مشهود دي . نړۍ ستا په ښكلا ښايسته ده . ستا بنده ګان ، يعنې دحضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم امتيان او پيروان دهمدغو ښكالوو نعنې قدرتونو له مخې تا پېژني ، او ددې يونواخته بې مداخلې او ثابت طبيعي نظام له ثبات څخه ستا وحدانيت درك كوي ؛ نو په طبعيت كې چې هرې خواته ، ګورم ، تاوينم ، يعنې ستا قدرتونه وينم . ستا قدرتونه تارايادوي او (( ته )) ستا قدرتونه رايادوي . زه چې په هرڅه كې فكر كووم (( ته )) زما دزړه په تل او زما د مغزو په پېچومو كې يې . له تاسره زما مينه همېشنۍ او تلپاتې مينه ده . دا مينه له نورو شيانو سره مينې ته زما دزړه په تل او زما د فكر په پېچومو كې ځاى نه وركوي . نو : زه له (( تا )) سره مينه لرم ځكه چې ته ښكلى او ريښتيا نى (( حق )) يې او ته ښكلى ، ريښتيانى او (( حق )) يې نو ځكه زه مينه درسره لرم .
اې زما ، ددنيا او عقبى واكمنه محبوبه !
د هر انسان دژوند پيل دده زوكړه او پاى مرګ دى . نو هر كله چې زما ددې محزون او سرګردان ژوند پاى را ورسيږي ، او دمرګ او ژوند تر منځ په پوله پروت يم او حضرت عزرائيل زما دساه په اخيستو كې ستا مقدس ذات امر ته منتظر وي ؛نو وبه وايم چې : هر څۀ چې تا پيداكړي او دخپلو بنده ګانو دپاره دې ددنيوي او اخروي ګټو په غزض داستفادې وړ بللي دي ، ستا له ټولو دستورونو او اوامرو سره ټول ښكلي دي .
دا به زما دژوند وروستني الفاظ وي . دابه زما وروستنۍ چيغه وي او دابه ستا مخلوقاتو ته زما وروستنى پېغام وي ، چې انشاء الله تعالى زما دا الفاظ به د كلمۀ الله په واسطه تعقيب شي او روح به حق ته وسپارم او لدې بې عدالتيو ډكې نړۍ سره به مې اړيكې وشليږي .
زما يكتا او يګانه ګرانه محبوبه !
په هغه ورځ چې ارواحان او ملايكې ستا په حضور كې صف صف ودريږي ، او مطلق سكوت حكمفرما وي او هېڅوك به خبرې ونه كولى شي ، او يوازې ستا محبوب ، داسلامي عالم علمبردار ، شفيع المذنبين محمد مصطفى صلى الله عليه وآله وسلم به ستا په اجازه نېكې خبرې كوي ، نو اى زما واحد او لاشريكه محبوبه ! ته ماهغه وخت ستا دناز وردار او په خپل امت خوږېدونكي پېغمبر له شفاعته برخه من كړې ، زما تقصيرات راته عفوه كړې او ما ستا له نېكو بنده ګانو څخه شمار كړې ( آمين يا رب العلمين ) .