تېروتنه
مينه ديوې ناکامې مينې قرباني ده

درنو لوستونکو نن غواړمه چې  ديوې  پښتنې  خور دژوند حالات دهغې  دغوښتني سره سم تاسې  ته بيان کړم.  دهغه ښکلي سترګې، ګاږه باڼه ،  نرۍ ورېځي ، ګلابي  شونډي  او  تور ويښتان زړه راښکونکي  دی . ان چې  په سترګو کې یې  داوښکو ډندوکی له   کږو بڼو  اوغټو غټو سترګو  سره  او په شونډ و یې ترخه موسکا هم  دهغې  ښکلا  زياتوي .

اوس مينه دخپلې کورنۍ نه لرې  جلا وطنۍ کې د خپل ناکام ژوند شپې ورځې تېروی ،  د تېر کوچني اختر دویمه ورځ   وه چې هغه د لومړي ځل لپاره له ماسره اشنا شوه .یوه ورځ د  وره   زنګ ووهل شو  کله مې چې ور بېرته  کړ نو د دوو ښکلو ښځو سره مخ شوم   .  يوه خو مينه وه چې افغاني جامې یې په تن ، لوي څادر کي ځان ئ تاوکړي و. خوبله  ملګرې یې داسې نه ښکارېده چې هغه دې هم پښتنه وي .هغې پتلون او توره چرمي کورتۍ اغوستې وه ، اوږده ویښتان یې وو خو ژېړ رنګ یې ورکړی و.


په پښتو او فارسی نه پوهېده ېوازې په انګلیسي ژبه یې خبرې کولای شوې .  خو د څه شېبې نه وروسته دا مالومه شوه چې هغه هم افغانه ده او په درې کلنۍ کې له خپلې کورنۍ  سره جګړو دې ته اړ کړې وه چې خپل هېواد پرېږدی . هغې په خپله مورنۍ ژبه د نه پو هېدو پړه پر خپلې کورنۍ واچوله چې مور او پلار یې ددې په روزنه کې نا پامی کړې ده . هغې  ویل اوس څلورویشت کلنه ده  ددې  بهرنیانو  سره دواده اجازه نلري  او افغاني هلکان ورسره   د هغې  دنيمګړتياوو له امله  واده نه کوي  .هغه له دینو مسلو هم بې خبره پاتې وه ،  که څه هم   دلته په کاناډا کې  ډير جوماتونه شته ،  دمسلمانانو بچيان پکې لکه دوطن جوماتونو په شان  دینی زده کړې  کوی ، ورته اسلامي ښووني کيږي  البته دا دحکومت له خوا هم نه منل شوي کومه پابندي هم پرې نه شته خو  ځینې کورنۍ دې ته پاملرنه نه کوي . همدا ددې لامل شی چې ځینې واړه له خپلو دینی مسلو او ژبې ناخبره رالوی شي .

ناڅاپه مې  بېرته   مينې ته  پام شو  هغه غلې ناسته وه   خو له سترګو  یې داسي معلوميده چه ماته څه ويل غواړي  له هغې  څخه مې  وپو ښتل چه دا پيغله یې څه کېږ ي ؟


مينې  وویل :
ـــ  هغه یې  دميړه خور ده .
بیا مې  ورنه و پوښتل :
ــ له دوی سره دې څنګه وپېژندل ؟
په ترخه موسکایې وویل :
ـــ کله مې چې زده کړې پای ته ورسولې  کورنۍ په غوښتنه راته په کمپيوتر کي دکورنیو دتوافق سره سم د ښکلي ځوان عکس وښودل شو .و هغه ځوان راته ويل چې ډاکتری یې په کاناډا کې اخیستې  ده  او غواړی د یوې ښې کورنۍ له نجلۍ سره  واده وکړی .  ما هم ومنله او ورسره نامزاد شوم .
ــــ نو کله بیا کاناډا ته راغلې ؟
ـــ کال لا پوره شوی نه و چې کاناډا ته مې دې راتګ کارونه  پای ته ورسېدل . ماهم د هماغې ځوان  ، چې تل مې ورسره خبرې کولې عکس په خپل بکس کې کېښود او کاناډا ته راغلم .
د مینې په سترګو کې اوښکې ګډې وډې شوې  او په داسې حال کې چې سلګۍ یې وهلې  خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ :

ــــــ کله چې په تورنټو کې له الوتکې ښکته شوم  هلته زموږ یو پخواني ګاونډي سره چې یو وخت راسره نېږدې اوسېدل مخ شوم .  له ونې ټیټ زېړ زبېښلی  بنیادم  له لاسه ونېولم  او راته یې وویل :
(( څه ته ګورې راځه چې ځو )) ځان مې ترې لږ شاته کړ او ترې مې وپوښتل : زما خاوند چېرې دی ؟ خیر خو به و ي ؟
لنډقدي او زېړ رنګی د پاخه عمر سړی راته  وویل چې زه دې خاوند یم  کنه !
د مینې له سترګو لکه سیلاب اوښکې روانې وې  او خپلې کېسې ته یې دوام  ورکړ :
ـــ نوره نو په ځان پو نه شوم او یو ښه زوروره څپېړه مې پر مخ ور حواله کړه او له دستکول نه مې د هغه ځوان عکس را وویست چې زه یې پرې تېر ایستلې وم  . په ډېره بې پروایۍ یې راته وویل (( هغه یوه د درواغو کېسه وه )) .
مینې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې یې وچولې وویل :
ـــ ما څوارلس کاله زده کړی کړی ، خو خاوند مې په څلورم ټولګي له ښونځی تښتېدلی  او هماسې بې سېواده  پاتې دی . زما ترې پخوا هغه مهال چې ګاونډیان و  بد راتلل   خو اوس زما ټول عمر ورسره  شریک شو .
ماله مېنې پوښتنه وکړه :
ــــ ددې تېروتنې په اړه له خبلې کورنۍ  سره غږېدلې یې ؟
مینې په ژړا ژړا راته وویل :
ـــــــ  ما مې خپلې کورنۍ او مورو پلار ته وژړل ـ هغوی وایی اوس چې هر څه شوي زه باید  د خپلې کورنۍ عزت  او پښتو ته په پام  او احترام قربانی ورکړم .  ځکه طلاق اخیستل زموږ په خلکو کې ښه نوم  نه لری  او که زه دا کار وکړم پلار به مې مړه کړي .
نو اوس مينه د مینې قرباني ده چې په ڼیټ کې  دمینې د تړون له کبله اوس د غم شپې او ورخې تېروي .