دروهي ياد

                                                                         استادحبيب الله رفيع

((ثور)) په افغانستان کې دغمونو او موصيبتونو مياشت گرځېدلې ؛هر کال نوي غمونه راوړي اونوي نوي موصيبتونه .

بيا هم دثور مياشت وه،زه په دفترکې ناست وم،دټېلېفون زنگ راغى،له بي بي سي نه يو چا خبرې کولې اوراته ويل يې چې دروهي صاحب په باب څه راته ووايې!

ما وېل:ولې؟

وېل:روهي صاحب وفات شوى!

دغم دې ناڅاپي خبر سخت ودردولم،ستونى مې له غرېوه اوسترگې مې له اوښکوډکې شوې،څه مې نشواى ويلاى،وخت مې وغوښت او ورته ومې ويل:يوساعت وروسته.

دغوږۍ له اېښوولوسره مې دروهي صاحب دسيرت اوصورت له ښکلا ډکه څېره سترگو ته ودرېده،ځان او جهان رانه هېرشول،خيالونو دتېرو وختونوغېږې ته ورسولم اوله خپل ډېرمهربان دوست سره يې کېنولم.

زه دلته نه غواړم چې دروهي صاحب په ژوند پېښوتاسې ته خبرې وکړم.

زه نه غواړم چې دروهي صاحب دقلم ملغلرې تاسې ته وځلوم.

زه نه غواړم چې دده داثارو په باب تاسې ته تفصيل وړاندې کړم.

زه غواړم دڅولحظو لپاره تاسې له روهي صاحب سره کېنوم او روهي صاحب درباندې ووينم:

هو! روح يې دروه په روحپروره غېږه کې غځونې کړې وې ،جسم يې دروه د درنوغرونوپه لمنه کې خاړپوڅې کړې وې ،سترگويې دروه داسمان څکوڅوکو له سرونودنظرونو لوړ پروازونه زده کړي وو،ژبې يې له پښتنې مور نه پښتو زده کړې وه،مغز يې له پښتون نغري نه دپښتونولۍ فلسفه اخيستې وه او بدن يې له درنو غرونونه ددرنښت او عظمت درسونه.

ده دښوونځي زدکړه هم په يو بشپړ پښتني  اوروهي موحيط کې پيل کړې وه،زده کړو يې دکابل په ښار کې دوام کړى و او دخپل هېواداويوه بېل موحيط ننداره يې په ژور نظرکړې وه.لوړو زده کړو ته بيرون ته تللى و او دنويو علومو مېتودونه اودروزنې فلسفه يې زده کړې وه او بيا ،چې بېرته راستون شو،دکارپه مرحله کې ترې يو داسې شخصيت جوړشوى و چې پښتني روزنې، طبعي روزنې ، عصري روزنې او بهرنۍ روزنې ټولوپه خپل-خپل وار اغېز پکې درلود او دا ټول  يې دخپل او دخپل ملي فرهنگ دخدمت لپاره سره هماهنگ کړي وو.

روهي صاحب دعلم له لوى دولت سره دحلم درنه پا نگه هم تر لاسه کړې وه؛ دغرور، فضل فرشۍ، خودحواهۍ او تفوق طلبۍ له ناوړو نا روغيو نه پاک و؛ له لويو او وړو سره يې په صميميت او مينه راشه درشه کوله ؛ له زېردستانو سره يې

رفيقانه رويه درلوده؛ له فکري استبداد سره مخالف و؛ مشوره يې په هر کار کې لازمه بلله اوملي گټې ورته تر هر څه وړاندې وې.

ده په وچه کتابي مطالعه بسنه نه کوله ؛ بلکې دټولنې وېړ کتاب يې هم ورسه ولوست او داسې څه يې وړاندې کول، چې دټولنې درد پرې  دوا کېږي.

ارواښاد روهي علمي او ادبي کارونه لږ کړي دي؛ خوپاخه او بنيادي اړخونه لري ؛ ځوانا نوته يې علمي مېتودونه په تطبيقي بڼه وړاندې کړي اودهېواد دکولتوري او ټولنيزوڅېړنولپاره يې علمي بنيادونه اېښي دي.

ده دژوند ترپايه خپله علمي ذخيره دخپل فرهنگ دخدمت لپاره په کا واچوله او داسې آثار ترې راپاتې شول ،چې تل به دهېوادددځوانانوپروړاندې دنورڅلي وي او دروه په تورو غرونوکې به دعلم وړانگې خپروي او دا تيارې به رڼا کوي.

هو! دروهي صاحب له يا دولو سره دسړي سترگوته هغه دروند انسان مجسم شي، چې زړه يې له مينې ،سينه يې له حلمه اومغزيې له علمه ډک و.

دروهي صاحب له نامه اخيستلو سره دسړي په مخه کې هغه لوى پښتون ودرېږي ،چې له خپل او پردي، لرې او نژدې او لوى واړه سره به يې په ورين تندي او متبسمو شونډواو خندانه څېره روغبړ کاوه او هېچا ته هم پردى نه و

روهي صاحب دروه په ددنگو غرونوپه غېږه کې خاړپوڅي کړي ول او دمتانت اولويۍ درسونو يې ترې اخيستي وو.

روهي صاحب دنړۍ په پرمخ تلليو پوهنتونونوکې زده کړه کړې او دعلم پانگه يې ترلاسه کړې وه.

روهي صاحب دهېواد په گڼو علمي موسسو کې ماموريت او آمريت کړى او دعمل ميدان ته را وتى و .

دروهي صاحب علم او پوهه دانسانيت دودې او دافغانيت لپاره وقف وو.

ده دعلم په ملونې دکبراو غرور سرکش آس رام کړى و او دخودخواهۍ او خودبينۍ ښار ته يې لته ورکړې وه.

روهي صاحب دښوونې او روزنې نړۍ واله علمي اوپر مخ تللې فلسفه ښه پخه کړې وه.نوي نړۍ وال مېتودونه يې پخپل مغز کې ښه جذب کړي وو؛ خو لکه څنگه چې دشاتو مچۍ دگلونو له شيرې څخه شات جوړوي؛ ده هم دعلم نړۍ وال بڼ ټول گلونه دافغاني ځوان نسل  دعلمي ودې او روزنې لپاره په کارول او دافغاني فرهنگ د خدمت په رنگ يې رنگول.

ده ډېر وخت تېراوه،چې دعلم دنړۍ والو گلونوشيره دافغاني فرهنگ په شاتو واړوي؛ نوځکه يې ليکل لږکول؛ خوپاخه ،درانه پا په تول پوره.

همدا سبب و چې دده هره ليکنه نه يوازې دا چې دژبې او ليک يوه معياري نمونه وه؛ بلکې ديوې موضوع دڅېړنې دمېتودنولارښوده هم وه؛ افغاني ځوانانوته يې هم علم وروښوه اوهم دهغه علم دڅېړنې لارې اوچارې.

هسې خو روهي صاحب يو کتاب دڅېړنې لارښود په نامه ليکلى و او ځوانانوته يې له ليک نښو نه نيولې داخځ تر کتلو، دموادو تر راغونډولو،پخولو او نتيجې اخيستلو پورې ټول ورښوولي وو؛ خو حقيقت دادى چې دده ټول آثار دڅړنې لارښوود دي اوځوانانو ته دادبي بحثونو، کولتوري معلوماتو، علمي او عملي نقد دموضوعا تو تر څنگ ، ددې ډول ليکنو ليکل او پخول هم قدم په قدم ورښيي؛ دوى تر گوته نيسي اودڅېړنې او تحقيق دنړۍ گوټ _ گوټ ته يې رسوي.

زه عقيده لرم چې دروهي صاحب دا ټولې ليکنې بايد افغاني ځوانانو او پښتنوځوانانو ته دداسې نوټونو په توگه تهيه او برابرشي ، چې دوى دادبي علومو په برخه کې هم موضوع ترې زده کړي ؛ هم شکل اوهم دڅېړنې او تحقيق دود او مېتود.

    زما گران دوست سرمحقق زلمي هېوادمل په دې لاره کې زيات کا ر کړى ؛ دروهي صاحب زياتې مقالې يې په کتابي بڼو راغونډې کړي او زه هيله ترې کوم ، چې ټولې مقالې يې همداسې دموضوع په وېش راغونډې او په بېلا _ بېلومجموعو کې خپرې کړي .

په دې توگه موږ وينو چې دروهي صاحب وفات تش ديوه ليکوال زيان نه و ؛ بلکې ديوه لوى عالم زيان و، ديوه درانه پښتون زيان و، ديوه ملي خدمتگار زيان و، ديوه متفکر مغز زيان و او ديوه ددستار دسړي زيان و، بويه! زمانې واوړي اوبيا داسې يوه لويه هستي له ځانه سره راوړي .

     ما روهي صاحب له نژدې څخه پېژانده،ښه مې پېژانده ، اږده موده مې کار ورسره کړى و او ډېرڅه مې پرې ليکلاى شول؛ خو باور وکړئ، چې الفاظ عاجزي کوي او ما چې دده په باب څه ليکل غوښتل، الفاظ مې ورته ونه موندل او که ومې هم موندل تعبيرونه نيمگړي شول او دده هغه تصوير، چې ددې ناڅاپي خبر په اورېدو زما مخې ته راغى، زما په ذهن کې بې تفسيره تصوير پاتې شو.

               اروايې دې ښاده اوياد يې دې تل وي!