غزل

ولې دې دا زړه رانه بې غمه ده
تاته خو مې ډیره ډیره تمه ده

لکه چې د چا په کیسو تیروتې
هغه پخوانۍ مینه دې کمه ده

حسن دې له ټولې دنیا پورته دی
ولې دې دا خو لږ بې رقمه ده

راشه د مسکا دم دې پرې واچوه
نن مې دا زخمي زړه بې مرهمه ده

ستا د جفاګانو یادداشت لیکمه
سره لمبه مې پورته له قلمه ده

نن مې وې نیکمل ته چې راځې کنه
وې یې چې ځه دربه شمه سمه ده