د هند حکومت یو لوړ رتبه چارواکي رویټرز ته ویلي، د نریندره مودي حکومت په پام کې لري قابو څلویښت زره غیرقانوني روهینګیایي کډوال چې اوسمهال هند کې ژوند کوي او حتی یو شمیر یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې سره راجستر شوي هم دي، په نږدې راتلونکي کې بیرته میانمار ته وشړي.

روهنګیایان په میانمار کې یوه لږکۍ مسلمانه ډله ده او په دغه هیواد کې چې ډیری وګړي یې بودایان دي، له روهنګیایانو سره په پراخه کچه تبعیضي چلند او ناسم سلوک کوي.

تېره اونۍ په پارلمان کې د هند د کورنيو چارو وزير کیرن راجو وويل، مرکزي حکومت دولتي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د روهنگيایي کډوالو په ګډون د ټولو ناقانونه مهاجرينو پېژندنه وکړي او بیرته یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري (UNHCR) وایي، تر اوسه یې په هند کې ۱۶،۵۰۰ روهینګیایي کډوالو ته پیژندپاڼې ورکړي ترڅو هغوی "د ځورونې، پخپل سري توقیف، او بیرته ستنولو څخه وساتي."
خو د صدراعظم نریندره مودي د هندو ملتپال حکومت لوړ پوړی وزیر راجو وایي، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ نوم لیکنه غیره متناسبه ده.

نوموړی په یوه مرکه کې وویل، "UNHCR خپله دنده ترسره کوي، موږ نشو کولې چې د هغوی د نوم لیکنې څخه مخنیوی وکړو. خو موږ ورسره د مهاجرینو د موافقې لپاره لاسلیک نه کوو. تر هغه چې موږ پوهیږو، دوی ټول غیرقانوني کډوال دي، دوی دلته د ژوند کولو لپاره هیڅ بنسټیز حق نلري. او هرڅوک چې غیرقانوني کډوال وي، د هند حکومت اړ دی چې له هنده یې وباسي."