د هند د کورنیو چارو وزیر کیرن راجو وایي، په نږدې راتلونکي کې به د هند د اسام ایالت څخه ټول ناقانونه بنګله دیشی کډوال وباسي.

نوموړې وایي، د هند حکومت د بنګلادیش سره د بیلابیلو دوه اړخیزو غونډو په ترڅ کې د غیرقانوني مهاجرت مسله څو ځله څیړلې ده او پدې تړاو یې د بنګله دیش حکومت ته خپله اندیښنه څرګنده کړې.

هغه همداراز وویل، له ګاونډي هېواد بنګله دیش څخه یې غوښتنه کړې ترڅو پدې برخه کې د ښکیلو مافیایي او قاچاقې شبکو د فعالیتونو په اړه د هند حکومت سره پر وخت معلومات شریک کړي.

هغه زیاته کړه، هندوستان او بنګلادیش د سرحدونو د مدیریت لپاره یو نوی پلان جوړ کړی ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ناقانونه مهاجرت ستونزو ته د پای ټکې کیږدي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل، "د موجوده معلوماتو په اساس ویلې شم چې په هند کې دا مهال ۱۰۷ کیمپونه د کډوالو لپاره فعاله دي چې ډیری یې له سریلانکا او تیبیت (Tibet) څخه په قانوني توګه راغلي کډوالو لپاره جوړشوي، خو پدي کې د بنګله دیشي او روهنګیایي کډوالو لپاره هیڅ کوم کیمپ شتون نلري ځکه دوی هیڅ ډول قانوني اسناد نلري."

نوموړي همداراز وویل، "د هند حکومت د سریلانکایي کډوالو سره د مرستې ترسره کولو پلان لري او همدارنګه د تیبیتي کډوالو لپاره د مرستې د چمتو کولو لپاره هم پروژې شتون لري."