د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی په دی وروستیو کی په وینا کی ویلی دی چی :(( د غلو څخه ملاتړ د افغانستان سره جفا ده.)) په رښتیا هم چی اداری فساد او غلاو د کابل اداره په بشپړه توګه فلج کړی او د افغانستان د خلکو د پاره یی سترې ستونزې راولاړې کړي دي.
خو دا لاندی هغه پوښتنې دي چی د افغانستان خلک یی د افغانستان اولسمشر څخه کوي.
1. دا غله په کلیدی او مهمو څوکیو د چا له خوا د چا په لاسلیک ګومارل شوی او د چا له خوا تر اوسه یی ملاتړ کیږی؟
2. او دا جفا د افغانستان د خلکو سره څوک کوي؟
3. ایا په افغانستان کی غلو او لوټمارانو څخه په غیر بل څوک نه شته چی په دولتی مهمو څوکیو وګومارل شی ؟
4. ایا نوموړی هم د پخوانی اولسمشر په شان، ددی له پاره چی غله ورته ستونزی جوړی نه کړي ، د غلو د خوشاله ساتلو د پاره د افغانستان خلکو غوښتنو ته شا کړیده؟
د افغانستان زیات شمیر خلک په دی باوری دی چی شخصا د افغانستان اولس مشر محمد اشرف غنی نه غواړی د اداری فساد له لاری د شتمنیو او یا نورو امکاناتو خاوند شی ، دوی وایی چی اشرف غنی د خپل کار په موده کی داسی غیر قانونی عمل نه دی تر سره کړی چی موخه یی د شتمنیو او یا نورو امکاناتو تر لاسه کول وي.
په افغانستان کی فاسد نظام واکمن دی او د افغانستان اولسمشر هم په دی نظام کی واک ته رسیدلی دی او نوموړی هم اړ دی چی د دی نظام په چوکاټ کی خپلی اداری ، اقتصادی او سیاسی کړنی تر سره کړي. چی ښه مثال یی په دولتی پوستونو د ده په لاسلیکونو د فاسدو ، متعصبو ، لوټمارو او بیکاره کسانو ګومارل دي .
هغه په خپله ځان د فاسدو او متعصبو کړیو په جالونو کی بند اچولی دی او نه شی کولی د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره غوڅ ګامونه پورته کړي. هغه يه یوازی توګه نه شی کولی ددی فاسد نظام ریښی وباسی او هیواد ددی ستر ناورین څخه وژغوری نوموړی هر څومره که منډی ترړې وکړي کومه مثبته پایله نه شی لرلی.
دا ځکه چی هغه په فاسدو کسانو او ډلو تکیه کړی ده دا کسان هیڅکله دده پروګرامونو او ارمانونو تا صادق نه شی پاتی کیدای . بلکی د فاسد نظام په موجودیت کی به اشرف غنی هغه څه کوي چی نوموړی فاسدی ، متعصبی کړۍ یی غواړي.
په افغانستان کی د موجوده فاسد نظام بنسټ د بن د لومړی کنفرانس په جوړیدو او واک ته د حامد کرزی په رسیدو سره کیښودل شو.
پخوانی اولس مشر هم په ښکاره توګه په اداری فساد کی لاس نه درلود ، مګر په عمل کی یی د فاسدو کړیو جیبونو د سلګونو او حتی د میلیاردونو ډالرو ور ډک کړل. همغه لوټماران چی پخوانی اولسمشر میلیاردران کړل اوس هم ددی هیواد له پاره ستره ستونزه ده.
هغه د اداری فساد بنسټ کیښود او په ډیره لږه موده کی یی په نړی کی تر ټولو لوړو پوړیو ته ورساوه.
اوس هم په نړیواله کچه افغانستان د اداری فساد له امله لوړ دریز لری. همدا اداری فساد ددی سبب شوی دی چی خلک د کابل د اداری څخه په بشپړه توګه نارضا شی او زیات شمیر یی د هیواد څخه بهر ته د تیښتی هڅه وکړي او یا ټوپک واخلی او د مخالفینو سره یو ځای د کابل اداری په ضد وجنګیږی.
اوس د اداری فساد ټول مسوولیت په ښکاره توګه محمد اشرف غنی ته د هیواد اولسمشر په توګه متوجه دی خو په واقعیت کی دا هیواد مشرتوب ( خو په واقعیت کی دا مشرتوب پنځوس سلنه په رسمی توګه او په واقعی مانا اویا سلنه واک په عبدالله عبدالله پوری تړلی دی) دوه تنه په غاړه لری. له دی امله په افغانستان کی د شته اداری فساد له امله ټول مسوولیت نوموړی ( خو په واقعیت کی دواړو) ته راجع کیږي.
یو شمیر فیسبوکیان ادعا کوی چی اشرف غنی د اداری فساد په وړاندی په مبارزه کی جدی دی . خو که چیری په تیرو دریو کلونو کی د اداری فساد په ضد د نوموړی مبارزی نتیجه وګورو تر صفر درجی ټیټه ده. تر ډیره بریده د اداری فساد په ضد مبارزه او کړنی یوازی نمایشی او د خلکو د تیرایستلو د پاره وې او دي.
دا ځکه چی په افغانستان کی د اداری فساد اصلی منبع په خپله د قدرت کړۍ دی چی هغوی په تیرو شپاړسو کلونو کی افغانستان لوټ او دا بهیر تر اوسه روان دی. په دی کی شک نه شته چی محمد اشرف غنی هغه څه کوي چی نوموړی کړۍ یی غواړي.
په تیرو دریو کلونو کی دوی د دولت مشرتوب په غاړه درلود چی په هغه کی اداری فساد لوړی درجی ته ورسید. اداری فساد په ښکاره توګه رسمی او علنی شو.
که څه هم محمد اشرف غنی په ښکاره توګه هڅه وکړه چی اداری فساد مهار کړی مګر په خپله یی په ټولنه کی اداری فساد ته لمن ووهله:
1. نږدی په ټولو لوړو ، منځینو او کلیدی څوکیو باندی په اداری فساد باندی د ککړو کسانو مقررول . د افغانستان خلک په دی بشپړه توګه باوری دی چی د اشرف غنی په لاسلیک ټولی مقرری شفافی نه دی بلکی د هغی شاته د فاسدو کړیو غوڅ رول دی . اشرف غنی په دی ښه پوهیږی چی دا وګړی فاسد دی مګر د قدرت شریکانو د خوشالی د پاره یی دا فرمانونه لاسلیک کړی او د لاسلیک دا بهیر روان دی.
2. ټولی مقرری د افغانستان د توکمونو د واقعی تناسب او ولایتونو په تناسب نه دی تر سره شوی ، نږدی اویا سلنه د لوړو او کلیدی څوکیو لرونکی د پنجشیر ، پروان ، تخار ، مزار او دای کندی څخه دي. چی همدی موضوع په ټولنه کی لوی درز را منځته کړی دی.
3. د فاسدو کسانو څخه د ملکی اصلاحاتو په نوم د خپلواکی اداری رامنځته کول ، چی د مقرریو بهیر یی له پخوا څخه پیچلی کړی او د فساد له پاره له پخوا زیاته زمینه برابره کړی ده.
4. د اشرف غنی له خوا د اسان خدمت په نوم د میکانیزم را منځته کول ، چی د خلکو په قول د اسان رشوت ته یی زمینه برابره کړی ده
5. په انکشافی پروژو کی یوازی څو محدودو سیمو ته اهمیت ورکول کیږی . د کلیو د پراختیا وزارت ، د ټولګټو وزارت او نورو وزارتونو پروګرامونه که چیری وکتل شی په هغه کی د پښتنو سیمی تر ډیری اندازی له نظره غورځول کیږی.
د اشرف غنی احمدزی څخه پوښتنه پیدا کیږی :
1. تاسو د خپلی اداری هغه څانګه په ګوته کړه چی هلته اداری فساد او لوټماری موجوده نه وي؟
2. تاسو په خپله اداره کی د لږ تر لږ دریو تنو چارواکو نومونه په ډاګه کړه چی د اداری فساد تور د خلکو له خوا پری موجود نه وي؟
3. دا مقرری چی تاسو یی کوئ په کومو معیارونو کی دي؟ دلته لیاقت ، اهلیت ، صداقت او وطندوستی نه لیدل کیږی
اوس نو راځو دې نتیجی ته ورسیږو چی د کابل اداره په بشپړه توګه فاسده اداره ده او د خلکو د پاره د نه زغملو ده. دا اداره د یوې ژوري حیثیت لری چی د خلکو په وینو باندی تغذیه کیږی او هر چارواکی ورځ په ورځ پړسیږی.
په دی وروستیو کی په امنیتی دفاعی ادارو کی د اداری فساد د له منځه وړلو د پاره یو کنفرانس جوړ شوی و، چی په کی د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی او یو شمیر چارواکو ګډون کړی و.
تر ټولو مهمه خبره دا وه چی د امنیتی دفاعی ادارو او څارنوالی تر منځ یو تړون لاسلیک شو چی په ګډه به اداری فساد له منځه وړي. خو مهمه خبره داده چی دا څلور دولتی ارګانونه دی او په یوه تشکیل کی د ټاکلو موخو د پاره کار کوي. څارنوالی دنده لری چی د جرمونو او جنایتونو پلټنه وکړي. هره پوځی اداره ځانته پوځی څارنوالی لری چی مشران یی هم پوځی جنرالان دی.له دی امله د ددی ارګانونو تر منځ تړون کول ، د دولتی اداری تشکیل او جوړښت تر پوښتنی لاندی راولي.
په رښتینی مانا سره په امنیتی دفاعی ادارو کی د فساد شتون ( که چیری شتون ولري) یوه ډیره د شرمه ډکه خبره ده چی یو سرتیری د وطن د دفاع له پاره د خپلو وینو تیریږی مګر یو شمیر کسان هڅه کوی چی د نوموړ سرتیرو د ډوډی او یا نورو امکاناتو څخه خپل جیبونه ډک کړی.
په دی کی شک نه شته چی په نوموړو ارګانو کی د اداری فساد شتون د نوموړو ادارو جګړایز قابلیت باندی ناوړه اغیزه کوي ، د قطعاتو تلفات او ضایعات زیاتیږی. او په عمومی ډول سره د پرسونل مورال کمزوری کیږی.
که چیری په رښتنی مانا سره په ښارونو کی سروې تر سره شی ښایی اکثریت لوړ پوړیزی مډرنی ودانی د نوموړو ارګانو په ځینو چارواکو پوری تړلي وي. ښایی نوموړو کسانو ډیری روپی د هیواد په دننه او یا بهر کی زیرمه کړي وي.
دا اړینه ده چی په امنیتی او دفاعی ارګانونو کی ټول هغه کسان چی په اداری فساد ککړ و او یا دی باید هغوی محکمی ته وسپارل شی او په عسکری محکمو کی سخته جزا ورکړل شی.
خو هغه څه چی تر ټولو زیات روښان دی هغه دا چی د کابل اداره تر اوسه په دولتی ادارو کی د فساد د له منځه وړلو د پاره کلکه اراده نلری او نه داسی رښتینی پروګرام شته چی اداری فساد له منځه یوسی. همدا خبره ده چی په دی هکله ټولی خبری او ویناوی هسی اوتی بوتی دی.
ډیر کسان په دی باور دی چی اشرف غنی د اداری فساد په وړاندی جدی نه دی او خپله تر ډیره بریده اداری فساد ته زمینه برابروی.د ساری په توګه ټولی هغه مقرری چی په کابینه ، معینیتونو ، ولایتونو ، ریاستونو او سفارتونو کی تر سره شوی دی شفافی نه دی د ځانګړو ډلو او کسانو په خوښه شوی دی. همدی مقرریو اداری فساد ته زمینه برابره کړي ده.
په دی کی شک نه شته چی په اوسنی دولت کی هغه څوک چی په فساد ککړ نه وي ځای نه لری او هم نه غواړی چی د فاسدو کسانو سره همکار شی او د دوی سره په لوټماری کی د جوالونو خولی ونیسی.
که چیری استاد اشرف غنی غواړی د اداری فساد ناوړي پدیده ، چی د افغانستان ټول خلک ترې ځوریږی ، د هیواد څخه ورکه کړي اړینه ده چی په دی هکله قاطع او جدی عمل وکړي او ټول هغه څوک چی په اداری فساد کی ککړ دی محکمی ته وروپیژنی . خو داسی ښکاری چی هغه په دی لاره کی دومره جدی نه دی او تر ډیره بریده په روانه لوټماری باندی سترګي پټوي.
همدارنګه د افغانستان عدلی ارګانو چی د اداری فساد د له منځه وړلو اصلی دنده د دوی په غاړه ده اړینه ده نو دی ټولو هغو پخوانیو او اوسنیو دولتی چارواکو نومونه چی د هغوی شتمنی او بانکی حسابونه ( د هیواد په دننه او بهر کی ) چی د یوه میلیون ډالرو څخه تر لسو میلیاردو ډالرو او یا تر هغه زیات دی اعلان کړي .
همدارنګه د افغانستان د اداری مشر ، ددی لوټمارو او فاسدو کسانو سره د حساب کولو د پاره فوق العاده اختصاصی محکمه دایره کړی تر څو د هغوی غیر قانونی شتمنی ضبط او بیرته بیت المال ته مستردی کړي. په دی شک نه شته چی که چیری دا شتمنی بیت المال ته وسپارل شی دا روپی به وکولی شی چی د افغانستان د دولت لس کلنه عادی بودجه برابره کړي.
د اداری فساد یوه بله مهمه کړۍ ، په دولتی مقرریو کی د شفافیت نه شتوالی دی که چیری په دولت کی وروستیو (د پخوانیو په شمول ) مقرریو ته وکتل شی نو واقعا د افسوس او خندا وړ دی په نوموړو مقرریو کی اهلیت ، لیا قت او د هیواد په سطح تناسب په نظر کی نه دی نیول شوی ددی مقرریو د ثقل مرکزیت یوازی په یوه سیمه باندی د پخوا په شان څرخیږی او داسی په ډاګه کیږی چی پاتی افغانستان کی داسی استعدادونه نه شته چی نوموړی مسوولیتونه واخلی.
افغانستان په اداری فساد کی یو ډوب هیواد دی چی د هغه مسوولیت د دولت په پخوانیو او اوسنیو چارواکو په اوږو پروت دی. خو ددی دولت مشرانو او چارواکو تل زیار ایستلی چی د موجوده فساد د شتون په هکله سترګي پټی کړی او هم داسی ډرامی رامنځته کړی چی وکولی شی خپله واکمنی اوږده کړي.
له همدی امله دوی د واقعیتونو څخه سترګي پټوي او د اوتو بوتو په ویلو سره هڅه کوی چی دخلکو د نیوکو څخه ځانونه وژغوري.
په افغانستان کی د اداری فساد هسته او سرچینه د کابل اداری مرکزی کړۍ دی چی په خپله هم په لوټماری لګیا دی او هم په دوی پوری تړلی لوټماران د خلکو وینی ځبیښي.
خبره د اداری فساد ده په دی هکله اشرف غنی احمدزی په څو څو واره خبری کړی ژمنی کړي او یا کله وار یی نمایشی اقدامات کړي دي . خو اداری فساد ددی په ځای چی لږ شی د پخوا څخه زیات شوی او عام شوي دي.
د خلکو په قول ډیر داسی کسان چی په اوسنی نظام کی چارواکی تیر شوی او یا موجود دی ، د بیګا ډوډی ته اریان پاتی و. داسی کسان و ، چی د بوټانو د رانیولو توان یی نه درلود او زړو چپړکو کی به ګرځیده مګر اوس میلیاردونه دالر لری . او یا په پردیو هټیو او کارځایونو کی به یی په ډيره لږه مزدوری سره کارکوه خو اوس خبره د ملیاردونو ډالرو تیره شوی ده. یا څو دانی خره به یی درلودل په هغه به یی د خلکو بارونه وړل مګر اوس شاهنشاه په شان ژوند لری.
دا دومره شتمنی د کومه شوه ؟ په دی کی شک نه شته چی د قانونی لارو ددی شتمنیو تر لاسه کولو ناممکن دی ، حتما یی لوټماری یی کړی ده د بل چا حق یی خوړلی دی .
پخوانی اولسمشر حامد کرزی هم د خلکو د دوکه کولو د پاره په درجونو کمیسیونونه او اداری رامنځته کړې او په سلګونو ځله یی د اداری فساد په وړاندی په مبارزه باندی ټنیګار کړی دی .
خو ددی په ځای چی اداری فساد لږ او له منځه یووړل شی د پخوا څخه یی زیاته وده وکړه او مخ په پراخیدو شوه. دا ځکه چی پخوانی اولسمشر نه غوښتل د فساد سره د مبارزی په نوم خپل همکاران د ځان څخه خپه کړي . همغه د فساد په ضد د مبارزی کمیسیونونه ، اداری اصلاحات او نوری ورته اداری په خپله د فساد سرچینی وګرځیدی او نوی فساد ته یی لاره اواره کړه . اشرف غنی هم همغه اداری فعاله وساتلی او د خلکو په قول تر هغه یی زیات فاسد کسان هلته په دندو وګومارل .
اشرف غنی د ټولټاکنو په کیمپاینونو کی د فساد په ضد شعارونه ورکول ، د خلکو سره دا فکر پیدا شو چی کیدای شی نوموړی به د فساد په ضد مبارزه کی ریښتینی وي او هم به وکولی شی په دی لاره کی بریالیتوبونه تر لاسه کړي.
که څه هم ځینو نړیوالو سازمانونو چی د اداری فساد په هکله څیړنی کوي ، ویلی دی چی په یوه کمه سلنه سره په افغانستان کی فساد کم شوی دی ، مګر واقعیت بل ډول دی. اداری فساد اوس په بشپړه توګه رسمی او قانونی ګرځيدلی دی. په دولتی څوکیو کی مقرری د اداری فساد له لاری تر سره کیږی او یا تر سره شوی دی.
د اشرف غنی په اداره کی د ارګ څخه نیولی ، تر وزارتونو او ریاستونو کی ټولی مقرری د اداری فساد له مخی تر سره کیږی دلته څوک به داسی مثال ورنکړی چی کومه مقرری په شفافه توګه تر سره شوی وي. د کار او ټولنیزو وزارت ، د کلیو پراختیا وزارت، د کرنی وزارت، د عامی روغتیا وزارت ، کانونو او صنایعو وزارت او نورو وزارتونو او ادارو کی ټولی مقرری د اداری فساد ، قومی تعصب او تنظیمی اړیکو له مخی تر سره کیږی.
ایا اشرف غنی مثال ورکولی شی چی کومه مقرری د روڼتیا ، استعداد ، لیاقت او وطندوسی له مخی تر سره شوی وي. لومړی نږدی ټولی مقرری چی د اشرف غنی په لاسلیک تر سره کیږی هغه کی د فساد نښی د ورایه لیدل کیږی. خلک د نوموړی د هری مقرری په هکله مختلفی تبصری کوي.
بله دا چی دلته په مقرریو کی د ولایتونو او سیمو څخه تناسب په نظر کی نه نیول کیږی . د کابل په کابینه کیږی نږدی اته یا نهه تنه د یوی ولسوالی ، دری څلور د بلی ولسوالی څخه دی. یا په بله مانا اویا سلنه کابینه د دوه دریو ولسوالیو څخه ده. په همدی ډول سره انکشافي پروژې هم یوازی په هغه سیمو کی عملی کیږی چی ځینی متعصبی پاشیستی ډلی په هغو پوری تړلی دی.
یو شمیر فیسبوکیان په دی ورځو کی ډنډوری وهی چی په مزار او جلال اباد ښارونو کی وروستی غونډې منډې یوازی د اشرف غنی د اداری فساد په وړاندی د مبارزی له امله دی. دوی وایی چی اشرف غنی د دوی بانکی اکونټونه بلاک کړی دی نو لدی امله دوی دا منډی او ترړی پیل کړی دی.
مګر واقعیت بل ډول دی چی واکمنی متعصبی فاسدی کړۍ د خلکو د دوکه کولو د پاره هر کال او هر وخت نوی ننداره رامنځته کوي او د هری ننداری په وړاندی کولو سره دوی بریالی شوی دی چی د پخوا څخه خپل واک نور هم ټینګ او پراخ کړي. د ساری په توګه که ذکر شوو نندارو ته وګورو په مقابل کی نوموړو ډلګیو په دولت کی زیاتی کلیدی څوکی تر لاسه کړې او یا د تر لاسه کولو په حال کی دي.
د یوه فاسد نظام نسکورول اویا ړنګول د یوه وګړي او ډلی د وسه نه ده پوره . بلکی دا پراخ ولسی خوځښت غواړي . په داسی حال کی اشرف غنی په نوموړی اصل تر ټولو ښه پوهیږی ، خو بیا هم هغه د فاسدو کړیو ، غوښتنو او فرمایشونو سره سم حرکت کوي .
که چیری اشرف غنی په رښتینی توګه غواړی دا فاسد نظام ړنګ کړی اوپه ځای یی نوی د ولس د غوښتنو سره سم نظام را منځته کړي باید :
لومړی : اولس ته مراجعه وکړی او د اداری فساد په وړاندی پراخ ولسی خوځښت را منځته کړي.
دوهم : د فاسدو او متعصبو کسانو د مقررولو څخه ډډه وکړي .
دریم : فاسد کسانو له دندو ګوښه کولو بهیر پیل کړي.
څلورم : ملی اداره رامنځته کړی داسی اداره چی ټول خلک په کی ځانونه ووینی.
پنځم : یوه ځانګړي انقلابی محکمه د اداری فساد د مخنیوی له پاره تاسیس او په فساد ککړ کسان بی لااستثنا محاکمه کړي.
شپږم: د لوټمارو کسانو سره سراسری احتساب پیل کړی او د هغوی غیر قانونی شتمنی بیرته بیت المال ته مسترد کړي.
اوم :د اداری فساد په وړاندی ملی اجماع رامنځته کړي . ملی اجماع دی ته نه وایی چی څو تنو تنظیمونو مشران او کوماندانان، تش په نامه مزدوره مدني ټولنه او سیاسی ګوندونه ( هغوی چی خیالی غړی لري) سره د نظر تبادله وکړي.
اولس د پورتنیو ډلو او کسانو څخه د افغانستان خلک په ښه سترګه نه ګوری ، د دوی عملونه ، لوټماری او جرمونه د خلک د سترګو څخه پټ نه دي.
د خلکو په نظر د کابل د اداری د چارواکو د اداری فساد په وړاندی دمبارزی په هکله هسی اوتې بوتې دي دا په دې مانا هغه خبری چی د واقعیت څخه لیرې ، نه عملی کیدونکی او یا چی د عملی کولو نیت یی موجود نه وي هغه ته اوتې بوتې ویل کیږي.
که چیری اشرف غنی وغواړی اداری فساد له منځه یووسی د ولسی خوځښت په رامنځته کولو سره په ورځو او یا په میاشتو سره کولی شی د افغانستان خلک ددی افت څخه وژغوری .
په دی هکله د خلک دموکراتیک ګوند او د طالبانو د اسلامی تحریک ، د واکمنیو د مهال تجربی ارزښتناکه دی نوموړو ډلو وکولی شول په ډیر لږ وخت ( څو ورځو او یا میاشتو )کی په افغانستان د اداری فساد شتون ته د پای ټکی کیږدی.
د پورته حقیقتونو په بیان سره ، دا ښکاره کیږی چی دده سره په واک کی شریکی کړۍ د غلو څخه ملاتړ کوي او تر ننه په فساد ککړ او غله کسان د نوموړو کړیو د فشار له مخی مقرر کیږی.دا په دی مانا چی نوموړی هم د غلو په ملاتړ کی شریک دی .
د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غنی څخه د افغانستان خلک په کلکه غواړي چی تردی وروسته باید نوموړی د دې فاسدو کړیو فشار ته تسلیم نه شی . د غلو ، په اداری فساد ککړو او لوټمارو کسانو د مقرری او ملاتړ څخه ډډه وکړي او د افغانستان د ابادی او پرمختګ او د یوی هوسا ټولنی د جوړیدو له پاره لاره هواره کړي.په دی ډول د خپل هیواد سره د جفا په ځای وفا وکړي.
وګورو چی اولسمشر به په بشپړه توګه کله د غلو څخه ملاتړ پریږدي.