اې ښـکلـیـه ستـا د حـسن پـلــوشــې بــه مسکیدې
ستا سـترګــو پــښــتـنـو کـې بــه د ورایـه ځـلـیـدې

یو ټـال دې پـکــې جوړ کړو ښه د میـنـې مـزیـدار
د مـیـنـې پـه ټـالـۍ پــه زنـګــیـدو بــه خــوریــدې

سـجــده د عـبـادت وه تــا د میــنـې کــړه یــاري
د مـیــنـې عـبـادت کــې دی سـجـدو تــه ټـیټـیــدې

انـګار د مـحــبــت ؤ سـره لـمــبه شـولـه د میـنـې
د مــیــنـې سـره لــمــبـه وه پــه لـمـبــو بــه ســـوزیـــدې

بــنــډار د عــاشـــقـۍ ؤ د میــنــې پـه انــګـړ کـې
د مـیـنـې دې انــګــړ تــه پــه راتــلــو نــه مــړیــدې

د مـیــنـې پـــیـمـانــه وه د نسـیم سـتـوري په لاس
پـه تـول د مـیـنـې تــول ؤ پـه تــولــو بــه زیـاتـیـدې