د ژوند اوږده توبه مې ګناهونه ماتوي
د يار ليونۍ سترګې خمارونه ماتوي

راوړي دي خمونو کې ساقي پردي شراب دي
رندان زما د چم چې دې جامونه ماتوي

زاهده دا خو واړه تش د پېو مجنونان دي
محراب کې چې په دروغو خپل سرونه ماتوي

ما کړى دا سوګند دى چې به ځان درنه لوګى کړم
افغان کله دلبره خپل لوظونه ماتوي

نصرته لاس له مېني نه وانخلې څو دې سا وي
منزل ته نه رسېږي څوک چې زړونه ماتوي