اسدالله نوري - مسکو
د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر ښاغلی صلاح الدين رباني مسکو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فبروري په ۷ مه، د افغانستان د سفارت په تالار کې په روسيه کې د مېشتو افغانانو له يو شمېر مخورو سياسي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو سره وکتل.
په فدراتيفه روسيه کې د افغانستان اسلامی جمهوريت لوي سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عبدالقيوم کوچي مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د بهرنیو چارو ښاغلی وزیر يې د غونډې ګډونوالو ته معرفي کړ.
په غونډه کې په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولنې د فرهنګي چارو مسوول ډاکتر شيرحسن حسن، انجنير حسن او له افغان ځوانانو سره د همکارۍ ټولنې مشر ډاکتر تميم اخلاص د روسيه مېشتو افغانانو په استازيتوب او ښاغلي وحید پیکان د افغان محصلينو په استازيتوب خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل لپاره يې وړانديزونه وړاندې کړل.
ښاغلي ډاکتر شېرحسن حسن د خپلو خبرو په ترڅ کې له روسيې سره د افغانستان د اړيکو ښه کول د دواړو هيوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره ګټور کار وباله او هيله يې څرګنده کړه چې افغان دولت باید دغو اړيکو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي حسن په روسيه کې د مېشتو افغانانو د راتلونکو نسلونو د ملي هويت د روزلو او ساتلو لپاره د افغانستان د سفارت په چوکاټ کې د افغان فرهنګي مرکز د جوړولو وړانديز وکړ، داسې مرکز چې جومات، (د پښتو او دري ژبو، تاريخ او لومړنيو ديني چارو) د زده کړې څو خونې، د غونډو مناسب سالون او کتابتون ولري.
په فدراتیفه روسیه کې مخور شخصیت ښاغلی انجنیر حسن هم د افغانستان او روسیې پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې له روسيې سره مو ښې اړکې د هېواد په خیر دي او هغه پروژې چې په افغانستان کې د پخواني شوروی اتحاد له لورې جوړې شوې وې دمګړۍ د بیا رغونې لپاره يې د فدراتیفې روسيې همکاري اړینه ده.
ورپسې له افغان ځوانانو سره د همکارۍ ټولنې مشر ډاکتر تمیم اخلاص د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او په نړۍ او سیمه کې د بهرني سیاست په برخه کې د ځوانو کدرونو د روزلو په هکله خبرې وکړې.
ښاغلي اخلاص د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تخصصي او مسلکي کدورنه روزل د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ډیر مهم وباله او زیاته يې کړه چې دولت په سیاسي برخو کې د مسلکي کدرونو د ظرفیتونو د لوړولو هڅې باید لا ګړندۍ کړي.
د هغه په وینا که چېرې د بهرنیو چارو وزارت مسلکي ډیپلوماتان د دې وزارت په مهمو پوسټونو کې وګماري نو د افغانستان په بهرني او نړېوالو اړیکو به مثبتې اغیزې ولري.
د غونډې بل ګډونوال وحید پیکان د خپلو خبرو په ترڅ کې په مسکو کې د افغانستان د سفارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې محصلینو ته د مدت معاش پر وخت نه رسېدل د محصلینو یوه تر ټولو ستره ستونزه ده چې کلونه وشوه تر اوسه ورته رسېدنه نه ده شوې.
د پيکان په وینا دغه ستونزه مخکې له دې هم په لسګونه ځله د افغانستان نورو چارواکو ته چې روسیې ته يې رسمي سفرونه لرل وړاندې کړې خو تر اوسه يې هېڅ مثبته پایله نه ده لېدلې.
د غونډې په پای کې په فدراتیفه روسیه کې د افغان سفارت د کلتوري چارو مشر شاه سلطان اکفي چې د غونډې ویاندويي کوله د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي صلاح الدین رباني ته بلنه ورکړه تر څو د خپل سفر او د ګډونوالو د وړاندېزونو په هکله خپله وینا واوروي.
ښاغلي صلاح الدین رباني د دغې غونډې د برابرولو په موخه له افغان سفارت او د حاضرینو له راتلو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې له روسي چارواکو سره يې د دوه ازخيزو اړيکو د ښېګڼې لپاره ګټورې خبرې اترې درلودې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسيې د بهرنيو چارو له وزارت سره په خبرو کې د تروريزم او مخدره توکو پر ضد مبارزه کې د روسيې د کشفي او تخنيکې مرستو، په ملکي او نظامي ډګرونو کې د افغان کادرونو د روزنې، د نظامي تخنيک او په ځانګړي ډول د څرخي الوتکو د ترميم، د نغلو بريښنابند او د سالنګ تونل د بيا جوړونې، له روسيې څخه د نفتو وارداتي قرارداد، په افغانستان کې د روسي پانګوالو د پانګه اچونې او د دوه اړخيزو اړيکو په ګټه د ډيرو نورو ښېګنو ژمنه تر لاسه کړېده.
ښاغلي وزير د ګډونوالو په وړاندېزينو هم خبرې وکړې او په روسیه کې د فرهنګي مرکز د جوړونې او د عملي کولو لپاره يې اړوندو مسؤلينو ته ټاکلي لارښوونې وکړې او د ولسمشر د موافقې او ملاتړ د ترلاسه کولو ژمنه يې وکړه.
دغه راز نوموړي د تخصصي او مسلکي کدورنه روزل د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ لپاره ډیر مهم وبلل او زیاته يې کړه چې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي تر څو په سیاسي برخو کې د مسلکي کدرونه ظرفیتونه لوړ کړي.
د ښاغلي صلاح الدین رباني په وینا د روسیې دولت هر کال ۱۵ بورسونه یوازې د بهرنیو چارو وزارت ته ورکوي تر څو افغان ديپلوماتان مسلکي زدکړې وکړي.
د بهرنيو چارو وزير د افغان محصلينو ستونزې هم واورېدې او د حل لپاره يې اړوندو ادارو ته د دوي د ستونزو د رسولو ژ منه وکړه.
په روسیه کې مشهور افغان انځورګر ذبیح الله پیکان د غونډې په پای کې خپله جوړه کړې تابلو ښاغلي صلاح الدین رباني ته ډالۍ کړه، چې د نوموړي له لورې يې هنر وستایل شو او ښاغلي پیکان ته يې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه او دغه راز په روسیه کې بل مشهور افغان انځورګر سید قطب الدین زمر چې څه موده وړاندې د تاجکستان د انځورګرو په يوه نندارتون کې ګډون درلود او د نوموړي هېواد د ولسمشر له لورې ستایل شوی وو پر خپلو لاسته راوړنو او سفر يې ښاغلي وزیر ته معلومات ورکړل چې د بهرنیو چارو د ښاغلي وزیر له لورې ورته هیله وشوه چې په خپلو کارونو کې نور هم وځلیږي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په وروستیو شېبو کې په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د هغه مکتوب کاپي چې تېر کال د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر محمد حنیف اتمر د هدایت سره سم د جمهوري ریاست د اداري چارو ریاست ته استول شوی و د دغې اتحاديې د مشر ښاغلي عزیزالله انیس لخوا د بهرینو چارو ښاغلي وزیر ته وسپارل شو چې نوموړي يې د اجرااتو په برخه کې ژمنه وکړه.
په مکتوب کې لاندني وړاندېزونه لیکل شوي ول:
لومړی: د افغانستان د اسلامي دولت له جمهور رئیس څخه غوښتنه شوې وه تر څو د هغو افغانانو په هکله چې په روسیه کې د آستوګنې حقوقي اجازه نلري او له ستونزو سره مخامخ دي اړوندو چارواکو او ادارو ته هدایت ورکړي ترڅو دغه ستونزه د روسیې د مهاجرینو له اړوندې ادارې سره طرحه او حداقل د یوه کال لپاره د رسمي اسنادو غوښتنه ترې وکړي.
دوهم: په فدراتیفه روسیه کې د فرهنګي مرکز نشتوالی د افغانانو یوه له هغو سترو ستونزو څخه ده چې په دې هکله د افغانانو سراسري اتحاديې غوښتنه کړې وه ترڅو د دې ستونزې د حل لپاره د روسیې له اړوندو چارواکو سره خبرې اترې وشي او افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر خپل فرهنګي مرکز ولري.
همدارنګه د اتحاديې مشر یو ګڼ مجله چې په هغې کې ددې اتحادیې د فعالیتونو په هکله انځوریز راپور خپور شوی و ښاغلي صلاح الدین رباني ته ډالۍ کړای شوه.
غونډه ماښام په ۷ بجو پیل تر ۸:۳۰ يې دوام وکړ او د ماښامنۍ په خوړلو سره چې په فدراتيفه روسيه کې د افغانستان اسلامی جمهوريت لوي سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عبدالقيوم کوچي له لورې برابره شوې وه پای ته ورسېده.