سرليک: زه دې اوس څنګه هېرکړم 

زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې د سترګو په بڼو کې اوسې
کله مې سترګو په رپ وغورځې لنده خیشته
دمخ په اننګو خوره شې
کله داور به جامه پټه سره لمبه
سترګې باڼه مې سېځې 
زه دي اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې د لمونځ په هر سجده راز د الله سره یې
ته مې کعبه یې د دعا ته مې آمین سره یې
ته مې سهار کې بسم الله ته مې په شپه یاسین یې
ته مې درود ته مې ثنا ته مې تکبیر سره یې
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې په تاوو کې د پرهر لکه ښامار
د زړه له د غوښو نه شخوندونه ژوې
د دې ټپي ژوند د زخمونو ارمانونه ژوې
ته مې یې پته په سلګو کې د آه
ته د بې رنګه وینو رنګ یې په سجدو د ژړا 
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې سينګار کې د خایست نښه یې
ته مې رانجه ته مې حنا ته مې دعطرو خوشبو
ته مې ګاڼه ته مې جامه ته مې یې شړنګ د بنګړو
ته مې پوړنی د عزت ته مې درنښت دلیمو 
زه دې اوس رپڅنګه هیر کړم؟
ته مې د سترګو په بڼو کې اوسې
کله مې سترګو په رپ وغورځې لنده خيشته
د مخ به اننګو خوره شې
کله داور په جامه پټه سره لمبه
سترګې باڼه مې سيځې 
زه دې اوس څنګه هیر کړم؟
ته مې د سترګو په بڼو کې اوسې !